د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

مېل انلاین: طالبانو د موبایل د غلا په تور یو تن په دُرو وهلی


ارشیف، کابل کې وسله وال طالبان
ارشیف، کابل کې وسله وال طالبان
  • مېل انلاین

د بریتانیا مېل انلاین خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې په دې اړه لیکنه خپره کړې چې د موبایل ټیلیفون د غلا په تور طالبانو یو تن په عام محضر کې په دُرو وهلی دی.

د خپرونې په حواله، د طالبانو افراطي ډلې په افغانستان کې د خپلې بڼې د شریعت جاري کول پیل کړي دي.

مېل انلاین د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکي، دغه کس په کابل کې د پوهنې وزارت ته څېرمه وروسته له هغې وډبول شو چې یو بل کس دی د موبایل ټیلیفون په غلا تورن کړ.

د تورن کس لاسونه د ټرافیکي اشارې په یوې پایې پورې تړل شوي چې تر هر ګوزار وروسته نارې وهي او خلک یې ننداره کوي.

د خپرونې په لیکنه دا ویډیو داسې مهال په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي چې طالبانو د دوشنبې په ورځ د ښځو پر کار محدودیت ولګاوه، حال دا چې پخوا عام ذهنیت دا و چې طالبان د نوېیمې میلادي لسیزې په دویمه نیمايي کې د خپلې لومړۍ واکمنۍ په نسبت اوس نرم شوي دي.

خپرونې د فرانسې له خبري اژانس سره د ښځو چارو وزارت د یوې کار کوونکې خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، زه د یوه ډیپارټمنت مشره وم چې ګڼو ښځو راسره کار کاوه، خو اوس مو کار او هرڅه له لاسه ورکړل.

بل خوا د کابل ښاروال ویلي چې په دې اداره کې د ښځو ټولې څوکۍ به د نارینه کار کوونکو له خوا ونیول شي.

طالبانو له تېرې شنبې د منځنیو ښوونځیو هلکانو زده کوونکو ته ویلي چې ښوونځیو ته ستانه شي، خو د نجونو په اړه یې څه دي ویلي.

طالبانو د سېپټمبر میاشتې پر اوومه خپله ۳۳ کسیزه کابینه اعلان کړه چې یوه ښځه هم په کې نه شته او د ښځو چارو وزارت وروسته په دعوت، ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت واړول شو.

د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی، د افراطي تګلارو له کبله له انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

  • ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د یوې افغان نجلۍ په باب لیکنه خپره کړې چې د پېژندل شوې افغانې شربت ګلې سترګو ته یې سترګې ورته دي.

د لیکنې په حواله، دغه نجلۍ له خپلې کورنۍ سره یوځای د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه له کابله تر وتلو وروسته د ایټالیا په سیسلي کې د امریکاپه یوه پوځي اډه کې انتظار وه چې په الوتکه کې د امریکا فلادلفیا ته لاړه شي.

دا افغانه نجلۍ چې شااوخوا ۹ کلنه وه، د هغو څه باندې یولک افغانانو په ډله کې راځي چې پر کابل د طالبانو د ولکې له ټېنګولو وروسته د امریکا او د هغې د متحدانو په الوتکو کې نورو هېوادونو ته وایستل شول.

د دې نجلۍ عکس د ایټالوي فوټو ژورنالیست الیسیو مامو له خوا د ګارډین لپاره واخیستل شو چې په بریتانیا کې د دې ورځپاڼې پر لومړي مخ خپور شو او د پېژندل شوي امریکايي عکاس سټیف مکیوري له خوا اخیستل شوي عکس ته مشابه وګڼل شو.

د شربت ګلې عکس چې د مکیوري له خوا اخیستل شوی، د ۱۹۸۵میلادي کال په جون میاشت کې د نېشنل جیوګرافیک مجلې پر لومړي چاپ شو چې وروسته دا له مظلومیت ډک عکس په یوه سمبول بدل شو، نه یوازې د افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې د بې کوره مهاجرو په یوه سمبول بدل شو.

د ګارډین لیکوال وړاندې زیاتوي، د شربت ګلې او د دې بلې نجلۍ عکسونه دواړه پر افغانستان د بهرنیو ځواکونو د تکرار شوي یرغل ناکامي په ډاګه کوي چې دغه هېواد یې په نړۍ کې تر ټولو په بې ­ثباته ځای بدل کړی دی.

XS
SM
MD
LG