د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

اروپايي ټولنې او بریتانیا پر یوه ایراني شرکت او ځینو کسانو بندیزونه ولګول


ارشیف: د عکس ښي لور ته د اروپايي ټولنې بیرغ او چپ لور ته د ایران بیرغ
ارشیف: د عکس ښي لور ته د اروپايي ټولنې بیرغ او چپ لور ته د ایران بیرغ

اروپایي ټولنې او بریتانیا پر څو کسانو او د وسلو جوړولو پر یوه ایراني شرکت د نویو بندیزونو اعلان وکړ.

اروپایي ټولنې او بریتانیا دغه نوي بندیزونه پر څو ایراني جنرالانو او د وسلو جوړولو پر یوه ایراني شرکت چې روسیې ته د کامیکازي په نوم بې پیلوټه الوتکې ورکوي څو د اوکراین په وړاندې جګړه کې ترې کار واخلي، لګولي دي.

اروپایي ټولنې او بریتانیا د درېیو ایراني جنرالانو او د هغه شرکت چې د شاهد په نوم بې پیلوټه الوتکې تولیدوي، یادونه کړې ده.

په دغو جنرالانو کې د ایران د وسله والو ځواکونو اوسنی لوی درستیز جنرال محمد حسین باقري، د اکمالاتي چارو مسوول جنرال سعید حجت الله قریشي او د ایران د سپاره پاسداران انقلاب د بې پیلوټه الوتکو د تولید د پروګرام مسوول جنرال سعید اغا جاني شامل دي.

د چک جمهوریت چې په اوس وخت کې د اروپایي ټولنې دوره یي مشري په غاړه لري، اعلان وکړ چې اروپایي ټولنه چمتو ده چې پر څلورو نورو ایراني بنسټونو لګول شوي بندیزونه وغځوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي وویل، د اوکراین په جګړه کې له روسیې څه د ایران ملاتړ د خواشینۍ وړ ده او واضح دلیل یې دا دی چې ایران د نړیوال امنیت په بې ثباته کولو کې رول لوبوي.

هغه زیاته کړه چې نن ورځ هغو کسانو ته سزا ورکوي چې بې پیلوټه الوتکې روسیې ته ورکوي چې د اوکراین په جګړه کې په بریدونو سره پرې ملکي خلک ووژني.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د اروپایي ټولنې او بریتانیا د دغه اقدام هرکلی وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل چې په وروستیو لسو ورځو کې یې ایراني ساخت ۲۳۳ بې پیلوټه الوتکې راغورځولي دي.

په عین حال کې د اوکراین د انرژۍ وزیر ویلي چې روسیې په تېرو لسو ورځو کې له ایراني ډرون الوتکو څخه په استفادې د دې هېواد د انرژۍ اړوند د تاسیساتو او سیسټمونو درې سوه ځایونه په نښه کړي دي.

روسیه د اوکراین په جګړه کې له ایراني ډرون الوتکو څخه د کار اخیستو په اړه بې خبري ښيي او ایران هم دغه ادعاوې بې بنسټه بللي دي.

XS
SM
MD
LG