د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د ایران اټمي تړون؛ مرکچیان خپلو هېوادونو ته د سلا مشورو لپاره ستانه شوي


د ایران د اټمي تړون پر سر ویانا کې راټول شوي مرکچیان
د ایران د اټمي تړون پر سر ویانا کې راټول شوي مرکچیان

د اروپایي هېوادونو او ایران مذاکره کوونکي بېرته خپلو هېوادونو ته د مشورې لپاره ستانه شوي ځکه چې د چارواکو په وینا د ۲۰۱۵م زیږدیز کال اټمي تړون د بیا ژوندي کولو په هدف خبرې اترې یوه مهم پړاو ته رسیدلي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا پرون (شنبه د جنورۍ ۱۵مه) وویل چې مذاکره کوونکي به په دوو ورځو کې د اتریش پلازمېنې ویانا ته راستانه شي، خو د ایرنا په خبره د کارپوهانو بحثونه به د اوونۍ تر پایه دوام وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون د بیا احیا لپاره په خبرو اترو کې د شاملو "ټولو" خواو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د ویانا په خبرو کې "ښه پرمختګ" شوی دی.

خو په جرمني کې مېشت د نړیوالو چارو یوه ایراني کارپوه مهران براتي ازادي راډیو ته وویل چې د ویانا په خبرو کې وروستي پرمختګونه اساسي ستونزې نه شي حل کولی:

"دې مسالې ته باید ډېره پاملرنه ونه شي، ځکه چې اساسي ستونزې د حل وړ نه دي، د راکټونو مساله او د ایران د اسلامي جمهوریت د سیمه ییز حضور مساله د حل وړ نه ده. ځکه چې ایران په سیمه کې د خپل حضور د بدلولو اراده نه لري. د راکټونو په تړاو اقدامات یې برعکس دي او د ۵۰۰۰ کیلومترو لېرې واټن ویشتونکو راکټونو په لور ورځي. نو دا هغه مسایل دي چې په اسانۍ نه شي حل کېدای."

جرمني کې مېشت د نړیوالو چارو یوه ایراني کارپوه مهران براتي
جرمني کې مېشت د نړیوالو چارو یوه ایراني کارپوه مهران براتي

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ اټمي تړون لاسلیک شو چې له مخې یې د تهران د اټمي اهدافو د محدودولو په بدل کې پر ایران نړیوال بندیزونه لېرې شول.

مګر په ۲۰۱۸ کې، کله چې د متحده ایالاتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو اړخیز ډول واشنګټن له تړونه وایست او پر تهران یې سخت بندیزونه بیا ولګول، اټمي تړون د بشپړ ختمېدو له خطر سره مخ شو.

ایران د تړون له ژمنو سرغړونې پيل کړې او ان تر مخکینۍ اندازې څو چنده یې زیات د یورانیمو بډاینه پيل کړه.

د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د بیا راژوندي کولو هڅې، تېر کال بیا پیل شوې، مګر په ایران کې د نوي او ډېر محافظه کار حکومت په راتلو سره په دې اړه خبرې پنځو میاشتو لپاره وځنډېدې.

په ویانا کې د خبرو اصلي هدف دا دی چې امریکا بېرته تړون ته راوګرځول شي او پر تهران بندیزونه لېرې کړي، څو ایران دې تړون ته بشپړه پابندي بیا پیل کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېف بورېل د جنورۍ په ۱۴مه وویل چې له ایران سره یوه موافقه لا هم ممکنه ده او دا چې په ویانا کې خبرې اترې له څو اوونیو مخکې اوس لا په ښه فضا کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG