د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

عبدالباقي حقاني ته د افتخاري دوکتورا ورکړه د علمي معیارونو خلاف وبلل شوه


د ننګرهار پوهنتون رییس خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني ته د افتخاري دوکتورا ورکولو پرمهال.
د ننګرهار پوهنتون رییس خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني ته د افتخاري دوکتورا ورکولو پرمهال.

د ننګرهار پوهنتون د سې شنبې په ورځ د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته افتخاري دوکتورا ورکړه.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي، ننګرهار پوهنتون عبدالباقي حقاني ته د علمي او اکاډمیکو خدمتونو له امله د فقې او قانون په برخه کې د دوکتورا افتخاري ډيپلوم او د خدمت ایوارډ ورکړ.

خو د تېر جمهوري حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد حامد عبیدي، عبدالباقي حقاني ته د افتخاري دوکتورا ورکړه د اکاډمیکو معیارونو خلاف عمل بولي.

حامد عبیدي
حامد عبیدي

هغه وویل: "د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ته د افتخاري دوکتورا لقب ورکول د ټولو اکاډمیکو معیارونو خلاف عمل دی، ځکه دا لقب په نړۍ کې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په دې برخه کې یې بدلون راوستی وي، لاسته راوړنه ولري او یو نوښت یې کړی وي. له بده مرغه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نه کوم نوښت کړی او نه یې کوم مثبت بدلون راوستی."

د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ چې اوسمهال په هند کې دوکتورا کوي وايي، که څه هم افتخاري دوکتورا علمي ارزښت نه لري، خو د ځینو شرایطو پر بنسټ اشخاصو ته ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا د افتخاري دوکتورا یو شرط دا دی چې د ادارو برحاله مشرانو ته نه ورکول کېږي.

هغه زیاتوي: "د افتخاري دوکتورا لپاره شرایط همدا دي چې د یو چا لخوا نوماند شوی وي، په دویم قدم کې د پوهنتون علمي شورا په دې اړه پرېکړه کړې وي، بل شرط یې دا دی چې د ادارو برحاله مشرانو ته افتخاري دوکتورا نه ورکول کېږي، یوازې هغه وخت افتخاري دوکتورا ورکول کېدای شي چې له هغې ادارې متقاعد شي."

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي مخکینی استاد هجرت الله اختیار د ننګرهار پوهنتون دا پرېکړه سیاسي بولي او وايي، په دې خاطر چې له یوې خوا د لوړو زده کړو وزارت په سرپرست د سفر بندیزونه دي، له بلې خوا یې د لرې کېدو اوازې هم دي، دا افتخاري دوکتورا ورکړل شوې ده چې په خبره يې نوموړی پر خپل ځای پاتې شي.

اختيار ادعا کوي، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په تېر یوه کال کې داسې خبرې او پرېکړې کړي دي چې استادان، محصلان او عام خلک ترې خوابدي دي.

نوموړي زیاته کړه: "یو شمېر داسې ویناوې یې وکړې چې محصلان او استادان یې خوابدي کړي دي. عام خلک هم د ده له خبرو ناراضه دي. ځینې اقدامات یې داسې وکړل چې د مثال په توګه هغه استادان چې په تېر حکومت کې یې د علمي کادر په حفظ دندې درلودې، هغو ته یې د تدریس اجازه ورنه کړه، نور استادان چې په بهر کې یې ماسټرۍ او دوکتوراوې کړې وې، هغوی له افغانستانه ووتل، د استادانو معاشونو یې نیم په نیمه راکم کړ، دا ټول په دې وزیر شته نیوکې دي."

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د ننګرهار پوهنتون له رییس خلیل احمد بهسودوال څخه هم وپوښتل، چې د کومو معیارونو له مخې یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته دوکتورا ورکړې؟ خو نوموړي په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

عبدالباقي حقاني چې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی، تر دې دمه د یاد وزارت سرپرستی کوي.

نوموړی د هغو طالب چارواکو له ډلې دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا پرې د روان میلادي کال د جون میاشتې په ۲۱مه د سفر بندیزونه ولګول شول.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تحصیلي بنسټونو، استادانو او محصلانو په اړه وخت ناوخته ځينې داسې جنجالي څرګندونې کړې دي چې په ټولنیزو شبکو کې یې پراخ غبرګونونه لرل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG