د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

د افغانستان د ناوړه وضعیت مخنیوي په موخه د کلیو پراختیا پروګرام پلی کېږي


ارشیف: د بامیانو د ورس یو کلی
ارشیف: د بامیانو د ورس یو کلی

د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی وایي، دغه سازمان به د افغانستان د کلیو پراختیا پروګرام پلی کړی، څو په دغه هېواد کې د ناوړه بشري وضعیت مخه ونیول شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، په بشري برخه کې به د ملګرو ملتونو ماموریت تر ډېره د کلیو پراختیا او بزګرانو ته د کارونو د موندلو برخو ته ځانګړی شي.

په دې اړه رامز الاکبروف وایي: "افغانستان یو بېوزله هېواد دی، د پراختیا کچه په دې کلیوال هېواد کې ټیټه ده. هغه څه چې موږ باید پاملرنه ورته وکړو هغه دا دی چې د کلیو د پراختیا په برخه کې پروګرامونه زیات کړو او خلکو ته کارپیدا کړو. افغان بزګرانو ته د کار موندل، له بازار سره د هغوی یوځای کېدل او له لاندې د پورته په خوا د اقتصادي پراختیا هڅونه مهمه ده."

د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی دی، اقتصادي بحران زیات دی او اووه نوي په سلو کې افغانان د بېوزلۍ د ټاکلې کرښې تر کچې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا د افغانانو ورځنی عاید په اوسط حساب یو ډالر او نوي سنټو ته رسېږي.

رامز الکبروف
رامز الکبروف

رامز الاکبروف د افغانستان اقتصادي وضعیت ته د اندېښنې په تړاو وایي: "د افغانانو د راتلونکو نسلونو برخلیک هم له خطر سره مخامخ دی او داسې نه شي کېدلی چې د ټولو نسلونو لاسونه له پرمختګه لنډ کړو."

د الاکبروف په وینا، افغان ځوانان دا فرصت نه لري چې صبر وکړي څو سیاسي اختلافات حل شي، دوی کار غواړي، ښوونځي غواړي او سم ژوند غواړي.

الاکبروف زیاتوي چې اقلیمي بدلونونو د افغانانو ستونزې پسې زیاتې کړې دي او ښایي د راتلونکي نسل ژوند نور هم پسې تریخ کړي.

وروسته تر دې چې طالبانو تېر کال د اګست په میاشت کې کابل ونیو، نړیوالې مرستې له افغانستان سره بندې شوې، بشري بحران په دغه هېواد کې زیات شو، په سلګونو زرو خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړل او وچکالي د خلکو ستونزې نورې پسې پېچلې کړې او زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG