د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

د ښوونې نړيوال سازمان: د نجونو د ښوونځيو بندېدو دوام د افغانستان راتلونکی ګواښي


ارشيف
ارشيف

د ښوونې نړېوال سازمان ایجکو ((Educo) وايي، په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو بند پاتې کېدل د دوی او د افغانستان راتلونکی خرابوي.

دغه سازمان په خپل هغه راپور کې چې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ کالیزې په مناسبت خپور کړی ویلي، د افغان نجونو په وړاندې د ښوونځیو تړل کېدل نه یوازې دا چې یوه سخته ماتې ده بلکې دغې چارې جبري ودونو او له دوی څخه ناوړې استفادې ته لاره هواره کړې.

ددغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د نجونو تر څنګ د هلکانو حالت هم ښه نه دی او د وروستيو شمېرو له مخې شاخوا ۴ میلیونو نجونو او هلکانو له زده کړو لاس اخیستی.

میترا په کابل کې د یولسم ټولکۍ زده کونکې وه خو اوس يې پر مخ د ښوونځي دروازې تړل شوي دي.

نوموړې چې ۱۱ کاله یې د دولسم ټولکي شهادت نامې لپاره زیار ویستی او غوښتل يې د کارنکور ازموینې له لارې د خپلې خوښې پوهنځي ته لاره وکړي خو په خبره يې فکر کوي اوس هر څه په اوبو لاهو شول.

نوموړې وايي: "له بده مرغه یو کال د طالبانو له واکمنېدو تېر شو خو اوس هم د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي، زه زیاته اندېښمنه یم چې ښوونځي مو نه‌شته که مو ښوونځي وای اوس به زه فارغه شوې وم او شهادت نامه به مې اخیستې وه، زه له طالبانو او نړېوالو سازمانونو غواړم چې د نجونو د ښوونځیو په بیا پرانیستنې کې دې همکاري وکړي تر څو نجونې خپلې زده کړې وکړي."

د کندهار ولایت اوسیدونکې مروه هم د ښوونځیو تړل کېدو اندښمنه کړې.

نوموړې چې د نهم ټولکې زده کونکې ده ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو له راتګ سره ښوونځي زموږ پر مخ وتړل شول او زه د خپلې راتلونکې لپاره اندېښنه لرم، زموږ برخلیک نامعلوم دی، له طالبانو نه مو غوښتنه دا ده چې زموږ حق دې له موږ نه اخلي، موږ ته دې د تحصیل اجازه راکړي."

نجونې د ښوونځيو پرانيستلو خبر ته په بې صبرۍ انتظار کوي.
نجونې د ښوونځيو پرانيستلو خبر ته په بې صبرۍ انتظار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښوونې نړېوال سازمان (ایجکو) په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د بند پاتې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې ښوونځیو ته د نجونو نه تګ ددغه هېواد پر راتلونکي برخلیک زیات اغېز کوي.

دغه راپور په ملګرو ملتونو کې د بشري مرستو د همغږۍ کونکي سازمان (اوچا) لخوا خپور شوی او ویل شوي چې طالبانو تېر کال د مارچ په ۲۳ مه پرېکړه وکړه تر څو نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته لاړې نه‌شي.

په راپور کې د ایجکو سازمان اجرایوي مشر(پیلار اورنس) له قوله لیکل شوي چې دغه پرېکړه نه یوازې یوه لویه ماتې ده بلکې دغې چارې نورو ناوړه کړنو ته لکه جبري ودونه او همدا راز له افغان نجونو نه ناوړه استفادې ته لاره پرانیستې.

د یاد سازمان له قوله په راپور کې لیکل شوي چې په افغانستان کې د نجونو تر څـنګ د هلکانو حالت هم ښه نه دی او د وروستیو شمېرو له مخې شاخوا ۴ میلیونه نجونو او هلکانو له زده کړو لاس اخیستی او ددې شمېر دوه برابره یعنې ۸ میلیونه جدي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان بیا ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې دوی د خپل مشرتابه پرېکړې ته په تمه دي او هر کله چې مشرتابه پرېکړه وکړي دوی د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزې.

د پوهنې وزارت وياند وايي، دوی د خپل مشرتابه پرېکړې ته په تمه دي.
د پوهنې وزارت وياند وايي، دوی د خپل مشرتابه پرېکړې ته په تمه دي.

دغه سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د بیا پرانیستې خبره کوي چې له دې وړاندې په همدې تړاو لاریونونه هم شوي و او ځینو افغان سیاستوالو په دې تړاو اعلامیې هم ورکړې وې.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزی د جرمني له شپیګل مجلې سره په وروستۍ مرکه کې ویلي و چې په افغانستان کې ښوونځي د پاکستان په امر بند شوي دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي و چې دوی هیڅ یو هېواد پورې تړلي نه دي.

نږدې یو کال کېږي چې د افغان نجونو په وړاندې له شپږم ټولکي پورته ښوونځي تړل شوي او طالبان وخت نا وخت ددې ښوونځیو د پرانیستلو خبره کوي خو تر اوسه یې عملي بڼه نه ده اخیستې.

ایجکو یو غیر دولتي نړېوال سازمان دی چې په ۱۴ هېوادونو کې د ماشومانو د زده کړې لپاره کار کوي او شاخوا ۱،۶ میلیونه ماشومان ددغه سازمان د پروژو نه په مستقیم او غیر ډول باندې ګټه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG