د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

اوچا: په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې لویه برخه قربانیان ماشومان دي


په پکتیکا کې د وروستي زلزلې له امله د یوه نړېدلي کور انځور
په پکتیکا کې د وروستي زلزلې له امله د یوه نړېدلي کور انځور

په افغانستان کې د وروستۍ مرګونې زلزلې یوه لویه برخه قربانیان ماشومان دي، چې ملګرو ملتونو یې د مړو شویو او ټپیانو شمېر شاوخوا څلور سوه تنه ښودلی دی.

ملګري ملتونه په افغانستان کې په وروستۍ مرګونې زلزله کې د په سلګونو لویانو ترڅنګ د لږترلږه ۱۵۵ ماشومانو د مړه کېدو او د دونیم سوه نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږه کونکې ادارې، اوچا ویلي د ریښتر په کچه د ۶،۱ درجې دغې زلزلې چې د تېرې چهارشنبې د ورځې سهار وختي د پکتیکا او خوست ولایتونو غرنۍ سیمې ولړزولې، په سلګونو کورونه یې له خاورو سره یو کړي او ځینو سیمو کې یې ځمکې را ښویولي دي.

ماشومانو ته ډېره مرګ ژوبله د پکتیکا په سخته ځپلې ګیاني ولسوالۍ کې رسېدلې، چې له زلزلې څو ورځې وروسته ژوند په کې بېرته عادي بڼه نه ده خپله کړې او هره خوا کنډوالې ښکاري.

اوچا ویلي د ریښتر په کچه د ۶،۱ درجې دغې زلزلې چې د تېرې چهارشنبې د ورځې سهار وختي د پکتیکا او خوست ولایتونو غرنۍ سیمې ولړزولې، په سلګونو کورونه یې له خاورو سره یو کړي او ځینو سیمو کې یې ځمکې را ښویولي دي.
اوچا ویلي د ریښتر په کچه د ۶،۱ درجې دغې زلزلې چې د تېرې چهارشنبې د ورځې سهار وختي د پکتیکا او خوست ولایتونو غرنۍ سیمې ولړزولې، په سلګونو کورونه یې له خاورو سره یو کړي او ځینو سیمو کې یې ځمکې را ښویولي دي.

د رحمت په نوم د ګیاني ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي، په کلي کې یې لس دولس کورونه و، چې تقریباً ټول یومخ وران شوي دي.

نوموړي ده او کلیوالو ته یې د اوښتو زیانونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "شپږ شهیدان دي، تقریباً ۶۵ کسه زخمیان دي. څوک مو کابل ته وړي، څوک مو پېښور ته وړي دي. ځینې دلته د خوست هوایي ډګر ته راغلي دي. کورونه مو په مکمله توګه ړنګ دي. یو مې خپل بچی په کې شهید دی."

د دغې زلزلې د تلفاتو دقیقه او وروستۍ شمېره تراوسه نه ده معلومه.

د طالبانو د حکومت چارواکو د مړو شویو شمېر شاوخوا ۱۱۵۰ تنه ښودلی خو د ملګرو ملتونو ادارو د ۷۷۰ تنو د مړه کېدو خبره کړې خو خبرداری یې ورکړی چې ښایي دغه شمېره لوړه شي.

دغې زلزلې د خوست ترڅنګ تر ټولو زیات د پکتیکا په ګیاني او برمل ولسواليو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي تلفات اړولي چې د ټپیانو شمېره یې شاوخوا درې زره تنه ښودل شوې ده.

اوچا دغه راز ویلي، چې د دغه طبیعي افت په نتیجه کې نور ۶۵ ماشومان بې موره او بې پلاره شوي دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې سېف دې چلډرن ویلي ، هڅه کوي هغه ماشومان بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای کړي چې د زلزلې په ګډوډۍ کې یوله بله سره جلا شوي دي.

دغې ادارې همدارنګه د یتمیو ماشومانو وضعیت ته هم اندېښنه ښودلې او ویلي، چې ښایي دغه زیانګالي ماشومان د ناوړه چلندونو ښکار شي، ځکه دوی اوس کوم سرپرست نه لري.

دغه راز په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا یا نس ناستې د ناروغۍ چې تر ډېره په ماشومانو کې ژر خپرېږي، د خپرېدو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG