د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

امریکا: له طالبانو سره خبرو کې د واشنګټن په ګډون هر هېواد خپلې ګټې لري


سپينه ماڼۍ
سپينه ماڼۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره خبرو کې د امریکا په ګډون هر هېواد خپلې ګټې لري.

د امریکا متحده‌ایالات وايي، له افغانستان سره په اړیکو کې هر هېواد خپلې ملي ګټې پالي.

د متحده‌ ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم مني، چې له طالبانو سره په خبرو کې دوی هم خپلې ګټې په پام کې نیولي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون له هند سره د طالبانو د نویو جوړېدونکو اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "کله چې د افغانستان خبره راځي موږ هم ګټې لرو. موږ له دوی"طالبانو" سره ډېرې خبرې کړي. په دې ګټو کې بشري حقونه چې د نجونو، ښځو او لږکیو په ګډون د افغاستان د ټولو وګړو اساسي او بنسټیز حقونو ته درناوی شامل دی. همدا ډول د هغو کسانو لپاره د خوندي سفر ډاډ ورکول چې غواړي له دې هېواد ووځي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوه‌ ټولګډونه جوړول او همدارنګه د طالبانو له‌خوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د دې ګټو یوه برخه بولي.

هغه زیاتوي، متحده‌ایالات به په افغانستان کې د یوه داسې حکومت ملاتړ وکړي چې د افغانانو د هیلو په ګډون د افغانانو استازیتوب وکړي، د القاعده او داعش په ګډون له ترهګرو ډلو سره مبارزې ته ژمن وي او تر خوا یې څوک یرغمل و نه نیسي.

نېډ پرایس په افغانستان کې د تښتول شوي امریکايي قراردادي مارک فریریچ نیول هم د طالبانو کار بولي او وايي، له هغه سره یې د طالبانو چلند تر څار لاندې دی.

خو طالبانو په ځلونو دا تور رد کړی، چې ګنې مارک فریریچ دوی یرغمل کړی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ټینګار کوي، چې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې د تضاد ټکي نه‌لري، خو اړینه ده چې لومړیتوبونو ته پام وشي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه وویل:" هغه لویې ستونزې باید درک شي چې د افغانستان خلک یې لري، بیا دا مسایل اسانه کېږي. خو تر اوسه داسې معلومېږي چې هغوی داسې شرایط وړاندې کوي چې هغه د افغانستان کورني موضوعات دي، دوی باید نړیوالو موضوعاتو پام وکړي."

څه کم لس میاشتې کېږي ،چې طالبان په افغانستان واکمنان شوي، خو تر اوسه یې هېڅ یوه هېواد حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

خو تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې د نړۍ له هېوادونو سره یې اړیکې ښې شوي او ټولو ته یې ډاډ ورکړی چې افغانستان د بل هېواد د ګټو پر ضد نه کارول کېږي.

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دیارلسم راپور وښوده، چې طالبانو لا هم له القاعده سره اړیکې ساتلي او تر خوا یې داسې حکومت نه‌دی جوړ کړی چې د ټولو لپاره د قناعت وړ وي.

XS
SM
MD
LG