د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د امريکا او درې هېوادونو ګډه اعلاميه: د افغانستان خاروه بايد د هيڅ هېواد پر ضد استعمال نه شي


د امريکا ولسمشر جوبايډن
د امريکا ولسمشر جوبايډن

د دغو څلورو هېوادونو مشرانو په یوه څلور اړخیزه اعلامیه کې ویلي، دي چې باید له افغانستانه د ترهګرۍ د روزنې او يا مالي سرچينو د تمويل ځای په توګه استفاده و نه‌شي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر او د جاپان، اسټرلیا او هندوستان لومړي وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۱ د ۲۵۲۹ ګڼې پرېکړې په عملي کېدو ټینګار کړی چې له مخې يې بايد هيڅکله افغان خاوره د نورو هغو په ضد ونه کارول شي او يا له دې خاورې د ترهګرۍ د روزنې او يا مالي سرچينو د تمويل ځای په توګه استفاده ونه‌شي.

د دغو څلورو هېوادونو مشران تېره ورځ د جاپان په پلازمېنه ټوکیو کې سره لیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا [۲۰۲۱] ۲۵۲۹ ګڼه فرمان تېر میلادي کال د اګسټ په ۳۰ مه د روسیې او چین په نه موجودیت کې د ۱۳ مثبتو رایو په درلودلو تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا [۲۰۲۱] ۲۵۲۹ ګڼه فرمان تېر میلادي کال د اګسټ په ۳۰ مه د روسیې او چین د په نه موجودیت کې د ۱۳ مثبتو رایو په درلودلو تصویب کړ.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا [۲۰۲۱] ۲۵۲۹ ګڼه فرمان تېر میلادي کال د اګسټ په ۳۰ مه د روسیې او چین د په نه موجودیت کې د ۱۳ مثبتو رایو په درلودلو تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه پرېکړه لیک کې ټینګار کړی وو چې طالبان باید د ټول افغانستان د کنترول توانايي پیدا کړي، د نړیوالو ترهګرو مخه ونیسي، اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي او هر څوک چې غواړي له افغانستان بېرون شي اجازه ورکړي.

که څه هم طالبان تازه په دې اړه څه نه وايي خو وړاندې يې له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د استفادې هر ډول راپورونه رد کړي او ډاډ يې ورکړی چې له افغانستانه به هیڅ هېواد ته زیان نه رسیږي.

خو د امریکا په ګډون ملګرو ملتونو په دې هېواد کې د داعش ډلې ګواښ د اندېښنې وړ بللی دی، هغه وسله واله ډله چې په اړه يې طالبانو په وار وار ویلي، ځپلې یې ده او موجودیت یې صفر ته نږدې دی.

د داعش خراسان څانګې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیله راهیسې د دې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هغو خونړیو حملو مسولیت منلی چې له امله يې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری يې شعیه افغانان وو.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنه نن په دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې ناستې کوربه ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر اندریس وان برانډت نن په دې اړه توېټ کړی لیکلي، چې په دې انلاین ناسته کې د اروپايي ټولنې سفیران او د مرسته رسونکو کوونکو بنسټونو استازې برخه اخلي.

نوموړي د غونډې عکسونه هم خپاره کړي دي.

د تویټ په دوام راغلي دي، چې د ناستې ګډون وال به د افغانستان د سیاسي او اقتصادي وضعیت او افغانانو ته د مرستو د رسولو په یو غوره مېکانېزم بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG