د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

ديبورا لاينز له متقي سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي


د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز
د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره پر اقتصادي وضعیت، د بانکي او خصوصي سکتور پر ودې او مرستو باندې خبرې کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز چې تازه د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازیو له یوې غونډې کابل ته ستنه شوې هلته یې له امیرخان متقي سره کتلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اغلې لاینز او متقي د خبرو اجنډا اقتصادي وضعیت، د بانکي او خصوصي سکتور وده او مرستې یادې کړي.

د اغلې لاینز په حواله د طالبانو په بیانونو کې راغلي چې یوناما او امریکا نه غواړي په افغانستان کې بانکي سکتور کمزوری شي او دا چې هیله ده پراته خنډونه د خبرو اترو له لارې حل شي.

په بیانونو کې د یوناما د پلاوي اتول ګوپتا په حواله لیکل شوي چې په افغانستان کې د اقتصادي او خصوصي سکتور د ودې لپاره له ګڼو مرستندویه ادارو سره د همغږۍ په هدف د چینلونو په جوړولو کار کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې نوی حکومت له ټولو هغو بنسټونو سره د همکارۍ نیت لري چې د افغانستان د پرمختګ او ښه والي لپاره هلې ځلې کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز يا د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت له متقي سره د هغې د لیدنې جزییات لا نه‌دي په ډاګه کړي خو د طالبانو په حکومت انتقادونه شته چې د غونډو مبحثونه په خپله خوښه خپروي.

د بېلګې په توګه د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن Tomas Niklasson څو واره د خپلو لیدنو جزییات خپاره کړل چې د طالبانو له بیانونو سره یې ځينې موارد په ټکر کې وو.

دیبورا لاینز داسې وخت له متقي سره کتلي چې د مې په ۳۱ یې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په ملتیا د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازیو په یوه غونډه کې ګډون وکړ.

د الماتې د غونډې ګډونوالو د سوله ییز افغانستان د هیلو تر څنګ د ښځو په وړاندې د طالبانو په وروستیو بندیزونو تُندې نیوکې وکړې او غږ یې وکړ چې طالبان باید د نجونو او ښځو د تعلیم، کار او په ټولنه کې د رول د لوبولو ډاډ ورکړي.

XS
SM
MD
LG