د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

ریپوبلک ورلډ: طالبان د ښځو حقونو برخه کې د باور له نظره صفر دي


په کابل کې د حجاب پر ضد د ښځو د لاریون انځور. May 10 2022
په کابل کې د حجاب پر ضد د ښځو د لاریون انځور. May 10 2022

ريپوبلک ورلډ:

ریپوبلک ورلډ خپرونې په یوه راپور کې لیکلي، چې طالبان د ښځو د حقونو په برخه کې د باور له نظره صفر دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان پخوانۍ څېړونکې او د بشري حقونو مرستیال ريیسې هیدربار وايي، د طالبانو د مشرتابه په هیڅ غړي د ښځو د حقونو په برخه کې هېڅ باور نه شي کېدای.

دا وايي، چې طالبان د ښځو پر ضد تاوتریخوالی ورځ په ورځ زیاتوي.

اغلې بار دا څرګندونې وروسته له دې کړي، چې طالبانو په یوه تازه اقدام کې د تلوېزیونونو ښځینه ویندویانو ته ویلي چې مخونه پټ کړي او تر دې لږ وړاندې یې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په شمول یو شمېر ادارې منحل کړې.

اغلې بار د بشري حقونو د کمېسیون پر منحل کېدو خواشیني ښوولې ده.

دې همداراز ویلي، طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته ویل چې ښځو او حقونو ته یې درناوی کوي خو هره ورځ چې تېرېږي دوی د ښځو د محدودولو او ځپلو لپاره یو نوی فرمان صادروي.

ټايم مجله‌:

د امریکا ټایم مجلې بیا په یوه لیکنه کې کښلي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت به په امریکا کې افغانانو ته اجازه ورکړي، چې د موقتي خوندي توب وضعیت په پروګرام کې د شاملېدو غوښتنه وکړي.

د ټایم مجلې له لیکنې سره سم، په دې پروګرام کې ګډون تر ۱۸ میاشتو پورې د امریکا له خاورې د کسانو د ایستلو مخه نیسي او هغوی ته د کار او سفر اجازه ورکوي.

د دې لیکنې په دوام کې راغلي، د امریکا د کورني امنیت وزارت اټکل کړی چې په امریکا کې ۷۲ زره ۵۰۰ مېشت افغانان د موقتي خوندي وضعیت پروګرام په شرایطو برابر دي او ورته تقاضا کولی شي.

د مجلې د لیکنې په دوام کې راغلي، دا پروګرام د هغو افغانانو پر وضعیت، چې د امریکا له خاورې دباندې دي او غواړي متحدو ایالتونو ته لاړ شي، اغېز نه لري او د هغو نورو دایمي اقامت، چې مخکې تر مخکې په امریکا کې دي، نه تضمینوي.

XS
SM
MD
LG