د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

اوچا: تېره مارچ مياشت په سلو کې ٧ افغانانو خواړه درلودل


آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګروملتونو د بشري مرستو د سمون ادارې یوځل بیا په افغانستان کې د خلکو پر بېوزلۍ اندېښنه ښودلې او وايي، چې په تېره مارچ میاشت کې ډېرو لږو افغانانو خواړه درلودل.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د سمون اداره یا اوچا وايي چې د روان کال په مارچ میاشت کې یوازې په سلو کې اوه افغانانو کافي خواړه درلودل.

دې ادارې پرون پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي، په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر چې له لوږې سره لاس ګرېوان دي د اندېښنې ترحده زیات دی.

د اوچا مشرې ایزابیل موسارډ کارلسن پرون له دې مخکې په ټویټر لیکلي و، چې په افغانستان کې د یو وخت خوړو د برابرولو لپاره ميلیونونه ښځې، نارینه او ماشومان له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

مېرمن کارلسن د تېرو څو ورځو سېلابونو ته چې په ترڅ کې یې د طالبانو د سرچینو په وینا ۲۹ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شول، د اشارې په ترڅ کې زیاتوي، هغه افغانان چې د سېلابونو، وچکالۍ، جګړو، تبعیض یا اقتصادي ستونزو له وجې اغېزمن شوي دوامدار او ثابت ملاتړ ته اړتیا لري.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې د چارو د وزارت مالي او اداري رییس غلام غوث ناصري د ثور په ۱۵مه آزادۍ راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت له سېلاب ځپلو کورنیو او زیانمنو کسانو سره په کندز، تخار، بغلان، پروان، هرات، فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې د نقدو پیسو، خوړو او نورو اړتیا وړ موادو مرسته کړې خو په تېرو څو میاشتو کې خلکو تل د مرستو د وېش له څرنګوالي څخه هم شکایتونه کړي دي.

د طالبانو حکومت د نړیوالو د بندیزونو له کبله له اړو افغانانو سره د مرستې لپاره کافي سرچینې او امکانات نه لري نو ځکه تر ډېره د ملګروملتونو اړوندو ادارو او نورو خیریه ټولنو په تېرو نژدې نهو میاشتو کې اړو خلکو ته بشري مرستې رسولې دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د سمون ادارې یا اوچا په خپل بېګاني بیان کې ویلي، چې که څه هم سږکال شاوخوا اتلس میلیون افغانانو ته بشري مرستې رسول شوي خو لاهم میلیونونه نور د بقا لپاره دومدار ملاتړ ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG