د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

شمالي پولو کې د طالبانو حضور د منځنۍ اسیا ځیني هېوادونه پوځي اقداماتو ته اړ کړي


ارشیف، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله کې د تاجکستاني سرتېرو پوستنه او برج
ارشیف، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله کې د تاجکستاني سرتېرو پوستنه او برج

سره له دې چې د قطر په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د پلاویو ترمنځ د سولې په باب خبرې د اوربند له اعلانېدو پرته پای ته ورسېدې، ترڅنګ‌یې د افغانستان په شمال کې وسله‌والې نښتې زیاتې شوي.

چهارکنت په بلخ کې یو له هغو ولسوالیو ده چې له یوې اوونۍ را په دېخوا د طالب وسله‌والو تر پرله‌پسې حملو لاندې راغلې.

د چهارکنت ولسواله سلیمه مزاري وايي چې افغان ځواکونه د پاڅون کوونکو په مرسته طالبانو ته اجازه نه‌ورکوي څو پر دغه ولسوالۍ واکمن شي.

دې وویل چې له طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو اساسي اړتیا د ځواکونو د نظامي تجهیز او په موقع د هوايي حملو ترسره کېدل دي.

سلیمې وویل: "که له ځواکونو په موقع هوايي ملاتړ وشي، ډېر ژر طالبان ماتې خوري."

د بلخ ولایت د چهارکنت ولسواله سلیمه مزاري
د بلخ ولایت د چهارکنت ولسواله سلیمه مزاري

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د بهیر په ګړندي کېدلو سره، په بلخ، بدخشان او فاریاب ولایتونو کې طالبان هم له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سر په سرحدي سیمو واکمن شوي.

له افغانستان سره د منځنۍ اسیا ګډه پوله لرونکي هېوادونه د رامنځته شوي وضعیت په اړه اندېښنه لري او د طالبانو دا حضور د خپلو هېوادونو امنیت ته بالقوه ګواښ ګني.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د جولای په ۹مه نېټه ولیکل چې په بدخشان کې د افغان پوځیانو پر پوستو د طالبانو د پرله‌پسې وسله‌والو حملو په نتیجه کې ۱،۵۰۰ سرتېري تاجکستان ته وتښتېدل.

ورځپاڼې لیکلي دغه وضعیت تاجکستان لپاره امنیتي اندېښنې راپارولي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، په تازه‌ګۍ له افغانستان سره په ۱،۳۷۵ کیلومتر پوله کې ۲۰ زره ځواکونه ځای پر ځای کړي دري.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي ولاروف هم ویلي چې هېواد یې حاضر دی څو په تاجکستان کې د امنیت خوندي ساتلو لپاره پوځي مداخله وکړي.

هغه دا هم ویلي، تر هغې به روسیه اقدام نه‌کوي چې د جګړې لمن د افغانستان له پولو بهر نه‌ده اوښتې.

ازبکستان هم په تېره یوه میاشت کې څو ځله له بلخ نه د دغه هېواد قلمرو ته د افغان ځواکونو د داخلېدو ممانعت کړی.

د ډیپلومات انلاین مجلې په قول چې ازبکستاني چارواکو هم د طالبانو له‌خوا دغه هېواد ته د متوجې ګواښ له امله د خپلو هوايي او مځکېني ځواکونو ارزونه پیل کړې ده.

د ترکمنستان یوه امنیتي چارواکي د ازادي راډیو مرکزي څانګې ته ویلي چې دغه هېواد له افغانستان سره په پوله په ماري ښارګوټي کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ اصلي سرحد بلل کېږي د طیارو او هلیکوپټرو په شمول نورې سپکې او درنې وسلې نصب کړي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت هم طالبان د سیمې امنیت ته ګواښ بولي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د نړیوالو ترورېستانو په مرسته د افغانستان او د سیمې هېوادونو د امنیت په وړاندې اقدامات کوي.

هغه زیاته کړه: "طالبان هم د افغانستان امنیت او هم د سیمې هېوادونو لپاره ګواښ دی. د طالبانو په منځ کې نړېوال ترورېستان شامل دي او عملاً جنګېږي."

په همدې حال کې د طالبانو ډلې ویلي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره ګواښ نه‌بلل کېږي.

د یادې ډلې یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونو سیاستوال دې باید په افغانستان کې د خپلو هېوادونو له پولو سره د طالبانو له حضور اندېښمن نه‌وي.

مجاهد زیاته کړې چې دوی د ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د پوله‌ساتو ځواکونو چارواکو سره په اړیکه کې دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي ډېر ژر به په شمال کې له منځنۍ اسیا سره سرحدي سیمې د طالبانو له وجوده پاکې شي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان زیاته کړې په شمال کې د طالبانو د ځپلو او د سرحدي سیمو د بیا نیولو په هدف یوه پوځي طرح جوړه شوې او ډېر ژر به عملي شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG