د اروپايي ټولنې یوه لوړپوړي استازي په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشاره ویلي چې د ملکیانو مرګژوبله زیاته شوې او جګړې لا هم له افغان ملکیانو قرباني اخلي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي تګلارو لوړپوړي استازي جوزف بورېل په افغانستان کې د سولې د رښتینو او ټولشموله خبرو د پیل غوښتنه وکړه.
هغه دا خبرې پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وکړې.
ښاغلي بورېل په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د شورا له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د جګړې دوام د ناستې د بحث له موضوعګانو وه.
هغه زیاته کړه: "جګړې په ملکیانو باندې ډېره اغېزه کړې. د سږ کال په لومړۍ نیمایي کې د ملکي تلفاتو شمېره ۲۳ فیصده لوړه شوې ده. موږ په هزارهګانو او نورو مذهبي او توکمیزو ډلو د مخ په زیاتېدونکي هدفي بریدونو غندنه کوو. وزیرانو په ګډه د سولې په واقعي او ټولشموله خبرو کې د طالبانو په ګډون ټینګار وکړ. موږ همداراز د نړۍ او سیمې له هېوادونو غواړو چې د سولې له پروسې په ملاتړ سره خپل رغنده رول ادا کړي. زه به راتلونکو ورځو کې د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره په هغه ناسته کې وګورم چې د ازبکستان په تاشکند کې کېږي او موږ په تمه یو چې د افغانستان ولسمشر هم پهکې برخه واخلي."
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه ازبکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په اړه څه نهدي ویلي.
د تېر کال په سپټمبر کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د خبرو له پیل سره سره، مذاکراتي خواوې لاهم په افغانستان کې د اوربند په اړه یوې هوکړې ته نهدي رسېدلي.
د مې له لومړۍ راهیسې چې بهرنیو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړي تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیات شوی او طالبانو په وروستیو څو اوونیو کې لسګونه ولسوالۍ نیولې دي.
د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلک د جګړو د بندېدو او د اوربند غوښتونکي دي.
په دې ډله کې ښځې او نجونې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي او وايي داسې نهشي چې واک ته د طالبانو په احتمالي رسېدو سره دوی له اساسي حقونو محرومه کړي.
خو د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي تګلارو لوړپوړي استازي جوزف بورېل د افغانستان د ښځو او نجونو د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار وکړ.
ښاغلی بورېل وايي: "ممکنه ده چې موږ د تماس د یوې نړیوالې ډلې یا د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو او خلکو څخه د ملاتړ د یوې نړیوالې ډلې د رامنځته کولو په اړه فکر وکړ، څوک چې چمتو دي له افغانستان سره مالي مرستې زیاتې کړي او ورسره دا شرط کېدو چې دا مرستې د بشري حقونو په تېره بیا د افغان ښځو او نجونو د حقونو په رعایت تړلې دي. د دغه شرط حساسیت هغه وخت زیاتېږي چې طالبان هغې دورې ته د بیا ستنېدو هدف تعقیب کړي، کوم وخت چې پهکې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه نسبت نن ته ډېر لږ رعایتېدل."
طالبانو د ۹۰مې لسیزې په دوهمه نیمايي کې د خپلې دورې پر مهال نجونې او ښځې د کار او زدهکړو له حقه محرومې کړې وې.
په وروستیو څو کلونو کې بیا دا ډله وايي چې د اسلامي شریعت او افغاني دود دستور سره سم د ښځو او نجونو حقونو ته پابنده دي.
ځینې ښځې بیا د طالبانو په دریځ باور نهلري.
د افغان دولت د سولې مرکچي ټیم غړې او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي وايي چې څو وارهیې په دې تړاو له طالب استازو سره خبرې کړې دي.
هغې تازه ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو نه د ښځو د ازادۍ د سلبېدو راپورونه ورکول کېږي.
په بدخشان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې عارفه نوید څه وخت مخکې ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په ځینو سیمو کې ښځو ته خبرداری ورکړی چې دفترونو ته د کار لپاره نهشي تللی.