د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

د ملي امنیت سلاکار: تاجکستان ته اوښتي افغان سرتیري بېرته راستانه شوي


افغان سرتیري
افغان سرتیري

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار خبر ورکړ، په سلګونو هغه سرتېري چې د جګړو د شدت له کبله تاجکستان ته اوښتي وو، بېرته د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته ستانه شوي دي.

حمد الله محب چې پرون سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، زیاته کړه چې دغه ستانه شوي سرتېري د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد د امنیت لپاره ګمارل شوي دي.

محب زیاته کړه: "د دغو ځواکونو ۲۳۰۰ تنه یې راستانه شوي او د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یوځای شوي دي. ځینې یې چې له ولسوالیو وتلي وو، اوس د دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د ولایتونو په مرکزونو کې حضور لري. هغوی چې تاجکستان ته یې پناه وړې وه، بېرته د خلکو د خدمت او د فیض اباد ښار د دفاع لپاره راوستل شوي دي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، راستانه شوي سرتیري د بدخشان د امنیت لپاره ګمارل شوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، راستانه شوي سرتیري د بدخشان د امنیت لپاره ګمارل شوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار جزییات ورنه کړل چې د دغو سرتېرو ستنول کله پیل شول او افغانستان ته څنګه ولېږدول شول؟

خو ښاغلي محب د دوشنبې په ورځ په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې وې چې ممکن دا موضوع به هم په بحثونو کې شامله وه.

د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د جګړو له شدت او د وسله والو طالبانو د حملو له زیاتېدو سره جوخت په سلګونو سرتېري له بدخشانه تاجکستان ته واوښتل.

د بدخشان ولایت ګڼې ولسوالۍ په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي چې حکومت یې د ځینو د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.

تاجکستان د افغانستان په سرحدي سیمو کې د امنیتي وضعیت خرابېدو ته اندېښنه ښوولې ده.

د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان تېره دوشنبه د تاجکستان او افغانستان په سرحد کې د ۲۰،۰۰۰ پوځیانو د ګمارلو امر وکړ.

ولسمشر رحمان، د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د خپل هېواد له امنیتي ادارو یې غوښتنه کړې، په سرحدي سیمو کې په مشخصو اقداماتو سره د تاجکستان او د تاجکستان د وګړو امنیت یقیني کړي.

د تاجکستان ولسمشر رحمان، د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی
د تاجکستان ولسمشر رحمان، د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی

روسیې چې په تاجکستان کې یوه لویه پوځي اډه لري پرون وویل، د تاجکستان او افغانستان د سرحد د خوندیتوب لپاره د اړتیا په صورت کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

په وروستیو کې د روسیې څرخي الوتکو د تاجکستان په خاوره کې پوځي تمرینات کړي دي.

افغانستان له تاجکستان سره ۱۳۷۵ کیلومتره پوله لري.

د تاجکستان چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي وو، طالبان د دغه سرحد پر ۹۰۰ کیلومتره برخه کنټرول لري.

XS
SM
MD
LG