د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

په افغانستان کې 'یو ملیون ماشومان' په مخدره موادو روږدي دي


ارشیف، یو افغان پلار چې د خپلو ماشومانو تر مخ مخدره مواد کاروي. یو شمېر افغان طبي ډاکتران وايي چې ډېری افغان ماشومان د خپل مور او پلار له لوري په نشو اخته کېږي.
ارشیف، یو افغان پلار چې د خپلو ماشومانو تر مخ مخدره مواد کاروي. یو شمېر افغان طبي ډاکتران وايي چې ډېری افغان ماشومان د خپل مور او پلار له لوري په نشو اخته کېږي.

په افغانستان کې له شپږ ملیونو ماشومانو څخه ۱ ملیون‌یې په مخدره موادو روږدي دي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د «جون لومړۍ د ماشومانو نړیوالې ورځې» په مناسبت د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۱» کابل کې جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل چې دا مهال څه باندې شپږ ملیونه ماشومان په ۲۳ کټه‌ګوریو کې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.

د دغه وزارت سرپرست او مرستیال غلام حيدر جيلاني وویل: "د اټکل له مخې تقریباً ۶ ملیونه ماشومان له جدي ګواښونو سره مخ دي چې په ٢٣ کټه‌ګوریو کې دي، یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان، په مخدره موادو روږدي، د وسله‌والو جګړو قربانیان، له یو ولایت څخه بل ولایت ته لېږدوونکي ماشومان، د سړک غاړې ماشومان، ډیپورت شوي ماشومان او د معیوبو ماشومانو کټه‌ګورۍ لرو چې کار او ټولنیزو چارو وزارت دغو ماشومانو ته روزنتونونه جوړ کړي ترڅو تر خپل پوښښ لاندې یې ولرو."

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست او مرستیال غلام حیدر جیلاني
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست او مرستیال غلام حیدر جیلاني

ښاغلي جیلاني وویل چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف په وینا، په افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو څخه اووه‌یې د تاوتریخوالي قرباني دي او ۴۸ ماشومان په کم عمر کې واده کوي.

هغه د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د شمېرو په حواله وویل چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ماشومان په جبري ډول ودونو ته اړ ایستل کېږي.

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په کابل، بامیان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې یې له ماشومانو د ملاتړ مرکزونه جوړ کړي او هڅه روانه ده چې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې دا شان مرکزونه جوړ کړي څو د بې‌سرپرسته ماشومانو ژوند خوندي شي.

دې سره هم‌مهاله یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک ځای یاد کړ.

افغانستان کې د یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق استازې سوزان فرهمن جوړې شوې غونډې ته وویل چې له ۲،۰۰۰ میلادي کال راهیسې د هغو ماشومانو پر شمېر ١٠ ملیونه تنه ورزیات شوي چې په ښوونځیو کې د زده‌کړې په حال کې دي.

افغانستان کې د یونېسف استازې سوزان فرهمن
افغانستان کې د یونېسف استازې سوزان فرهمن

اغلې فرهمن زیاتوي: "۱۴ زره نوي ښوونځي په لیرو پرتو سیمو کې د مېشتو نجونو په ګډون د ماشومانو لپاره جوړ شوي او د هغو ماشومانو شمېر د ۲۰۰۴ کال په پرتله ۲۴ سلنه ډېر شوی چې نن ورځ‌یې ښه وده کړې، خو له دې ټولو سره د خواشینۍ ځای دا دی چې افغانستان لاهم د ځمکې پر مخ د ماشومانو لپاره یو تر ټولو بد ځای ګڼل کېږي."

یونسف که څه هم د پرمختګونو خبره کوي خو وایي، لاهم د افغان ماشومانو د زده‌کړو په وړاندې ګڼ شمېر خنډونه پراته دي او له کورنیو غوښتنه کوي چې د دوی په روزلو کې ورسره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې افغان جمهور رییس محمد اشرف غني هم د ماشوم د نړیوالې ورځ په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، که څه هم د جګړو او ناخوالو له امله لا هم په میلیونونو ماشومان د زده کړو په ګډون د ژوند له ‌‌‌‌‌‌ډېرو اساسي حقونو او اسانتیاوو محروم دي خو حکومت په مشخصو او دوامدارو پروګرامونو کار کوي څو د دوې حقونه خوندي شي.

XS
SM
MD
LG