د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د برېښناني تذکرو یو شمېر کارکوونکو اعتراض: له میاشتو معاشونه نه‌دي راکړل شوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د احصائيې ملي ادارې د برېښنايي تذکرو د وېش یو شمېر کارکوونکي وایي که څه هم مخکې یې هم شکایتونه کړي، خو له تېرو درې میاشتو راهیسې میاشتني امتیازات نه‌دي ورکړل شوي.

دوی چې د دې ادارې د «اېن ټي اې» برخې تخنیکي کارکوونکي دي شمېر یې سلګونه کسانو ته رسېږي.

د دې ادارې غړي عبدالصبور له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې معاش‌یې نه‌دی ترلاسه کړی، څوک‌یې په دې برخه کې غږ هم نه‌اوري.

ښاغلی صبور زیاتوي: "شاوخوا درې میاشتې کېږي چې معاش مو نه‌دی اخیستی، د کار فشار هم زیاد دی، بل یو شخصي قانون چې دلته دی هغه دا دی چې کارمند د ناروغۍ او یا هم د یو بل ضرورت لپاره رخصت نه‌شي اخیستلی، موږ حیرانه پاتې یو چې څه ډول خپل غږ ورسوو، دفتر ته د راتک پېسې هم نه‌لرو."

برېښنا تذکره
برېښنا تذکره

د دې ادارې بل کارکوونکی احمد، هغه هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته شکایت لري.

نوموړی وايي، له کار څخه‌یې کلک څار کېږي، خو معاش‌یې نه‌دی معلوم.

دی وايي: "شااوخوا درې میاشتې کېږي چې معاش مو نه‌دی معلوم، ډېرو ستونزو سره مخ یو، په ورځني ډول له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ پورې مراجعین راځي، د بایومټریک لپاره خو د معاش هېڅ څرک نه‌لیدل کېږي."

ارشیف، د برېښنايي تذکرو یو شمېر غوښتونکي
ارشیف، د برېښنايي تذکرو یو شمېر غوښتونکي

د برېښنايي تذکرو وېش په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې دی ان تر دې چې د احصائيې ملي اداره وايي په ورځني ډول زرګونه کسان بایومټریک کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د احصائیې ملي ادارې ویانده روئینا شهابي وايي، د ټولو کارکوونکو معاشونه‌یې په وخت ورکول کېږي او له ټاکلي وخت څخه زیات کار په هېڅ چا نه‌کېږي.

اغلې شهابي وویل: "موږ داسې موارد نه‌لرو چې د چا معاش څو میاشتې پاتې وي، مګر دا چې د حاضرئ مسئله وي او کوم کس باندې قانون پلې شوی وي، اداره په هېڅ صورت دا خبره نه‌مني چې موږ په خپلو کارکوونکو له ټاکلي وخت څخه زیات کار وکړو."

د افغانستان د احصائیې ملي ادارې ویانده روئینا شهابي
د افغانستان د احصائیې ملي ادارې ویانده روئینا شهابي

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې هم د احصائیې ملي ادارې د «اېن ټي اې» برخې شااوخوا ۷۰۰ کارکوونکو د ۵ میاشتو د معاشونو د نه ترلاسه کولو په هدف کاري اعتصاب کړی و.

له هغې وروسته چې په دې اړه ځیني راپورونه خپاره شول، د شااوخوا ۷۰۰ کارکوونکو د درې میاشتو معاشونه له کوچني اختر مخکې ورکړل شول، خو د دوو میاشتو یې لاهم نه‌دي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG