د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

افغانستان ته راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ له سره پیل شوه


ارشیف، له پاکستانه بېرته راستنېدونکي افغان کډوال
ارشیف، له پاکستانه بېرته راستنېدونکي افغان کډوال

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، راستنو شویو افغان کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ له سره پیل کړه.

دغه وزارت وایي، تر اوسه د ۷،۰۰۰ کسانو نوم‌لیکنه او بایومټریک بشپړ شوی چې له دې شمېر ۱،۷۰۰ کسان مستحق ګڼل شوي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره د استوګنې د ځایونو د کموالي له امله په لومړي پړاو کې ۱۰۰۰ کسانو ته د پچې اچونې له لارې په کابل ولایت کې ځمکې ورکول کېږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمن اخلاقي د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۵» په دې مناست په جوړو شویو مراسمو کې وویل: "یوازې د ۱،۰۰۰ کسانو لپاره د التفات په ښارګوټي کې ځمکې شته، وموغوښتل د پچې اچونې له لارې مستحقو ته ځمکې ورکړو. نورو ته به په راتلونکي پړاو کې ځمکې ورکړل شي، هغه راستانه شوي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د عالي کمېشنرۍ فورمې لري او له مخکې نه ځمکه او د استوګنې ځای نه‌لري، د ځمکې مستحق ګڼل کېږي."

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمن اخلاقي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمن اخلاقي

د التفات ښارګوټی چې ۱،۰۰۰ کسانو ته به په‌کې ځمکې ورکړل شي د کابل ولایت د شکردرې په ولسوالۍ کې دی.

دغه وزارت تېر کال د بې‌ځایه او راستنو شویو کورنیو سروې او نوم‌لیکنه پیل کړه، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله بیا وځنډېده.

ښاغلي اخلاقي وویل، په کابل ولایت کې د دغو ځمکو د وېش د لړۍ له پیل سره سم په هرات کې هم راستنو شویو ته د ځمکو وېش پیل شوی دی.

ده دا هم وویل، په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې به هم راستانه شوي د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې راشي.

په ورته وخت کې د ښار جوړونې وزارت مرستیال عزیز احمد ګلستاني وویل، هره ورځ د کورنیو بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی او د ډېرو ځمکو د ځانګړي کولو اړتیا محسوسېږي.

XS
SM
MD
LG