د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

غزني کې د قره باغ جنګ ځپلي کډوال: کورونو ته ستنېږو، امنیت یې ټینګ کړئ


ارشیف
ارشیف

غزني ته له قره باغ ولسوالۍ څخه راکډه شوي کډوال وايي، حکومت دې په قره باغ ولسوالۍ کې امنیت ټینګ کړي، څو دوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

دغه کډوال لس ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو له برید وروسته له بازاره تر راګرځېدلو کلېو څخه راکډه شول.

د دغه کډوالو په سلګونه کورنۍ د ولسوالۍ نورو سیمو ته هم کډه شوي دي.

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ له میدانک کلي څخه یوه کډواله مېرمن چې لس ورځې وړاندې د سختو جګړو له امله د غزني مرکز ته راکډه شوې او اوس په ثقافت ماڼۍ کې د کډوالۍ ژوند کوي، وايي سیمه کې یې پر کورونو هاوانونه ولګېدل ځکه کډې کولو ته اړ شول.

د غزني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې دغې جګړې له قره باغ ولسوالۍ څخه ۱۵۳ کورنۍ د غزني ښار ته راکډه کړي
د غزني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې دغې جګړې له قره باغ ولسوالۍ څخه ۱۵۳ کورنۍ د غزني ښار ته راکډه کړي

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "جنګ وو، بدحالي وه، طالبان په کورونو راننوتل، هاوانونو مو کورونه را ړنګ کړل، یو کوچنی لمسی مې ټپي شو، دوه زامن او سپین ږیری مې هلته پاتې دي، په ماینونو کې مې دا لمسیان را ایستلي دي."

د غزني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې دغې جګړې له قره باغ ولسوالۍ څخه ۱۵۳ کورنۍ د غزني ښار ته راکډه کړي او په وینا یې ۱۲ سوه نورې کورنۍ بیا ولسوالۍ کې دننه امن سیمو ته بې ځایه شوي دي.

دغه کډوال غوښتنه لري چې دولت دې قره باغ ولسوالۍ کې د امنیت د ټینګښت په موخه ګړندي ګامونه پورته کړي، څو دوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

دوی وايي، هلته یې کورونه پرې ایښي، غواوې، څاروي او شنه کښتونه یې همداسې پاتې او خالي لاس راغلي دي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ "د غوايي میاشتې په لومړۍ نېټه' دغه کډوالو په ثقافت ماڼۍ کې په همدې موخه مظاهره هم کړې وه.

په غزني کې د سولې ولسي حرکت سیمه ییز مشر ښایسته خان غزنیوال وویل، مرکزي دولت دې غزني کې امنیت ټینګ کړي او د روانو جګړو د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

غزني کې امنیتي سرتیري
غزني کې امنیتي سرتیري

ښاغلي غزنیوال جګړو کې له ښکېلو لورو د ولسي خلکو د خونديتوب غوښتنه وکړه: "ولس څه ګناه کړې؟ چې تاسو د ولس کورونه پرې خالي کوئ او ورته وايئ چې ووځه هغه هم له ماشومانو سره په دې روژه کې، ځکه دی په کې سنګر نیسي، موږ پر دواړو لورو غږ کوو چې د خدای لحاظ ومنئ د ولس پر سر مه سپرېږئ، ولسمشره! تاته ولس رایه درکړې، د ولس غم وخوره."

د غزني چارواکي بیا وايي، ژمن دي چې دغه ولایت کې امنیت ټینګ کړي، خو په خبره یې وسله وال طالبان د عامو خلکو په کورونو، جوماتونو او سوداګریزو مارکټیونو کې ننوتي، نه شي کولای چې له یوه مخه د خلکو پر کورنو او مارکیټونو تعرضي عملیات پیل کړي.

د غزني امنیه قوماندان حکمت الله کوچی وايي، امنیتي ځواکونه به په ډېر احتیاط سره ګام پورته کوي.

نوموړی وايي، که افغان هوايي ځواکونه د وسله والو پر خلاف هوايي بریدونه کوي، ملکي خلکو ته یې زیان رسېږي.

ښاغلي کوچي زیاته کړه: "دا چې موږ ډېر له احتیاطه کار اخلو او یا زموږ عملیات لږ ځنډني دي، دلیل یې دا دی چې دښمن د ملکي خلکو کورونه سپر ګرځولي، ان تجارتي مارکېټونه او دوکانونه."

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، طالبان هېڅکله د خلکو له کورونو او مارکېټونو څخه پر امنیتي ځواکونو بریدونه نه کوي.

غزني کې وسله وال طالبان
غزني کې وسله وال طالبان

د نوموړي په خبره، وسله والو خپل سنګرونو جوړ کړي له هغه سنګرونو پر امنيتي ځواکونو بریدونه کوي.

شااوخوا لس ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ پر مرکز وسله وال برید وکړ او دغه جګړه درېیو ورځو ته وغځېده چې له هغه وروسته تر بازار راګرځېدلي کلي کډه کولو ته اړ شول.

د سیمې خلک وایي، دلته حالات اوس هم ترینګلي دي، د ولسوالۍ مرکز محاصره دی، بازار تړلی دی او خلک زیات په ستونزو کې راګېر دي.

XS
SM
MD
LG