د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د نښتو دوام؛ د 'حماس ډلې د یوه مهم مشر' کور بمبار شو


د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سختو نښتو دوام
د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سختو نښتو دوام

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سختو نښتو په دوام اسرائیلي چارواکو خبر ورکړی چې په غزه تړانګه کې یې د حماس ډلې د یوه مهم مشر یحیی سینوار کور بمبار کړی دی.

د سینوار د ورور کور هم بمبار شوی دی. د یحیی سینوار ورور محمد نومېږي چې د حماس ډلې د لوجستیک څانګې مشر دی.

په دې هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي، خو د اسرائیل پوځ نه‌دي ویلي چې په لسګونه وژل شویو کې د حماس ډلې دا مشران هم شامل دي که څنګه؟

د فلسطین روغتیايي چارواکو پرون ویلي چې تېر یوه اوونۍ نږدې ۲۰۰ فلسطینیان په غزه تړانګه کې وژل شوي. د دوی په خبره ۵۵ ماشومان او ۳۳ ښځې په وژل شویو کې شامل دي.

فلسطین کې پر غزې تړانګې د اسرائیل په هوايي حملو کې د ځینو وژل شویو مړي
فلسطین کې پر غزې تړانګې د اسرائیل په هوايي حملو کې د ځینو وژل شویو مړي

اسرائیلي چارواکو بیا ویلي چې د نښتو له پيله د حماس په راکټي بریدونو کې تر دې دمه ۱۰ کسان وژل شوي چې په‌کې یو پنځه کلن ماشوم او یو اسرائیلی سرتېری هم موجود دي.

د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا متحده ایالاتو او د اسلامي همکارۍ سازمان د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د دې تازه کړکېچ د سمدستي درېدو غوښتنه کړې ده.

د اسلامي همکارۍ سازمان پرون پر د اسرائیل او فلسطین په تازه کړکېچونو یوه بېړنۍ انلاین ناسته جوړه کړې وه.

د ناستې په پای اعلامیه کې پر غزې تړانګې د اسرائیل د بریدونو د سمدستي بندېدو غوښتنه وشوه. په اعلامیه کې د اسرائیل بریدونه غندل شوي او هغه‌یې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو په خلاف ښکاره نقض بللی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم د اسلامي همکارۍ سازمان په انلاین ناسته کې ګډون کړی و او په خپلې وینا کې یې د فلسطین له خلکو سره د ملاتړ اعلان وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

محمد حنیف اتمر ویلي: "د اسلامي همکارۍ سازمان او مسلمان امت د یوه ویاړلي غړي په توګه موږ له فلسطینیانو سره سولې ته د رسېدو او د هغوی د برخلیک د ټاکلو په هدف د مرستې لپاره چمتو یو. د افغانستان اسلامي جمهوریت د یوه خپلواک دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو له مشروع غوښتنې قوي ملاتړ کوي."

د اسرائیل او فلسطین نښتې د روژې له وروستیو پیل شوې کله چې فلسطیني لمونځ کوونکي په اقصی جومات کې د قدر شپې د عبادت لپاره ټول شوي وو.

له نښتو وروسته حماس ډلې د اسرائیل په لور سلګونه راکټونه وویشتل. اسرائیل که څه هم اکثر راکټي بریدونه په هوا کې شنډ کړل، خو په غبرګون‌یې د غزې په تړانګه هوايي بریدونه وکړل.

په بریدونو کې د الجزیرې ټلوېزیون او اسوشیټډ پرس اژانس ودانۍ هدف ګرځول شوې او بشپړه له‌منځه تللې.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي تر هغو به د فلسطیني وسله‌والو پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي چې اړتیا یې وي.

XS
SM
MD
LG