نړۍ
د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل په جنګي جنایتونو تورن کړ

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاضالمالکي اسرائیل په غزه تړانګه کې په جنګي جنایتونو تورن کړ.
المالکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرونۍ بېړنۍ غونډه کې وویل د هغه وحشت بیانولو ته الفاظ نهلري چې د فلسطین په خلکو تپل شوی.
د هغه په خبره اسرائیل په دې هڅه کې دی چې فلسطینیان له بیتالمقدسه ختم کړي.
اخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړ چې د اسرائیل او حماس جګړه به منځنی ختیځ یوه تازه ناورین ته یوسي چې د ده په خبره د کنټرول وړ به نهوي.
هغه د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه.
اخوا د اسرائیل پوځ وايي چې په غزه تړانګه کې د حماس ډلې د سیاسي څانګې د مشر یحیی سینوار په کور باندې یې هوایي برید کړی.
په دې برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي، خو نهده معلومه چې سینوار هم مړ دی که څنګه.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي تېر یوه اوونۍ د اسرائیلو په بریدونو کې نږدې ۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې پهکې ۵۵ ماشومان او ۳۳ ښځې شامل دي.
اسرائیل بیا ویلي چې د دوی لور ته ۱۰ کسان وژل شوي، یو پنځه کلن ماشوم او یو سرتېری هم پهکې شته.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په کريميا کې د چاودنو غږونه اوريدل شوي

د ټیلګرام څو چاینلونو د سپتمبر په دوه ویشتمه راپور ورکړ، چې د کریمیا په ټاپوزمه کې چې روسیې له خپلې خاورې سره الحاق کړې ده، د سواستوپول په ښار کې د حرارتي بریښنا فابریکې ته څېرمه د چاودنو غږونه اوریدل شوې دي.
دا چاودنې په داسې وخت کې شوې دي چې ژغورونکي په تورسمندرګي کې د روسیې د بیړیو پر مرکزي دفتر د ورځې په پيل کې د لګیدلو توغندیو له امله د رامنځته شويو ورانيو ویجاړيو په پاکولو بوخت وو.
د کریمسکي ویتر ټیلګرام چاینل خبر ورکړ، چې د حرارتي بریښنا مرکز ته زیان نه دی اوښتی.
په کریمیا ټاپوزمه کې د روسیې له لورې ګمارل شوی والي میخایل رازفوژییف په تیلګرام کې دا خبر رد کړی دی چې د بریښنا په کوم مرکز دې د توغندیو برید شوی وي.
د چين ولسمشر نن د اسيا د المپيک سيالۍ افتتاح کوي

د چین ولسمشر شي جینپنګ به نن د دغه هیواد په هانژو ښار کې د اسیاد المپیک لوبې پرانیزي.
دا لوبې د چین د کورونا د سختو تدابیرو له امله یو کال وځنډیدې.
په اسیایي لوبو کې به د پنځه څلویښت هیوادو تر دولس زره ډېر لوبغاړي برخه واخلي او څلوېښت بېلابېلې لوبې به ترسره شي.
ارمنستان: لسګونه حکومت ضد مظاهره چیان نیول شوي

د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې پولیسو په لسګونو مظاهره چیان نیولي دي.
د ارمنستان پولیسو پرون وویل، څلور اتیا هغه کسان یې توقیف کړي دي چې د پولیسو د امر اطاعت یې نه کاوه.
د ارمنستان اپوزیسیون ډلو وروسته وویل، چې تر اوسه شاوخوا درې نیم سوه اعتراض کوونکي نیول شوي دي.
په نیول شویو کسانو کې د ارمنستان د پخواني ولسمشر رابرت کوچارین زوی لیوون کوچارین هم شامل دی.
د ارمنستان د اپوزیسیون مشرانو پرون له واکه د صدراعظم نیکول پاشنیان د لرې کیدو لپاره له خپلو پلویانو وغوښتل چې مظاهرې وکړي.
اعتراض کوونکي وایي چې دوی به خپلو مظاهرو ته تر هغو دوام ورکړي چې پاشنیان له واکه لاس نه وي اخیستی.
په ایران کې د معترضانو د ځپلو خبر ورکړل شوی

د ایران د بشري حقونو د څار ډله چې په ناروې کې مېشته ده، وایي، ایراني ځواکونو پروسږکال قصدا د اعتراض کوونکو سترګې او مخ په نښه کاوه او هغوی یې ځپل.
په ایران کې د دوه ویشت کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته اعتراضونه پيل شول.
مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې تر وهلو او شکنجې وروسته بیسده شوه او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د ایران د بشري حقونو د څار په راپور کې چې پرون خپور شو، راغلي دي چې یوازې یې د یوسل او اته دیرش اعتراض کوونکو په سترګو کې د ټپونو نښې ثبت کړې دي.
کرکټ؛ د نولس کلنو ځوانانو د راتلونکي نړیوال جام نېټې او لوبډلې معلومې شوې

د کرکټ نړیوالې شورا د نولس کلنو ځوانانو ترمنځ د راتلونکي نړیوال جام نیټې، لوبډلې او ګروپ بندي اعلان شوه.
په اعلان شوې ګروپ بندۍ کې افغانستان په ډي ګروپ قرار لري او د ګروپ نورې لوبډلې یې پاکستان، نیوزیلنډ او نيپال دي.
یاد جام به د ۲۰۲۴ ز کال د جنورۍ میاشتې ۱۳مه نېټه د سریلانکا هېواد په کوربتوب پيل شي.
دا ځل د نولس کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلې په څلور بېلابېلو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي.
د ویلو ده چې تېر نړیوال جام کې په ویسټ اینډیز کې ترسره شوی و چې افغانستان په نیمه پایلوبه کې انګلستان ته سیالي بایللې وه.
په هانګژو کې د سوریې او چین د ولسمشرانو لیده کاته شوي

د چین دولتي رسنیو د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره د شي جین پینګ د کتنې خبر ورکړ.
اسد پرون په رسمي سفر چین ته ورسېد.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سوریې ولسمشر په دې سفر کې هڅه کوي د خپل وران شوي هېواد په بیا رغونه کې د چین ملاتړ ترلاسه کړي.
بشار اسد به سبا په هانګژو ښار کې د اسیايي سیالیو د ۱۹ دورې د پرانیستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
د چین دولتي خبري اژانس، سینهوا راپور ورکړ چې شي جین پینګ نن په هانګژو ښار کې له بشار اسد سره کتلي دي.
له منځني خیتځ بهر، چین یو له هغو څو ګوته په شمېر هېوادنو څخه دی چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته بشار اسد هلته سفر کوي.
د سوریې کورنۍ جګړه چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې وه، څه باندې پنځه سوه زره په کې وژل شوي، میلیونونه تنه بېځایه شوي او د دې هېواد بنسټونه او نورې صنایع په کې زیایمنې شوي دي.
د اوکراین ولسمشر د کاناډا پارلمان ته وینا کوي

تمه ده د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن د کاناډا په پارلمان کې وینا وکړي.
دا وینا د هغه کمپاین برخه ده چې زیلینسکي غواړي د روسیې پر ضد جګړه کې د لوېدیځو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.
د اوکراین ولسمشر په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او نورو قانون جوړونکو سره تر کتنې وروسته د کاناډا پلازمېنې ته لاړ او د دې هېواد صدارعظم جاستن ترودو د اوتاوا په هوايي ډګر کې ښاغلی زیلینسکی ته ښه راغلاست ووایه.
تمه ده چې ترودو به هم نن پارلمان ته وینا وکړي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې کاناډا ته د اوکرین د ولسمشر دا لومړی سفر دی.
د جګړې له پیل وروسته زیلینسکي په انلاین ډول د کاناډا پارلمان ته وینا کړې وه.
په لاتویا کې شاوخوا ۳۵۰۰ روسي اتباع د کډوالۍ ادارې لیکونه ترلاسه کوي

په لاتویا کې شاوخوا ۳۵۰۰ روسي اتباع دا اوونۍ د کډوالۍ ادارې لیکونه ترلاسه کوي چې په کې د دغه هېواد نه د وتلو په اړه ورته ویل شوي.
د لاتویا د مهاجرت ادارې پرون سپټمبر ۲۱مه وویل هغه کسان چې د خپل دایمي استوګنې د مودې غځولو لپاره یې اړین اسناد نه دي سپارلي او یا یې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د لاتویا ژبې د ازموینې لپاره نوملیکنه نه ده کړې باید د نومبر تر ۳۰مې له لاتویا څخه ووځي.
د مهاجرت د قانون د تعدیل پر بنسټ چې په ۲۰۲۲ کال کې د لاتویا د پارلمان له خوا تصویب شو، پر اوکراین د مسکو د برید په غبرګون کې د روسي اتباعو د استوګنې مقررات سخت شول.
په لاتویا کې د اوسېدو په خاطر باید د روسیې اتباع د دایمي استوګنې لپاره غوښتنه وکړي او د لاتویا ژبه زده کړي.
اوکراین جګړه؛ زیلینسکي په دې جګړه کې د امریکا له مرستو مننه کړې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وکتل او د امریکا له مشر یې مننه وکړه چې له اوکراین سره یې د روسیې پر ضد جګړه کې مرسته کړې ده.
له خپل امریکايي سیال سره تر پرونۍ لیدنې مخکې زیلینسکي د امریکا د کانګرس او د امریکا د پوځ له مشرانو سره هم کتلي وو.
بایډن له زیلینسکي سره په لیدنه کې د روسیې له یرغل سره د مبارزې په برخه کې د اوکراین د خلکو د زړورتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې د امریکا خلک هوډمن دي او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره به هر څه وکړي چې نړۍ به د اوکراین تر څنګ ودرېږي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې متحده ایالات اوکراین ته د پام وړ نوي هوايي دفاعي وړتیا ورکوي، خو دا مهال کییف ته د اوږد واټن ویشتونکي اکتامس توغندي نه ورکوي.
دا ډول توغندي تر ۱۹۰مایله واټن وهلی شي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د عامو انتخاباتو نېټه اعلان کړه

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د عامو انتخاباتو نېټه اعلان کړه.
دغه کمېسیون پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د راتلونکي ۲۰۲۴ د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ به انتخابات ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د انتخاباتي حوزو ابتدايي لېست د ډسمبر په ۲۷مه نېټه اعلان شي.
پخوا د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون ویلي وو چې تر ډسمبر پورې به انتخاباتي حوزې معلومې او ورپسې سمدستي د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.