د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د اسرائیل صدراعظم خبرداری: د فلسطین د افراطي وسله‌والو ضد مبارزه دوام کوي


فلسطین کې د اسرائیل بمبارئ
فلسطین کې د اسرائیل بمبارئ

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وایي، د فلسطین د افراطي وسله‌والو په وړاندې به اوسنۍ پوځي مبارزه د اړتیا تر حده دوام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او د امریکا متحده ایالاتو د وضعیت د کرارېدو غوښتنه کړې ده.

بنیامین نتانیاهو پرون شنبه دغه خبرداری داسې مهال ورکړ چې د اسرائیل پوځ په غزه کې د جګپوړو چارواکو او د حماس د قوماندانانو پر څو اهدافو هوایي بریدونه وکړل.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د حماس ډلې مشرانو ته وویل چې نه به د ځمکې پر سر او نه به هم تر ځمکې لاندې پټ پاتې شئ.

پرون تر دې مخکې د اسرائیل پوځ، په یوه هوایي برید کې په غزه کې د حماس ډلې د سیاسي څانګې د مشر یحیی سنوار کور د ویشتلو خبر ورکړ، خو دا یې نه‌دي ویلي چې سنوار په خپله وژل شوی که نه.

پرون شنبه پر غزه ښار د اسرائیل په هوايي بریدونو کې هغه دنګه ودانۍ هم ویجاړه شوه چې د نړیوالو خبري رسنیو دفترونه په‌کې وو.

د اسرائیل په هوايي بمباریو کې په فلسطین کې ویجاړې شوې ودانۍ
د اسرائیل په هوايي بمباریو کې په فلسطین کې ویجاړې شوې ودانۍ

د اسرائیل پوځ وايي، د دې ودانۍ ویجاړول ځکه مؤجه کار و، ځکه د دوی په وینا داسې پوځي شتمنۍ په‌کې وې چې په حماس ډلې پورې مربوطې وې.

فلسطیني چارواکي وایي له تېرې دوشنبې چې نښتې پیل شوي د ۴۷ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۷۴ کسان وژل شوي، دغه‌راز ۱،۱۰۰ تنه هم ټپیان شوي دي، خو اسرائیل وايي په وژل شویو کې په لسګونو افراطي وسله‌وال شامل دي.

اسرائیل خپل لوري ته د ۱۰ کسانو وژنه تأیید کړې چې دوه په‌کې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ملکي تلفاتو په اړه خپګان او د رسنیو پر دفترونو یې د اسرائیل د هوایي بریدونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک په یوه اعلامیه کې وویل: "سرمنشي ګوترش ټولو اړخونو ته یادونه وکړه چې په ړندو بمباریو ملکي او د رسنیو اهداف په نښه کول له نړیوال قانون څخه سرغړونه ده، باید ژر تر ژره ودرول شي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک

په پام کې ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د دغه تاوتریخوالي پر موضوع په خپله غونډه کې بحث وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل وايي، د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به راروانه سې شنبه په بېړنیو وېډیويي خبرو کې د دې جګړې پر زیاتېدو بحث وکړي.

بل‌خوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم پرون د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره خبرې وکړې او دواړه‌یې د وضعیت کرارېدو ته وهڅول.

راپورونه وايي د شخړو له پیله د فلسطین وسله‌والو ډلو پر اسرائیل لږ تر لږه ۲،۳۰۰ راکټونه توغولي دي.

د اسرائیل پوځ وايي، حماس ډلې نن یکشنبه سهار هم د اسرائیل پر قلمرو نور راکټونه ویشتلي دي.

XS
SM
MD
LG