نړۍ
اسراییل پر غزې خپلې حملې لا پسې شدیدې کړي
د اسراییل هوايي ځواک پرون جمعه پر غزه خپلې حملې لا پسې شدیدې کړي.
راپورونه وايي، په دغو حملو کې چې په پرله پسې ډول یې ۴۰ دقیقې دوام وکړ، ۱۳ کسان وژل شوي دي.
په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په وژل شویو کې یوه مور او د هغې درې ماشومان هم شامل دي.
بل خوا اسراییل وايي، د درنو حملو هدف، د هغې سمڅې له منځه وړل وو چې د حماس ډلې افراطي وسله والو د تګ راتګ لپاره ترې استفاده کوله او راکټونه یې لېږدول.
د حماس ډلې له خوا هم د اسرائیل پر جنوب راکټي حملې روانې وې.
د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، له دوشنبې راهیسې د اسرائیل په حملو کې ۱۲۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰۰ زیات نور ټپیان دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر منځګړي بیا تهران ته تللي
د قطر منځګړي یو ځل بیا تهران ته تللي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او هوکړې ته د رسېدو هڅې روانې وساتي.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ (د لړم اتمه) د یوه باخبره چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د قطري منځګړو خبرې له واشنګټن سره په همغږۍ ترسره کېږي، خو د نویو خبرو اترو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
دا په تېره یوه اوونۍ کې ایران ته د قطري منځګړو دوهم سفر دی. د ایران حکومت تر اوسه په رسمي ډول سفر نه دی تایید کړی.
قطري منځګړو دا سفر وروسته له هغه کوي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي ته یو لیک واستاوه. د ځینو راپورونو له مخې، په دې لیک کې د مخامخ خبرو اترو د بیا پیلولو وړاندیز شوی و.
قطر تېره یکشنبه ایران ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه وړاندیز مسوده سپارلې وه، خو د ایران یوه جګپوړي چارواکي دغه وړاندیزونه «نه منونکي» بللي وو او ټینګار یې کړی و چې د اتومي پروګرام په اړه د تهران دریځ نه دی بدل شوی.
بایننس: په سایبري برید کې د ۶.۳ میلیارده ډالرو په ارزښت ډیجیټلي پیسې غلا شوې دي
د نړۍ د مجازي پیسو د تبادلې تر ټولو لویې ادارې «بایننس» خبر ورکړی چې د یوه سایبري برید له امله یې د شاوخوا شپږ میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ډیجیټلي شتمنۍ اغېزمنې شوې دي.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، راپور ورکړی چې د مجازي یا ډیجټلي پیسو د راکړې ورکړې د څارنې دوو امریکايي شرکتونو، «ټيآراېم لېبز» او «چېنانالېسز»، د دغه برید پړه د شمالي کوریا پر هکرانو اچولې ده.
د ټيآراېم لېبز په وینا، بریدګرو د بلاکچېن په ۱۰ شبکو کې د بایننس اړوند برېښنايي زېرمه په نښه کړې او د شتمنیو ډېره برخه یې په شاوخوا ۲۰ دقیقو کې بل ځای ته لېږدولې ده.
دغه شرکت ویلي چې د برید طریقه د شمالي کوریا له هکرانو سره تړلو پخوانیو سایبري غلاوو ته ورته ده او په لوړه کچه ډاډ لري چې د دغه هېواد هکران په برید کې لاس لري.
بایننس ویلي چې د مجازي پیسو په برخه کې له فعالو شرکتونو سره په همکارۍ یې تر اوسه د دغه برید اړوند شاوخوا درې میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کړې دي. خو د پاتې درې میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت شتمنیو برخلیک لا هم روښانه نه دی.
بایننس په یوه بیان کې ویلي چې لومړنۍ څېړنې ښيي، بریدګرو ښايي لومړی د دغه شرکت د یوه تخنیکي انجنیر لپټاپ ته ننوتی وي او له همدې لارې یې سایبري برید ترسره کړی وي.
پاکستان کې د بشري حقونو یوه مدافع او خاوند یې په ۱۰ کاله بند محکوم شول
په پاکستان کې یوې محکمې د بشري حقونو مدافع وکیله ایمان زینب مزاري او خاوند یې هادي علي چټه په ۱۰ کاله بند محکوم کړل.
دا په یو کال کې دوهم ځل دی چې دا جوړه د امنیتي تدابیرو د ګډوډولو په یوه قضیه کې مجرمه پېژندل کېږي.
دا ځل ایمان مزاري او خاوند یې په ۲۰۲۴ کال کې د کرکټ د یوې نړیوالې لوبې پر مهال د امنیتي تدابیرو په ګډوډولو تورن شوي دي.
ایمان مزاري او خاوند یې د پاکستان د پوځ له سرسختو منتقدانو څخه دي.
اسپانیا کې د اورګاډو د ټکر د قربانیانو په یاد ملي ماتم اعلان شوی
په اسپانیا کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.
روېټرز خبري اژانس لیکي چې د درېیو ورځو لپاره به د اسپانیا بیرغ د دوو اورګاډو د ټکر په خونړۍ پېښه کې د قربانیانو په یاد نیمه ځوړند وي.
په عین حال کې اسپانیوي چارواکو ویلي چې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي.
د چهارشنبې په ورځ د اسپانیا د پلازمېنې مادرید په جنوب کې دوو چټکو اورګاډو ټکر وکړ چې له کبلهیې ۶۹ کسان مړه شول.
دا پېښه په روان کال کې د اسپانیې د اورګاډي په پټلۍ کې دوهمه خونړۍ پېښه بلل شوې.
اسپانیوي چارواکو لا تر اوسه په دې پېښه کې د ټپي کسانو کره شمېر نهدی خپور کړی.
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه ۱۴ کسان ووژل شول
د اوکراین پر دونیپرو ښار د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
اوکرایني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بېپیلوټه الوتکو په دې بریدونو کې د ډنیپرو ښار د ملي ریلګاډي تمځای په نښه شوی دی چې ۱۰ کسان پهکې ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي دا بریدونه غندلي او زیاته کړې یې ده چې روسیه ملکي وګړي په نښه کوي.
روسیې په وروستیو کې پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تېره میاشتیې له بهرنیو ډيپلماتانو غوښتي و چې له دې هېواده ووځي.
اپل کمپنۍ په مکبوک لابټاپونو کې د ټچ سکرین لرونکي ماډلونه معرفي کړل
اپل کمپنۍ له څه باندې یوې لسیزې مخالفت وروسته، بالاخره په مکبوک لابټاپونو کې د ټچ یا لمسي سکرین لرونکي خپل لومړني ماډلونه معرفي کړل.
د اپل اجرائیوي رئیس، جان ترنوس، په لاس انجلس کې د مکبوک پرو یو ماډل د OLED سکرین په لرلو معرفي کړ او ویې ویل چې د مک کمپیوټرونه اوس د پخوا په پرتله لا پیاوړي شوي دي.
په داسې حال کې چې وینډوز کمپیوټرونه له کلونو راهیسې د لمسي سکرین ټکنالوژي کاروي، اپل هم اوس د نوي نسل کاروونکو د غوښتنو په ځواب کې دا ټکنالوژي خپلو مکبوک کمپیوټرونو ته راوړي.
رپوټونه وايي د امریکا مرستیال ولسمشر د ایران د ملی امنیت د عالي شورا منشي ته لیک استولی دی
امریکايي رسنیو د چهارشنبې په ورځ، د لړم په شپږمه، راپور ورکړ چې پر ایران د امریکا د نویو بریدونو د بیا پیل د احتمال په زیاتېدو سره، د سیمې هېوادونو د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوه ډیپلوماټیک توافق لپاره هڅې چټکې کړي دي .
بلخوا، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم د امریکايي چارواکو او له موضوع د باخبره کسانو په حواله ولیکل چې د امریکا د ولسمشر مرستیال، جې ډي ونس، د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره د ایران دملي امنیت شورا له منشي سره په تعامل کې دی.
اکسیوس رسنۍ د لیک د محتوا په اړه د یو امریکايي چارواکي په حواله لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ مرستیال په خپل لیک کې محسن رضايي ته ټینګار کړی چې د امریکا د پوځي بریدونو د مخنیوي لپاره هر ډول خبرې اترې «د اټومي موضوع په اړه بحث ته اړتیا لري».
د دې خبر له خپرېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل مرستیال له لوري د دغه لیک لېږل تایید کړل، خو د محتوا په اړه یې وویل:
«هغوی د طبي تجهیزاتو او بېلابېلو نورو شیانو د برابرولو لپاره مرستې ته اړتیا لري. جي ډي ونس له ما څخه زما نظر وپوښت. ما ورته وویل، که غواړې دا کار وکړې، کومه ستونزه نشته. په حقیقت کې، موخه دا ده چې د مرستو کاروانونو ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي، څو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.»
محسن رضايي چې له محمدباقر ذوالقدر وروسته د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي شو، تر دې مخکې یې تر ټولو نورو د اوږدې مودې لپاره د سپاه پاسداران ځواکونو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
ښاغلي ونس هم له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته د نښتو دپای ته رسولو لپاره دتهران او واشنګټن ترمینځ دخبرو اترو په څو پړاونو کې دامریکا دمرکچي پلاوي مشري کړې ده.
کویټ د ایران سفیر احضار کړ
د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ «د لړم په پنځمه» په دغه هېواد کې د ایران د سفیر د احضار خبر ورکړ.
وزارت وویل چې د ایران د سفیر د احضار پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د ایران سفارت یوه اعلامیه خپره کړه.
کویټي چارواکو دغه اعلامیه د کویټ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.
کویټ د سېشنبې په ورځ درې کسان چې یو یې د عبدالرضا حیدر دهقاني په نوم د ایران تبعه دی، د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د جاسوسۍ، د لبنان له حزبالله ډلې سره د همکارۍ او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د ترور د پلان جوړولو په تور په اعدام محکوم کړل.
د دې پرېکړې په غبرګون کې، د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې د کویټ په امنیتي مسائلو کې د دغه ایراني وګړي لاس لرل رد کړل او دا موضوعیې "د کویټ په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې په اړه د بېبنسټه او زړو سناریوګانو تکرار» وبلله.
په وروستیو میاشتو کې د تهران او کویټ اړیکې وروسته له هغې لا ترینګلې شوې چې ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو په ځواب کې پر کویټ د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
پر ایران د احتمالي برید په اړه د ټرمپ تازه خبرداری: "هر څه ممکن دي"
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، پر ایران د احتمالي بریدونو د بیا پیلولو په اړه چې ښايي د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته ترسره شي، ویلي دي چې «هر څه ممکن دي».
ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په سهار، د ټکزاس ایالت څخه د ستنېدو پر مهال، خبریالانو ته وکړې.
هغه زیاته کړه: "هغوی غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو مخکې یې هم غوښتل چې هوکړه وکړي، مګر دوی غواړي موضوع وځنډوي. ښايي د ټاکنو یا ورته څه شي په تمه وي، خو دا به ورسره مرسته ونهکړي. ټاکنې به ورسره مرسته ونهکړي."
ټاکل شوې ده چې د امریکا منځمهالې ټاکنې د نومبر په درېیمه ترسره شي.
اسپانیه کې د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له امله ۶۸ کسان مړه شول
په اسپانیه کې د چهارشنبې په ورځ «د اکټوبر په ۲۸مه» د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۸ کسان مړه شول.
دا پېښه په روان کال کې د اسپانیې د اورګاډي په پټلۍ کې دوهمه خونړۍ پېښه بلل شوې او له ۲۰۱۳ کال راهیسې په اروپا کې د اورګاډي تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.
د اسپانیې د ترانسپورټ وزیر وویل چې پېښه د پلازمېنې مادرید په سوېل کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه اورګاډي ته پر خپل مسیر د حرکت د دوام اجازه په داسې حال کې ورکړل شوه چې د هغه مخې ته د بل اورګاډي د درېدلو له امله د تم کېدو سور څراغ لا هم روښانه و.
د اسپانیې چارواکو تر اوسه د ټپیانو د شمېر په اړه کره معلومات نهدي خپاره کړي، خو د دغه هېواد د روغتیا وزیرې، مونیکا ګارسیا، پر اېکسپاڼه له خلکو غوښتي چې د ټپیانو د مرستې لپاره وینه ورکړي.