د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ تاوتریخوالی؛ لږ تر لږه ۵۶ تنه په غزه کې وژل شوي


د اسرائیل او فلسطین ترمنځ نښته
د اسرائیل او فلسطین ترمنځ نښته

د مې له ۱۰مې نېټې راهیسي چې د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی، لږ تر لږه ۵۶ کسان په غزه کې وژل شوي دي.

روغتیایي چارواکي وایي په دې کې ۱۴ هغه فلسطیني ماشومان شامل دي چې په دې اخ‌وډب کې راګیر شوي وو. ۶ کسان هم په اسرائیل کې وژل شوي دي.

اسرائیل تازه ویلي چې د حماس ډلې ۱۶ غړي یې پرون په غزې تړانګه کې وژلي دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې په وژل شویو کې د غزې ښار لپاره د حماس یو قوماندان او د دې ډلې نور لوړپوړي غړي هم شامل وو.

ښاغلی نتانیاهو وايي: ​"دا یې یوازې پیل وو، موږ به دوی دومره وځپو چې هېڅکله‌یې فکر هم نه‌کاوه."

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

تر دې اعلان وروسته یو نوی توغندی د اسرائیل پر اشدود ښار وتوغول شو. اسرائیلي رسنیو ویلي چې پوځ په تل‌ابیب سیمه کې د نویو غبرګونونو لپاره چمتووالی نیسي.

حماس ډلې په یوې اعلامیه کې د خپل قوماندان او نورو مشرانو وژل کېدل منلي دي. د دې ډلې مشر اسماعیل هنیه په اعلامیه کې زیاته کړې چې له دښمن سره مقابله پای نه‌لري.

په یوه جلا پېښه کې اسرائیلي جنګي جټ الوتکو د مې پر ۱۲مه په دوو بمونو سره په غزه کې یوه ۱۴ پوړیزه ودانۍ ویجاړه کړه.

دا یوه سوداګریزه ودانۍ وه چې د حماس د الاقصی ټلوېزیوني چینل هم په‌کې و.

حماس ویلي چې د دې په غبرګون کې یې ۱۳۰ توغندي پر اسرائیلو ویشتلي دي.

پر غزې تړانګې د اسرائیل راکتي حملې
پر غزې تړانګې د اسرائیل راکتي حملې

یوې فلسطیني سرچینې ویلي چې د مصر، قطر او ملګرو ملتونو له‌خوا د اوربند هڅې نه‌دي توانېدلي چې د دواړو لورو ترمنځ د روانې اوونۍ تاوتریخوالی کم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا پېښې وېروونکې بللي او وایي چې یو لوړپوړی سلاکار به د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د وضعیت د کرارولو لپاره سیمې ته ولېږي .

بلېنکن ویلي چې اسرائیل حق لري د ترهګرو د بریدونو پر وړاندې د خپل ځان او خپلو وګړو دفاع وکړي، خو دا هېواد باید د بې‌ګناه فلسطینیانو د خوندي کېدو لپاره پر ټولو ممکنه اقداماتو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG