د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

پنټاګون: افغان هوايي ځواک لاهم د قراردادیانو په ملاتړ متکي دی


ارشیف، د افغانستان هوايي ځواک یو شمېر سرتېري
ارشیف، د افغانستان هوايي ځواک یو شمېر سرتېري

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وایي، افغان هوايي ځواکونه لاهم د قراردادیانو په ملاتړ متکي دي.

د پنټاګون ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» خبریالانو ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه د افغانستان هوایي ځواک، د قراردادیانو ملاتړ ته اړتیا لري او د متحده ایالاتو همکاري به له دغو ځواکونو سره په غیر ملموس ډول دوام وکړي.

ښاغلي کربي د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: "لکه څنګه چې موږ وویل، د دوی څخه ځیني په ځانګړې توګه هوایي ځواک، د قرارداديانو ملاتړ باندې تکیه کوي او ځیني [قراردادونه] لاهم په هغه هېواد کې ترسره کېږي، مګر دا قراردادونه به متفاوت وي د هغو په پرتله چې اوس شتون لري."

ښاغلي کربي وویل چې امریکایي سرتېري به نور په افغانستان کې حضور ونه‌لري او له افغانستان څخه به د متحده ایالاتو ملاتړ تر ډېره مالي برخه کې وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې دغه مرستې به د اوسنیو مرستو په پرته غیر ملموسې وي.

د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون ویاند جان کربي
د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون ویاند جان کربي

د افغانستان هوایي ځواک د دغه هېواد له مهمو پوځي برخو شمېرل کېږي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره‌یې په اړه اندېښنې مطرح کېږي.

له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو او له افغان هوایي ځواک څخه د امریکا د ملاتړ د څرنګوالي په بدلون سره اوس دغه ځواک له نوي ازمایښت سره مخ دی.

د جګړې په ډګر کې د ځمکنیو ځواکونو ملاتړ او د مخالفینو په نښه کول د دې ځواکونو له اصلي دندو څخه ده.

که څه هم د ملي دفاع وزارت د ورځنيو هوایي بریدونو په اړه ارقام نه‌وړاندې کوي، خو چارواکي وايي چې دوی د دولتي ځواکونو په ملاتړ هره ورځ تر۶۰ پورې ټرانسپورتي الوتنې ترسره کوي.

د وسلو او مهماتو رسول او د جګړې په ډګرونو کې د ټپيانو لېږد د دغو ځواګونو بله دنده ده.

د افغانستان د هوايی ځواک د انتقالاتو د برخې مسؤل ذبیح‌الله اکبري وايي: "د افغانستان هوايي ځواکونه د دې وړتیا لري چې خپلو ټولو پوځیانو ته رسېدنه وکړي او دغه‌شان شهیدانو او تپیانو ته هم. موږ په ورځ کې له ۵۰ تر ۶۰ پروازونه لرو."

د شمېرو له مخې، د افغانستان اردو ۱۷۰ الوتکې او هلیکوپټرې لري.

خو ځیني پخواني پوځي چارواکي په دې باور دي چې د افغانستان هوایي ځواک په هغه ډول چې باید پیاوړی شوی وی، نه‌دی شوی.

د افغانستان د هوایي ځواک پخواني قوماندان عتیق‌الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل: "لکه څنګه چې اړینه وه چې یو هوایي ځواک ولرو هغې شان ونه‌شول، زه دا ځکه وایم چې که د هوایي ځواک لپاره اړین توکي په وخت سره برابر شي، له هرې نقطې څخه اکمالات او تخنیکي پرسونل کولای شي په خپلو پښو ودرېږي بیا دوی کولای شي خپله دنده ترسره کړي."

ارشیف، د افغان هوايي ځواکونو الوتکې
ارشیف، د افغان هوايي ځواکونو الوتکې

په داسې حال کې چې بهرنيان د دغو ځواکونو ترڅنګ د مشورې ورکولو وروستۍ ورځې تېروي، خو د هوایي عملیاتو او مسؤلیتونو سپارلو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

خو د ملي دفاع وزارت وايي چې د افغانستان هوايي ځواک د جګړې بشپړ مسؤلیت اخیستی دی.

د هوایي تخنیک او خفظ او مراقبت د برخې قوماندان عبدالفتاح اسحاق‌زي وویل: "موږ د Mi17 الوتکو په برخه کې بشپړ وړتیا لرو او مستقل کار کوو، MD الوتکو په برخه کې هم موږ ۷۰ سلنه مستقل یو، د هیا بال په الوتکو کې تاسې ګورﺉ چې دا اوس پرسونل کار کوي، موږ ۷۰ تر ۸۰ سلنې پورې مستقله وړتیا لرو، په تېرو لس پنځلسو کلونو کې د نړیوالو همکارانو په مرسته نږدې یو زرو ۶۰۰ کسان په مسلکي ډول روزل شوي دي."

خو په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزارت له افغان ځواکونو سره د همکارۍ ډاډ ورکوي، وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور ناوړه پایلو په تړاو خبرداری ورکړی.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل،که بهرني ځواکونه او د هغوی قراردادیان په افغانستان کې پاتي شي دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د الوتکو د ساتنې او تخنیکي اړتیاوو پوره کول د هوایي ځواک د بقا لپاره یو له خورا مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، نړیواله ټولنه او متحده ایالات په دې برخه کې ژمن دي: "نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه متحده ایالات د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي. دوی د افغانستان هوایي ځواک څخه تخنیکي او مالي مرستې او ملاتړ ته دوام ورکوي."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

له دې وړاندې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو عمومي سرمفتش (سیګار) د ۲۰۲۱ کال په لومړیو درېیو میاشتو راپور کې ویلي چې د افغانستان هوایي ځواک نه‌شي کولای چې د متحده ایالاتو له دوامدار ملاتړ پرته له څو میاشتو څخه د ډېرې مودې لپاره په جګړه کې دوامداره اغېز ولري.

بل‌خوا د اپرېل په ٢٢مه په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنت فرانک مک‌کنزي د امریکا سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې استماعیه غونډه کې د افغان ځواکونو په وړتیاوو شک څرګند کړی و.

د افغانستان هوایي ځواک په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا او ناټو په مرسته بیا جوړ شو چې دا مهال د افغانستان د پېچلې جګړې دروند پېټی د دغو ځواکونو پر اوږو پروت دی.

XS
SM
MD
LG