د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۰۰

د امریکايي ځواکونو هوايي حمله؛ پر کندهار هوايي ډګر توغنديز برید شنډ شو


ارشیف، افغانستان کې د امریکايي هوايي ځواکونو یوه هوايي حمله
ارشیف، افغانستان کې د امریکايي هوايي ځواکونو یوه هوايي حمله

امریکايي ځواکونو د یوه هوايي حمله په پایله کې هغه توغندي په نښه کړي چې پر کندهار هوايي ډګر د توغول کېدو لپاره چمتو شوي وو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت پر خپل ټویټر لیکلي، دا برید پرون مازدیګر شوی.

ښاغلي لګېت په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو دا ټویټ‌یې نږدې پر دې هوايي ډګر د یوه توغندي له لګېدو او ډزو دوه ساعته وروسته کړی دی. لګېت وايي، د کندهار پر هوايي ډګر ډزو ځاني او مالي زیان نه‌لري.

که څه هم د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی، خو طالبانو پرون خبرداری ورکړ چې د مې له لومړۍ نېټې وروسته، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو پاتې کېدل دوی ته د هر ډول اقدام لار پرانیزي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم طالبانو ته د دې ډول پېښو د دوام د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه په یوه پیغام کې طالبانو ته په اشارې وویل: "پر نړیوالو ځواکونو برید به تېروتنه وي. موږ پوځي وسایل لرو چې د ائتلافي قواوو پر ضد هر ډول بریدونو ته ځواب ووایو او داسې امکانات هم لرو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ پرې وکړو."

خو د دې پېښې د مسؤلیت منلو او نه‌منلو په اړه طالب ویاندویانو د ازادي راډیو پیغام ته ځواب ورنه‌کړ.

خو له دې وړاندې دې ډلې پر کندهار هوايي ډګر او د خوست پر یوه نظامي مرکز چې بهرني عسکر په‌کې مېشت و، د توغندیزو بریدونو مسؤلیت منلی و.

په همدې حال کې طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، دا ډله به د خپل مجبوریت پر بنسټ، له دې وروسته، دا ډول بریدونو ته مخه کړي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وړاندیز کوي چې د دې ډول پېښو د بدو پایلو د مخنیوي لپاره باید دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.

سید اکبر اغا زیاتوي: "زه فکر کوم دا د طالبانو مجبوریت دی چې دا کار کوي. دوی پر هغې خبرې بسنه وکړه چې د خپلو عسکرو د وتو لپاره‌یې مهالوېش اعلان کړ او تفاهم ته‌یې اړتیا پیدا نه‌کړه. نو پر همدې بنسټ، طالبان د خپل هوډ د عملي کېدو لپاره دا ډول اقدام وکړ، یا به‌یې کوي."

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا

خو د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد بیا د طالبانو دا بریدونه د سیمې د هېوادونو په خوښه پر نړیوالې ټولنې د فشار راوستو په هدف ګڼي.

ښاغلی ازاد وايي: "د طالبانو له‌خوا پر امریکايي ځواکونو د بریدونو بیا پیل د دې ښکارندويي کوي چې په سیمه کې د طالبانو ملاتړي هېوادونه چې اوس په بحث کې له متحده ایالاتو سره ښکېل دي، غواړي چې فشار وارد شي او د افغانستان د مسئلې د حل پر مهال، یعنې په افغانستان کې د سیاسي تحول او سیمه‌ییز اتصال پر مهال د دوی ګټې خوندي کړي او ډېر امتیازات ترلاسه کړي."

که څه هم پرون روېټزر اژانس د ځینو امریکايي چارواکو له قوله په راپور کې ولیکل چې په تېر یوه کال کې طالبانو د دوی له نظامي اډو ساتنه کړې او طالبانو دا خبره رد کړه، خو په تېرو دوو میاشتو کې دا په هغو مرکزونو درېیم برید دی، چېرې چې بهرني عسکر په ځانګړي ډول امریکايي سرتېري په‌کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG