د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

امریکا تر کومه بریده په افغانستان کې خپل هدف ته رسېدلې؟


ارشیف، افغانستان کې مېشت یو شمېر امریکايي پوځیان
ارشیف، افغانستان کې مېشت یو شمېر امریکايي پوځیان

ځینې افغان کارپوهان وايي امریکا په افغانستان کې خپل هدف نه‌دی ترلاسه کړی.

له دې ډلې د ولسمشر پخواني ویاند او د باور غورځنګ مشر نجیب‌الله ازاد وايي چې د ۲۰۰۱ کال په نسبت اوس په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو ګواښونه یو په دوه زیات شوي.

د امریکا ولسمشر بېګا د کانګرس عمومي ناسته کې وویل چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرو په ځپلو پسې ورغلې وه.

هغه وویل امریکا خپل هدف ترلاسه کړی او وخت‌یې دی چې سرتېري له دغه هېواده راستانه کړای شي.

صفي‌الله ستانکزي له ښاغلي ازاد سره مرکه کړې ده او لومړی يې پوښتنه کړې چې امریکا تر کومه بریده خپل هدف ته رسېدلې؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:20 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG