د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د افغانستان کورنیو چارو وزارت: تېره نږدې یوه میاشت کې ۶۰ ملکیان وژل شوي


ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې پر مهال د یوه وژل شوي کس مړی
ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې پر مهال د یوه وژل شوي کس مړی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره نږدې یوه میاشت کې په دې هېواد کې ۶۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۶۴ نور ټپیان شوي چې په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دې وزارت چارواکي د ۱۴۰۰ کال په لومړۍ میاشت کې د ملکي تلفاتو کچه د تېر کال د لومړۍ میاشتې په پرتله زیاته ښیي.

د دې وزارت سرپرست وزیر حیات‌الله حیات په ننګرهار کې د جمهوریت په ملاتړ یوې ولسي غونډې ته نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۲۵» د خپلې وینا پر مهال وویل: "په دې حساسو شرایطو کې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې د ساتنې لپاره قرباني ورکوي، په هغه شرایطو کې چې افغانستان د تاریخ یو له حساس پړاو څخه د تېرېدو په حال کې دی، موږ نه‌غواړو چې دغه خاوره یو ځل بیا د سیمې هېوادونو د استخباراتو په پټنځای بدله شي."

حیات‌الله حیات سرپرست وزارت داخله
حیات‌الله حیات سرپرست وزارت داخله

د روان لمریز کال له پیله په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې.

یو شمېر عام افغانان بیا د جګړې له ښکېلو خواوو د روژې په میاشت کې د اوربند او یا هم اورکم غوښتنه کوي.

۲۵ کلنه وږمه په کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي وروستیو پېښو اندېښمنه کړې.

نوموړې وايي: "په افغانستان کې روانې جګړې ته په کتو سره د جګړې له ښکېلو خواوو مو هیله دا ده چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره جګړه ودروي ترڅو ټول افغانان په ارامه ‌‌‌ذهن دغه میاشت ولمانځي، له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې نور دې افغان وژنه بس کړي."

۲۹ کلن سید عمر سحر هم ورته غوښتنه لري: "په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو که هغه طالب وي او که افغان حکومت، غوښتنه مو ترې دا ده چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره دې جګړه ودروي، روانه جګړه له بې‌ګناه افغانانو قرباني اخلي، د دې میاشتې په احترام دې د تاوتریخوالي روانه لوړه کچه کمه کړي."

کابل کې پر یوه کاستر موټر چاودنه
کابل کې پر یوه کاستر موټر چاودنه

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان یادوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دغه تورونه ردوي او وايي چې د جګړې پر مهال دوی ملکي کسان او عامه ځایونه نه په نښه کوي.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، زموږ بریدونه کم و او د کمېدو په حال کې دي، هغه مقابل لوری دی چې د سترو عملیاتو په ترڅ کې ملکي کسانو ته مرک‌ژوبله اړوي او موږ مجبور یو چې پر وړاندې یې دفاع وکړو.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه په داسې حال کې اندېښنې په زیاتېدو دي چې ټاکل شوې په روانه میلادي میاشت کې په ترکیه کې د استانبول ناسته ترسره شي.

زیات شمېر افغانان له دې ناستې د یو تل‌پاتې سولې او اوربند هیله لري، خو افغان چارواکي بیا وايي، د استانبول ناستې په رارسېدو سره طالبان غواړي د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د خبرو له مېز امتیازات ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG