افغانستان
ماین چاودنو هلمند کې ۵ تنه وژلي او هرات کې یې ۷ مېرمنې ژوبلې کړي
هلمند ولایت کې نن جمعه (د وري ۱۳مه) ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي او همدا راز د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې هم ماین چاودنې اووه مېرمنې ټپیانې کړي دي.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وايي، پېښه نن سهار داسې مهال وشوه جې د ملکي وګړو یو فلاینګکوچ موټر د طالبانو پر یوه ماین برابر شو.
دی وايي: "زموږ اووه تنه خویندې چې په یوه فلاینګکوچ موټر کې سپرې وې، د کشک کهنه ولسوالۍ په چاردرې سیمه کې د طالبانو له خوا د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې ټپیانې شوې."
د ازادي راډیو خبریال راپور راکوي چې درې مېرمنې د هرات حوزوي روغتون ته رسول شوي او د پاتې څلورو مېرمنو علاج د پېښې په ځای کې شوی.
بل خوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس وايي، په دې ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي.
عطاالله افغان ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د ۶۰۱ نمبر لویې لارې په اوږدو کې شوې.
افغان وویل، دا ماین طالبانو ایښی و.
طالبانو د دواړو پېښو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په بلوچستان کې نامعلومو وسله والو د سکرو کانونو ۱۱ کارګر وژلي
د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوهلو ولسوالۍ کې وسله والو د سکرو د کانونو یوولس کارګر له تښتولو وروسته په ډزو وژلي دي.
د کوهلو مرستیال کمېشنر عبدالحمید زهري ازادۍ راډیو ته وویل، پېښه نن سهار په یوې غرنۍ او لرې پرته سیمه کې شوې ده.
د ځايي خبریالانو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې اووه افغانان هم شامل دي. د پاتې کسانو د هویت او استوګنې په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، وسله والو د کارګرانو د لېږدولو د دوو پېک اپ موټرو چلوونکي ژوندي پرېښي دي. د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
اوچا: پر ښځو او نجونو د محدودیتونو دوام د افغانستان راتلونکی ته خطر پېښوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې له کار څخه د ښځو او له زدهکړو څخه د نجونو محرومول د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخامخوي.
اوچا د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۹مه، پر خپله ایکسپاڼه د یونیسف د ارزونو پر اساس لیکلي چې ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې په افغانستان کې له ۲۵ زره ډېرې ښځینه ښوونکې او د روغتیايي برخې ښځینه کارکوونکې له لاسه ورکړل شي.
اوچا ټینګار کړی چې د ښځو د کار کولو او د نجونو د زدهکړې د حقونو ساتنه انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده او باید ملاتړ یې وشي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو راوروسته پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو، لوړو او نیمهلوړو زدهکړو محرومې شوې دي او ښځې هم په ګڼو دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې له کار کولو منع شوې یا له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښوونځیو پر خوندیتوب او د زدهکوونکو پر ساتنې ټینګار وکړ
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د کونړ ولایت په یوه ښوونځي کې د چاودنې له امله د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې پېښې له امله ژوره خواشینې ده.
د اروپايي ټولنې استازولۍ د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۹مه، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ښوونځي باید تل د زدهکړې لپاره خوندي ځایونه وي او ماشومان باید په هر ډول شرایطو کې وساتل شي.
د شنبې په سهار، د نومبر په ۲۸مه، د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد په اندرسېر سیمه کې یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنه وشوه. د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه لس زدهکوونکي وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې چاودنه د کانونو د شرکتونو اړوند د چاودېدونکو توکو په یوه زېرمتون کې د بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.
یوناما، زلمي خلیلزاد او راشد خان په کونړ کې د ماشومانو پر مرګژوبله خواشیني څرګنده کړې
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان په کونړ ولایت کې د چاودنې له امله د ماشومانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.
یوناما پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دوی په کونړ کې د ګڼ شمېر ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د خبر په اورېدو سخت خوابدي شوي او د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګندوي.
له بلې خوا زلمي خلیلزاد پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د کونړ په یوه منځني ښوونځي کې د چاودنې له امله د ماشومانو وژل کېدو او ټپي کېدو خواشینی کړی دی. هغه د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغېدو هیله کړې ده.
راشد خان هم په کونړ ولایت کې د چاودنې له امله د ماشومانو او نورو کسانو د مرګژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
یونیسف هم د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۷مه پر خپله ایکسپاڼه په دې چاودنه کې د ګڼو ماشومانو پر وژل کېدو او د یو شمېر نورو پر ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې ښوونیز مرکزونه باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي هم په دې چاودنه کې د زده کوونکو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د ماشومانو مړینه یې «ټکان ورکوونکې» بللې ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او د چاودنې د علت په اړه یې د شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.
چاودنه د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۸مه، د کونړ مرکز اسعداباد ته نژدې د شګۍ د منځني ښوونځي ترڅنګ په یوه کور کې د چاودېدونکو توکو له امله وشوه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه لس زدهکوونکي وژل شوي او تر ۱۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
خو ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې د وژل شویو کسانو شمېر تر دې ډېر دی.
م.م. په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو له لارې ۶۴ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې یې په افغانستان کې د ۲۸ زره او ۶۰۰ کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ کړی چې په پایله کې یې ۶۴ زره کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.
دغه پروګرام نن یکشنبه، د نومبر په ۲۹مه، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې له رامنځته شویو کاري فرصتونو څخه ۵۱ زره یې د ښځو لپاره دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، دغه ملاتړ یې د «عبادي» (ABADEI) پروګرام له لارې کړی دی.
له ۲۰۲۳ کال راهیسي شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې له کبله یې په افغانستان کې بې روزګاري، چې له مخکې ډېره زیاته وه، نوره هم ډېره شوې ده.
له روسیې او قرغزستان سره د دوستانه سیالیو لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ۲۳ لوبغاړي بلل شوي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د روسیې او قرغزستان له ملي لوبډلو سره د دوستانه سیالیو لپاره ۲۳ لوبغاړي بلل شوي دي.
د دغه فدراسیون د هغې اعلامیې له مخې چې پر خپله فېسبوک پاڼه یې خپره کړې، بلل شوي لوبغاړي به د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیندۍ له نهمې تر څوارلسمې په تهران کې تمرینونه وکړي او وروسته به د لیندۍ له پنځلسمې تر نولسمې په روسیه کې د دغه هېواد د فوټسال له ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
له دغو سیالیو وروسته به له بلل شویو لوبغاړو ۱۵ تنه قرغزستان ته د سفر لپاره غوره شي چې د لیندۍ له نولسمې تر درویشتمې به د دغه هېواد د فوټسال له ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه روزنیز کمپ ته د بلل شویو ۲۳ لوبغاړو نوملړ هم خپور کړی دی.
UNHCR: د ۲۰۲۵ کال ترپایه په نړۍ کې د بې ځایه شوو دوه پر درېیمه برخه کډوال د افغانستان په ګډون د پنځو هېوادونو دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، چې په ۲۰۲۷ کال کې د کډوالو او بې ځایه شویو کسانو د ملاتړ لپاره ۷،۱ میلیارډ ډالره بودجې ته اړتیا لري.
د دې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۷ میلیونه اته سوه زره کسان بې ځایه شوي وو چې له دې ډلې ۳۵،۶ میلیونه یې کډوال وو.
د دغو کډوالو دوه پر درېیمه برخه د افغانستان، سوډان، سوریې، اوکراین او وینزویلا دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د مالي مرستو د کمېدو له امله د بودجې له کمښت سره مخ ده او له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې نږدې اته زره کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.
د افغانستان د پیژندل شوي سندرغاړي وحید صابري جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شو
د افغانستان د پېژندل شوي سندرغاړي وحید صابري مړی د شنبې په ورځ، د لیندۍ په اوومه، کابل ته ولېږدول شو او د شهدای صالحین په هدیره کې د نامتو سندرغاړي احمد ظاهر قبر ته نږدې خاورو ته وسپارل شو.
په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې ګڼو خلکو د دغه هنرمند جنازه پر اوږو تر هدیرې پورې لېږدوله. یو شمېر هنرمندانو او د هغه د هنر مینه والو هم د نوموړي د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و.
صابري د زړه د ناروغۍ له امله د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ومړ. په تاشکند کې د افغانانو د ټولنې مشر نعمتالله رحماني ویلي چې د نوموړي مړی د تیرې شنبې په سهار، د لړم په دېرشمه، په خپل کور کې وموندل شو.
وحید صابري د ۱۳۶۰مې لسیزې د افغانستان له نوموتو سندرغاړو او د «باران» په نوم د موسیقۍ ډلې له غړو څخه و چې هغه مهال یې مشري فرهاد دریا کوله. نوموړي د افغانستان په راډیو ټلویزیون کې له سلو زیاتې سندرې ثبت کړي او له هیواده بهر یې په یوشمیرفیستوالونو کې هم د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی و.
د وحید صابري مړینې په ټولنیزو شبکو کې ګڼ غبرګونونه پارولي او مینه والو یې د هغه مړینه د افغانستان د موسیقۍ د هنر لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.
په کونړ کې یوه ښوونځي ته نژدې چاودنې ته غبرګونونه؛ یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د کونړ ولایت د شګۍ منځني ښوونځي ته نژدې چاودنې په غبرګون کې د ښوونځیو او ماشومانو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.
یونیسف د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۷مه پر خپله ایکسپاڼه په دې چاودنه کې د ګڼو ماشومانو پر وژل کېدو او د یو شمېر نورو پر ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ښوونیز مرکزونه باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي.
یونیسف زیاته کړې چې همکارې ادارې یې د پېښې په ځای کې حضور لري او له چاودنې ژوندي پاتې شویو کسانو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي هم په دې چاودنه کې د زده کوونکو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د ماشومانو مړینه یې «ټکان ورکوونکې» بللې ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او د چاودنې د علت په اړه یې د شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ښوونځي ته نژدې د چاودېدونکو توکو د ساتلو په اړه راپورونه د پوښتنې وړ بللي او ټینګار یې کړی چې له ترهګریزو فعالیتونو سره د دې پېښې هر ډول احتمالي تړاو باید روښانه او مسوول کسان یې ځواب ویلو ته اړ کړل شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې یوه ښوونځي ته نژدې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او ۱۱۰ نور یې ټپیان کړي چې ډېری قربانیان یې د ښوونځي زده کوونکي دي.
طالبانو د دې پېښې علت ښوونځي ته نژدې د چاودېدونکو توکو په ساتلو کې د کانونو د استخراج د یوه شرکت بې احتیاطي بللې ده.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي د روښانولو لپاره به نورې څېړنې هم ترسره شي.
د اذربایجان سرحدي ځواکونو دوه افغانان نیولي دي
د اذربایجان د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي دفتر نن (شنبې) وویل چې د اذربایجان سرحدي ځواکونو په لنکران سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې دوه افغان وګړي هغه مهال ونیول چې غوښتل یې د ایران له خاورې په غیرقانوني ډول اذربایجان ته واوړي.
تر دې وړاندې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د اذربایجان یوې محکمې پنځه افغان وګړي د دغه هېواد خاورې ته د غیرقانوني ورتګ په خاطر په یو کال او اته میاشتې بند محکوم کړل.
د محکمې د پرېکړې له مخې، دغه افغانان به د بند د مودې له تېرولو وروسته له اذربایجانه وایستل شي.