د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

کندهار چارواکي: له ۶ میاشتو جګړو وروسته ارغنداب له طالبانو پاک شو


کندهار کې امنیتي سرتیري
کندهار کې امنیتي سرتیري

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ چارواکي وايي، دغه ولسوالۍ له شااوخوا شپږو میاشتو جګړو وروسته پرون د جمعې (د وري ۲۰مه) په ورځ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې، خو لارې او کوڅې یې لا هم په ماینونو پوښلي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال انجنیر محمد شریف رسولي وايي، دغه ولسوالۍ له شااوخوا شپږو میاشتو وروسته د وسله والو طالبانو د شتونه پاکه شوې.

د ولسوال په وینا دا مهال افغان امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ماینونو د شنډولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه: "د امنیتي ځواکونو د راپور پر اساس د تابین لاره چې د ولسوالۍ مرکز د هغه غاړې سره نښلوي، مکمل د دولت په لاس کې ده، همداسې د تابینه بیا تر شاتوري او خانه ګرداب پورې ټول شمال طرف د دولت په لاس کې دی."

د ښاغلي رسولي په وینا د ارغنداب ولسوالۍ جګړه کې د ځاني زیان ترڅنګ سلګونه عام المنفعه ځایونو او د ۷۰ فیصده ملکي خلکو کورونه تخریب شوي دي.

د نوموړي په خبره تخریب شوېو عام المنفعه ځایونو کې د دوو لویو پُلونو په شمول دوه سوه پلچکونه، شپږ ښوونځي او دوه مسجديونه شامل دي: "په ټوله کې زیان زیات وو، ملکي خلکو ته زيات تاوانونه ورسېدل او د دې ترڅنګ هغه عام المنفعه پروژې لکه مکاتب، پلچکان او پُلونه له منځه ولاړل، پلچکان په ټوله کې د دوو سوو په شااوخوا کې له منځه تللي، دوه غټ پُلونه دوه مسجدونه ویجاړ شوي او شپږ مکتبونه تخريب شوي، د خلکو کورونه په سلو کې ۳۰ پاتې دي او ۷۰ یې تخریب شوي."

خلک وايي لاهم د دې ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د ډزو او چاودونو غږونه اوري.
خلک وايي لاهم د دې ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د ډزو او چاودونو غږونه اوري.

ارغنداب د کندهار زراعتي ولسوالۍ ده چې د انارو له اړخه نړیوال شهرت لري.

پر دغه ولسوالۍ د تېر کال په میزان میاشت کې د انارو د حاصلاتو راټولولو پرمهال د وسله والو طالبانو له خوا حمله وشوه.

بل خوا د ارغنداب د ناګهان او منارې سیمې یو شمېر اوسیدونکي وايي، د جمعې (د وري ۲۰مه) په ورځ یې لاهم د دې ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د ډزو او چاودونو غږونه اوریدلي دي.

د نورمحمد په نوم یو اوسېدونکی یې په اړه وايي: "حالت استراري دي، سهار دلته په دغه تابین کې لا جنګ و، يو شي اور اخېستی و، دود يې لا هم ولاړېږي ، څوک نه ور پرېږدي چې ورشي، پرون يو ځل لاره خلاصه شوه، داسې تر نهو بجو پورې خلک ور اوښتل، خو بېرته الوتکو بمبار وکړ او بېرته لار بنده شوه."

شېر محمد بیا وايي: "د خلکو وطنونه،کورونه، سرایونه خراب شوي، دا اوس هم جنګ روان دی، د مسلمانو کښتونه او کورونه ټول خراب شوي، هېڅ چا پوښتنه نه ده کړې."

بل خوا د ارغنداب ولسوالۍ د انکشافي شورا رئيس حاجي محمد له حکومته غواړي چې د ارغنداب جګړه ځپلو سیمو ته مرستې ورسوي.

د حاجي محمد په وینا ډېری خلک چې په يوه جوړه جامو کې له خپلو کورونو وتلي وو، کورونه، باغونه او ویالې یې تخریب شوي: "د ارغنداب خلک ډېر خوږ شول، ډېر در په دره شول چې د سپین ږيرو له خولې موږ اورېدلي، په دا پنځوس کاله کې پر ارغنداب داسې حالت نه و راغلی، د دغه ترڅنګ چې د ارغنداب خلک ټوک ټوک شول ستړي شول، باغونه یې د وچېدو په حالت کې دي، خو بیا هم دولت ورته په دغه اندازه پام نه دی کړی."

وسله والو طالبانو تراوسه د ارغنداب ولسوالۍ د نیولو په اړه د ځايي چارواکو د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

چارواکي وايي، د سیمې خلکو ته به تر څو ورځو تصفیوي عملیاتو وروسته کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG