د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت: د هدفي وژنو دوام د طالبانو د ماتې ښکارندوی دی


غزني کې د یوې چاودنې په پېښه کې راټول شوي پولیس د څېړنو پر مهال. 17Aug2010
غزني کې د یوې چاودنې په پېښه کې راټول شوي پولیس د څېړنو پر مهال. 17Aug2010

د پلان شویو وژنو په دوام، اوس پر مخکېنيو دولتي کارکوونکو او ټیټ رتبه پوځیانو هم حملې ډېرې شوې دي.

په دې وروستیو کې د اردو په کورناستی یو افسر د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت د داشان پېښو دوام د طالبانو کار ګني وايي، هغوی د جګړې په ډګر کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جنګ توان له لاسه ورکړی او د خلکو ترور کولو ته‌یې مخه کړې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو د جنګ په میدان کې ماتې خوړلې او درانه تلفات وراوښتي دي. اوس‌يې هدفمندو وژنو، د سړک د غاړو ماینونو او مقناطیسي بمونو ته مخه کړې چې د ټولو قربانیان ملکي کسان دي."

کابل کې یوه ماین چاودنه
کابل کې یوه ماین چاودنه

د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت د دغو څرګندو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې له دې یې ویلي وو چې په هدفمندو وژنو کې لاس نه‌لري.

همدا شان د کورنیو چارو وزارت ویلي د پلان شویو وژنو د مخنیوي لپاره پلانونه جوړ شوي او د هرې حملې عامل به ونیول شي.

د حمل په ۱۱مه دتخار ولایت د عالمانو شورا رئیس مولوي عبدالصمد د مقناطیسي ماین چاودنې په پېښه کې ووژل شو.

همدارنګه د حمل په ۱۰مه د جلال‌اباد په ښار کې درې واکسیناتورانې ناپېژانده وسله‌والو په ډزو ووژلې، سربېره پر دې په جلال‌اباد کې یوه بله ښځینه پولیسه هم په ورته توګه ووژل شوه.

۱۰ ورځې مخکې په پکتیا ولایت کې یو څارنوال ترور شو.

دا په داسې حال کې ده چې د پلان شویو وژنو مخنیوی د امنیتي ځواکونو په لومړیتوبونو کې و.

د امنیتي چارو پوهان د دغو پېښو په مخنیوي کې د حکومت هڅې بې‌ګټې ګڼي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر

د کورنیو چارو مخکېني وزیر فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل: "دغه حملې د دولت د تخریب او کمزوري ښودلو په هدف کېږي، دولت هم نه‌شي کولای چې له دغو ستونزو ووځي، له بلې خوا کشفي او استخباراتي ارګانونه هم کمزوری عمل کوي."

خو مخکې له دې د کورنیو چارو وزارت دا ډول نظریات بې‌بنسټه ګڼلي دي.

د مدني فعالانو، خبریالانو، دولتي کارکوونکو او روحانیونو پلان شویو وژنو د کابل ښاریانو اندېښنې ډېرې کړي، له همدې امله‌یې د مخنیوي لپاره پر دولت فشارونه ډېر شوي دي.

XS
SM
MD
LG