د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د نوي کال پیل ته د پکتیا د خلکو اندېښنې؛ ښايي جګړې او هدفي وژنې زور واخلي


ارشیف، ګردیز کې د یوې پېښې عکس
ارشیف، ګردیز کې د یوې پېښې عکس

د پکتیا د ولایتي شورا یو شمېر غړي، اوسیدونکي او مدني فعالان د نوي کال په راتلو سره په دې ولایت کې له ناامنیو او د جګړو له زیاتېدو څخه په اندېښنه کې دي.

دوی وايي د سولې د هوکړې خلاف به یو ځل بیا د پسرلي په راتلو سره جنګ، جګړې او هدفي وژنې زور واخلي.

د لویې پکتیا د فرهنګي ټولنې مشر سید جمال الدین اصف خېل ازادي راډيو ته وویل: "که د سولې لاسلیک شوی تړون عملي نه شي، پکتیا کې د شدیدې جګړې د پیل اندېښنې موجودې دي، متاسفانه یوه اوونۍ کېږي هوا ګرمه شوې او ابتدايي جګړې هم پیل شوي دي."

پکتیا کې افغان امنیتي ځواکونه
پکتیا کې افغان امنیتي ځواکونه

د پکتیا د ولایتي شورا غړی محمدر رحمان قادري هم وایي، که افغان سرتیري سر له اوسه د راتلونکي بد وضعیت مخه و نه نیسي، ښايي د تېر په څېر بیا هم لویې لارې د افغان کار کوونکو پر وړاندې په میاشتو میاشتو وتړل شي.

د پکتیا د مرکز ګرډېز او پټان او د پکتیا او پکتیکا ترمنځ لویې لارې د هوا په ګرمېدو سره ډېری وخت د دې لارو ځینې برخې د وسله والو لاس ته لوېږي چې ورسره سم پر دې لاره د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کېږي.

دوی دا اندېښنې په داسې مهال څرګندوي چې د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې یوازې تېرو پنځو ورځو کې د پکتیا مرکز ګردېز او ولسوالیو کې په هدفي وژنو او وسله والو بریدونو کې د ولایتي شورا د یوه غړي سردارخان ملنګ زوي په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ د خلکو د دې اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو دې ولایت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وویل، سږ د ګډو ځواکونو په همکارۍ د لویو لارو د امنیت خونديتوب لپاره په یو شمېر لویو لارو کې به نوی امنیتي پلان تطبیق کړي او په ځینو سیمو کې پرې کار روان دی.

د پکتیا د مرکز ګردېز او ډنډ پټان ترمنځ لویه لاره چې په اوږدو کې یې نهه لویې ولسوالۍ پرتې دي، تېر کال د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه چې له امله یې نږدې ۷ میاشتې د دې ولایت د شپږو ولسواليو د خلکو تګ راتګ له مرکز ګردېز او نورو ولایتونو سره پرې شوې وې، خو وروسته افغان ځواکونو د دې لارې د خلاصون لپاره په درېیم ځل عملیات ترسره کړل چې د امنیتي چارواکو په وینا اوس مهال یې د دې لارې د دایمي امنیت لپاره په یو شمېر برخو کې نوې پوستې هم جوړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG