د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

روغتیا وزارت: افغانستان د کرونا ویروس د درېیمې څپې ګواښ سره مخ دی


په کابل کې د افغان - جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.
په کابل کې د افغان - جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

افغانستان ممکن د نړۍ د ډېرو کمو هغو هېوادونو له ډلې وي چې خلک یې اوسمهال د کرونا په غم کې نه دي.

دغلته خلک په پراخه کچه د غم-ښادۍ په مراسمو کې برخه اخلي، سیاسي او ټولنیزې غونډې جوړوي او هېڅ ډول فزیکي واټن نه مراعتوي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې د کرونا ویروس د بریتانوۍ بڼې تثبیت او دغه راز ګاونډېو هېوادونو پاکستان او ایران کې د ویروس د دې ډول زېاتېدو اندېښمن کړي دي.

د وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل، دا مهال دوی د کرونا د درېیمې څپې له ګواښ سره مخامخ دي: "لومړۍ څپه کې د کرونا موږ تجربې ترلاسه کړې، دوهمه څپه کې مو هغه خلاوې ډکې کړې چې درلودې مو، اوس موږ د درېیمې څپې په تهدید کې قرار لرو، د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره موږ لازم تدابیر لرو."

دې وروستیو کې په ننګرهار کې د کرونا ویروس د بدلون موندلې بڼې ۷ مثبتې پېښې ثبت شوي.

په تورخم راتیریدونکي مساپرهم د د کرونا ویروس په پار چېک کیږي
په تورخم راتیریدونکي مساپرهم د د کرونا ویروس په پار چېک کیږي

د عامې روغتیا وزارت وایي، له همدې پېښو وروسته دوی له پاکستان او ایران سره پر پوله پرتو ولایتونو کې د هغو کسانو واکسین پيل کړی چې هېواد ته ستنېږي.

د وزارت د ویاند مرستیال ښاغلی علیزی وایي، دوی پر راستنېدونکو سربېره د ټولنې ځینې نور وګړي هم د واکسین کړۍ کې شامل کړي دي:

دی زیاتوي: "د کرونا د نوي ډول د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت په ۳۴ ولایتونو کې منظم تدابیر نیولي دي، لومړی دا چې له پاکستان او ایران سره په سرحدي ولایتونو کې د مهاجرینو د واکسین چارې پيل شوي دي، د دې ترڅنګ د هغو کسانو واکسین هم پيل شوی چې له پنځوسو کلونو یې عمر لوړ دی او ضمیموي ناروغۍ لري، بندیانو او کوچیانو او هغو کسانو ته هم واکسین پيل شوی چې بې وزلۍ کې ژوند کوي."

د عامې روغتیا وزارت پرون وویل، په څلورویشتو ساعتونو کې په ټول افغانستان کې د ۱۶۳۷ مشکوکو پېښو له منځه ۲۳ هغه یې مثبتې ختلي دي.

روغتیا وزارت د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۵۶۵۹۵ رسمي پېښې ثبت کړي
روغتیا وزارت د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۵۶۵۹۵ رسمي پېښې ثبت کړي

د کرونا وبا له پيله تراوسه عامې روغتیا وزارت د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۵۶۵۹۵ رسمي پېښې ثبت کړي او له دې ډلې ۲۴۹۷ تنه مړه شوي دي.

خو اندېښنې دا دي او په وار-وار چارواکو هم ویلي چې نارسمي شمېرې له دې څو برابره زیاتې دي.

څه باندې میاشت وړاندې افغانستان کې د کرونا ضد واکسین پيل شوی او تردې مهاله څه باندې ۶۱ زره کسان واکسین شوي دي.

XS
SM
MD
LG