د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

کرونا: یو شمېر زده کوونکي: ښوونځیو کې روغتیایي تدابیرو ته پاملرنه نه کېږي


په هرات کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. March 23, 2021
په هرات کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. March 23, 2021

د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال په پیل سره، یو شمېر زده کوونکي وایي چې ښوونځیو کې روغتیایي تدابیرو ته پاملرنه نه کېږي.

‎د هېواد له ځینو ولایتونو یو شمېر زده کوونکو ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ښوونځیو کې نه ماسکونه اچول کېږي، نه ټولنیز واټن په پام کې نیول کېږي او نه هم نورې روغتیایي لارښوونې په پام کې نیول کېږي.

‎فهیم الله له پکتیا او بصیر احمد له کابله ازادي راډیو ته وویل: "د حکومت له لوري هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول تدابیر نشته، یوازې هغه کسان چې ښه مالي امکانات لري له ځان سره ماسک او سنیټایزر 'د مکروب ضد مایع' راوړي، نور زده کوونکي ښوونځي ته له ماسکونو پرته راځي چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده.

- ښوونځیو کې هېڅ ‌‌‌‌‌‌‌ډول تدابیر نه تر سترګو کېږي، ټول زده کوونکي یو د بل څنګ کې کېني، موږ له دې امله اندېښمن یو چې کوم زده کوونکی کووېډ-۱۹ ناروغي ونه لري او نورو ته یې انتقال نه کړي."

‎خو د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د ښوونځیو د درسونو له پیل سره زده کوونکو ته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو ورکول پیل شوي دي.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین
د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین

اغلې ارین زیاته کړه: "موږ د ښوونیزو حوزو، د ښوونځیو د مدیریتونو او په مستقیمه توګه د ښوونکو له لارې زده کوونکو ته د عامه پوهاوي بهیر پبل کړی، څو هغوی ته د دغه ویروس د ګواښونو په اړه پوهاوی ورکړو او د پوهنې وزارت د لارښوونو پر بنسټ مو له ښوونکو غوښتي چې زده کوونکو ته جدي پاملرنه وکړي."

‎اغلې ارین دغه شان وویل چې عامې روغتیا وزارت پوهنې وزارت سره په همغږۍ په ښوونځیو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو طرحه لري چې په خبره یې دا به له تایید وروسته د پلي کېدو وړ وي، خو د عامې روغتیا وزارت په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورنه کړل.

‎په دې وروستیو کې ښوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین کول هم پیل شوي‌، د پوهنې وزارت د چارواکو په خبره په کابل، هرات او ننګرهار کې تر اوسه ۳۰ سلنه ښوونکو ته دغه واکسین تطبیق شوی دی.‎

د کرونا واکسین تطبیقېدل
د کرونا واکسین تطبیقېدل

له دې سره د عامې روغتیا وزارت افغانستان کې د کرونا ویروس کنټرول د قناعت وړ بولي.

‎د دغه وزارت یو ویاند عثمان طاهري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ښوونځیو ته د زده کوونکو تګ کې څه ستونزه نشته: "په افغانستان کې د کرونا ویروس وضعیت ښه دی، د هرې ورځې په تېرېدو پېښې کمېږي، خو حد اقل زده کوونکي باید په ټولګیو کې ماسکونه وکاروي او ټولنیز واټن هم باید پام ونیسي له دې زیات ښوونځي او پوهنتنونه نه شو رخصتولی، فعلاً شرایط ښه دي."

‎د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۱۴۰۰ نوي ښوونیر کال د پیل په ورځ له عامې روغتیا وزارت نه وغوښتل چې د دغه ویروس له درېیمې جوپې له رارسېدو مخکې دې د زده کوونکو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

‎بل خوا د پوهنې وزارت له ښوونکو غوښتي چې سږ کال دې هڅه وکړي چې د کرونا ویروس قرنطین له امله د تېرکال پاتې درسونه هم جبران کړي.

‎د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۱۶۸۱ مشکوکو پېښو ټېسټونه شوي چې۳۶ پېښې یې مثبتې وې او په دې موده کې دوه کسان هم د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.

‎د دغه وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تردې دمه۵۶۲۹۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي، چې ۴۹۹۹۴ ترې بېرته رغېدلي او۲۴۶۹ کسان هم له دې امله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG