د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیل؛ غني: سږ به ۱۸۰۰ نور ښوونځي جوړ کړو


غني وايي، اړتیا ده چې د پوهنې په برخه کې نور د کمیت پرځای کیفیت ته ډېر پام وشي.
غني وايي، اړتیا ده چې د پوهنې په برخه کې نور د کمیت پرځای کیفیت ته ډېر پام وشي.

جمهور رئیس غني ۱۴۰۰م ښوونیز کال ښوونځي د زنګ په وهلو سره پرانېست.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، اړتیا ده چې د پوهنې په برخه کې نور د کمیت پرځای کیفیت ته ډېر پام وشي.

ښاغلي غني چې نن سې شنبه (د وري ۳مه) یې په اماني لیسه کې د نوي ښوونیز کال د پیل په تړاو جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، هغه څه چې اوس یې د افغانستان پوهنیزې ادارې وړاندې کوي، د نوې پېړۍ اړتیاوې نه پوره کوي.

دی وايي: "اوس څومره کلونه نیسي چې زموږ له دوولسمو ټولګیو فارغان دوهم ځلي زده‌کړه وکړي. کیفیت ډېر مهم دی. پر همدې بنسټ، په ځانګړي ډول په لوړو‌‌ زده‌کړو کې باید دوهم او درېیم چانس له‌منځه ولاړ شي، دا زموږ له ملت سره لوی ظلم دی."

ښاغلي غني د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ژمنه وکړه چې سږ کال به د زده‌کوونکو لپاره ۱۸۰۰ نور ښوونځي هم جوړ شي.هغه په دې کال کې له ۱۱ زره د زیاتو نویو ښوونکو د ګمارنې خبر هم ورکړ.

په ننګرهار کې یو ښوونځی
په ننګرهار کې یو ښوونځی

د افعانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ تېر ۱۳۹۹ کال کې ۷۳۲ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي او ۶۸۴ نورې بیا تر کار لاندې دي چې ژر به یې رغنیزې چارې بشپړې شي.

د افغانستان جمهور رئیس هغو ښوونکیو ته چې د اتم او څلورمو بستونو ترمنځ دنده‌ مخ ته وړي، ډاډ ورکړ چې د وري میاشتې څخه یې معاشونه لوړېږي، خو د کال په منځ کې به ورته ورکړل شي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي هم سږکال د دې وزارت دننه د پراخو اصلاحاتو خبره کوي او تر خوا یې پر کیفیت له تمرکز خبر ورکوي.

نوموړې وايي: "د نصاب اصلاحات راوړو. تېرو شل کلونو کې پر کمیت ډېر کار شوی، خو اوس وخت دی چې پر کیفیت کار وکړو. زموږ د نصاب لومړی تمرکز به پر افغاني اصلیت وي چې موږ څوک وو او اوس چېرته رسېدلي یوو."

مېرمن حمیدي وايي، سږ کال به یو میلیون نوي ماشومان په ښوونځیو کې زده‌کړې پیل کړي.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، تېر ۱۳۹۹ کال کې ۹،۷ میلیونه ماشومان ښوونځيو ته تلل.

د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي
د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي

خو له دې ټولو سره-سره، د ملګرو ملتونو له زد‌ه‌کړو د ملاتړ ادارې د شمېرو له مخې، لا هم په افغانستان نږدې درې میلیونه ماشومان د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ، ښوونځیو ته نه ځي او د پوهنې وزارت وايي، د نا امنيو او جګړو پرمهال د لنډ مهالي لپاره په ځیني سيمو کې ښوونځي هم تړلي وي.

سږ نوی پوهنیز کال داسې مهال پیلېږي چې تېرکال بیا د کرونا وبا له کبله دا بهیر ځنډېدلی و او په ټول هېواد کې ښوونځي تړلي وو.

خو داسې مهال چې لا هم د‌ کرونا ګواښ پر خپل ځای دی، جمهور رئیس غني له‌ عامې روغتیا غواړي چې د دې وبا د درېیمې څپې پر وړاندې باید د زده‌کوونکو روغتیا ته ډېر پام ولري.

د ‌پوهنې وزارت هم له زده‌کوونکیو غواړي چې د‌ عامې روغتیا وزارت روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي او له ماسک اغوستو سربېره، خپل لاسونه په صابون ومينځي.

دا وزارت له ښوونکیو هم غواړي چې سږ کال زده‌کړو کې د تېر کال راغلی ځنډ هم جبران کړي.

XS
SM
MD
LG