د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

حکمتیار: یو شمېر ترورونو کې د حکومت دننه یوه تروریستي کړۍ لاس لري


ګلبدین حکمتیار وايي، په دې بریدونو کې هغه اسلامي بنسټپالي په نښه کېږي چې د جګړې مخالف او د سولې پلوي دي
ګلبدین حکمتیار وايي، په دې بریدونو کې هغه اسلامي بنسټپالي په نښه کېږي چې د جګړې مخالف او د سولې پلوي دي

په داسې حال کې چې په افغانستان، په ځانګړي توګه په کابل ښار کې د هدفي وژنو لړۍ لا هم روانه ده، تازه د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار دا په حکومت کې د يوې ځانګړې کړۍ کار بولي.

خو حکمتیار په دې اړه ډېر وضاحت نه‌ورکوي او هېڅ ډول اسناد یې هم شریک نه‌کړل.

ګلبدین حکمتیار چې د حکومت له منتقدانو څخه دی، د پنجشنبې (د کب ۱۴مه) په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، په هدفي وژنو کې د بهرنیو ځانګړو کړیو په لمسون اسلامي بنسټ‌پاله په نښه کېږي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه: "په ډېری هغو ترورونو کې چې د حکومت تر واک او سلطې لاندې سیمو او ښارونو کې کېږي، د حکومت دننه یوه تروریستي کړۍ لاس لري."

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار

حکمتیار ټینګار کوي چې دې بریدونو کې هغه کسان وژل کېږي، کوم چې د جګړې مخالف او د سولې پلوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کندز د دیني عالمانو شورا پخوانی رئیس مولوي فیض محمد فایز په کابل کې او همدا شان په جلال اباد کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون دوه ښځینه کارکوونکې و وژل شوې.

د افغانستان حکومت بیا وایي، د حکمتیار خبرو ته غبرګون نه ښیي، خو له‌دې وړاندې یې د‌ دې ‌وژنو مسوولیت پر طالب او داعش وسله‌والو اچولی وو.

خو طالبانو بیا په‌دې‌ډول وژنو کې لاس لرل رد کړي وو.

په رسنیو برید "د بیان ازادۍ ته جدي زیان رسولی"
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:11 0:00

ګلبدین حکمتیار د افغان د سولې لپاره د امریکا د‌ بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تازه هڅې وستایلې او د سولې لپاره یې ګټورې وبللې.

حکمتیار د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې په پلي کېدو د ټینګار ترڅنګ وویل، بهرني عسکر دې په خپل وخت له افغانستانه ووځي.

ده زیاته کړه: "په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات له ناکامي سره مخ شوي. د بدیل په توګه باید له جنګي لورو سربېره مطرح سیاست‌والو په ګډون په لوړه کچه مخامخ خبرې پیل شي. په یوه میاشت کې اوربند او ټول منلی مؤقت حکومت رامنځته شي، څو بیا وروسته د سترې جرګې له لارې یو د راتلونکي حکومت پر څرنګوالی بحث وشي."

ګلبدین حکمتیار وویل، سبا جمعه به په کابل کې له بنده د حزب اسلامي د غړیو د خلاصون، د هدفي وژنو د بندېدو او نورو غوښتنو په تړاو سوله‌ییز لاریون وکړي.

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، ګلبدین حکمتیار وویل، پلویانو یې سبا جمعه په کابل کې د سوله‌ییز لاریون تابیا کړې.
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، ګلبدین حکمتیار وویل، پلویانو یې سبا جمعه په کابل کې د سوله‌ییز لاریون تابیا کړې.

د ده په‌خبره، که په لسو ورځو کې یې ارګ غوښتنې و نه مني، نو د کابل په ګډون به په ځینو لویو ښارونو کې تر هغې لاریونونه وکړي، څو یې غوښتنې ومنل شي.

خو له‌دې وړاندې له حزب اسلامي سره د سولې تړون د عملي کېدو اجرائیه کمېټې ویلي و، له ګلبدين حکمتيار سره د سولې له هوکړې وروسته یې نږدې ۱۱ سوه بندیان خوشې شوي دي او تر ډېره دا هوکړه عملي شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG