افغانستان
دوبۍ کې د ګلفوډ نندارتون پای ته ورسېد

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ګلفوډ نندارتون د څه باندې ۱۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د تړونونو په ترلاسه کولو پای ته ورسېد.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د کب ۱۰مه) ازادي راډیو ته وويل چې د تړونونو ډېره برخه له هندوستان سره دي چې ټولیزارزښت یې ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
په دغو تړونونو کې د څه باندې ۱۰۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د وچې مېوې، د څه باندې ۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت مغزيات، د څه باندې ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي او دغه شان د تازه مېوو او شاتو په برخو کې بېلابېل تړونونه له سعودي عربستان، اماراتو او نورو هېوادونو سره شوي دي.
دغه څلور ورځنۍ نندارتون نن پای ته ورسېد.
په تېرو کلونو کې هم د «ګلفوډ» له کلني نندارتونه افغان سوداګر په ټولیزه توګه د نږدې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي وو، خو د کرونا وبا ترڅنګ سږ کال افغانستان لپاره د دغو تړونونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس؛ د طالبانو حکومت پرې اعتراض کړی

د طالبانو حکومت په متحده عربي اماراتو کې د ملګروملتو د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې د دوی د استازو ته د بلنې نه ورکول، د افغانستان پر وړاندې لوی ظلم وباله.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس نن په دوبۍ کې پیلېږي.
د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په دې اعتراض کړی چې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته د دوی استازی نه دی بلل شوی.
دې ادارې ویلي چې د اقلیمي بدلون ستونزه نړیوال اقدام ته اړتیا لری.
پرون د خوړو نړیوال پروګرام د اقلیمي بدلون د کنفرانس په درشل کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې په میلیونونو کورنۍ د اقلیمي بدلون له کبله له بحران سره مخامخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په لړم میاشت کې ویلي وو چې وچکالي په افغانستان کې د هغو میلیونو بزګرانو لپاره یو ناورین رامنځه ته کړی چې د عاید بله سرچینه نه لري.
په پکتیا، کونړ او ارزګان کې د درېیو خبریالانو د خوشې کېدو هرکلی وشو

د افغانستان د خبریالانو مرکز په پکتیا، کونړ او ارزګان کې د درې خبریالانود خوشې کېدو هرکلی وکړ.
دغه مرکز نن ویلي چې دا درې خبریالان بې دلیله په اګست میاشت کې نیول شوي وو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز پر طالبانو غږ کړی چې ټول خبریالان خوشي کړي او د هغوی تعقیب او ځورول ودروي.
په ۹ ولایتونو کې د ورښتونو او احتمالي سېلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د ورښتونو او احتمالي سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده.
د دې ادارې پر اساس، نن او سبا په لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، نورستان، کونړ، بدخشان، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو احتمال شته.
د هواپېژندنې ادارې د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۰ میلي مترو پورې اټکل کړې ده.
د بشري حقونو څار سازمان: پاکستان دې له خطر سره مخ افغانانو ایستل ودروي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، پاکستان دې د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي چې د دوی په باور ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی.
دغه سازمان پرون چهارشنبې په دې اړه د خپلو ارزونو راپور هم خپور کړ او ویې ویل، د پاکستان چارواکو او پولیسو له افغان پناه غوښتونکو سره په پراخ ډول ناوړه چلند کړی دی.
د یاد سازمان د افغانستان د څانګې څیړونکې فرشتې عباسي ازادی راډیو ته وویل: "د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان له دولته غوښتي چې افغان پنا غوښتونکو ته د اخراج مهلت له منځه یوسي او اجازه ورکړي هغه افغانان چې افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، پاکستان کې امنیت ولري او هغه کسان چې تراوسه یې درېیمو هېوادونو کې د مېشتیدو کېسونه روان دي، هغوی وکولای شي خپلې قضیې مخته بوځي."
مېرمن عباسي دغه ډله افغانان د بشري حقونو فعالان، خبریالان، همجنس پالان او نور هغه کسان یاد کړل چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تښتېدلي دي.
راشدخان له جراحي عملیاتو وروسته یو وار بیا تمرینونه پیل کړي

د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړي راشدخان له جراحي عملیاتو وروسته یو وار بیا تمرینونه پیل کړي دي.
د افغان ملي لوبډلې بل لوبغاړي رحمت شاه پر خپلو ټولنیزو پاڼو له راشد خان سره په جیم کې د ګډو تمرینونو تصویر خپور کړی دی.
رحمت شاه لیکلي، راشد خان تر عملیاتو وروسته د نومبر په ۲۹مه نېټه په لندن کې په لومړي ځل تمرینونه وکړل.
راشدخان د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د لندن په یوه روغتون کې د ملا عملیات وکړل.
نوموړي تر عملیات وروسته ویلي و، ډاکترانو ورته ویلي چې له یوې نیمې تر دوو میاشتو پورې ارام وکړي.
هغه ویلي وو، له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملا دردونو په عذاب کړی و او دې ته اړ شو چې جراحي عملیاتو ته غاړه کېږدي.
ایران: افغانستان ته د سوداګریزو مالونو ترانزیت زیات شوی

ایران وايي چې د دغه هېواد د جنوبي خراسان ولایت د ماهي رود ګمرک له لارې افغانستان ته سوداګري مالونو ترانزیت ۱۱۰ سلنه زیات شوی دی.
ایراني رسنیو د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو د عمومي رييس محمد کوهګرد په قول ویلي چې په تېرو ۸ میاشتو کې له دې لارې د سوداګري مالونو صادرات په کمساري ډول ډېر شوي دي.
د پاکستان له لوري افغانستان ته په ترانزیت کې له بیا- بیا ستونزو وروسته افغان سوداګر اړ شوي چې متبادلو لارو ته مخه کړي.
کوهګرد وايي چې په اتو میاشتو کې افغانستان ته ۱۵۶ زره ۹۳۵ ټنه مال ترانزیت شوی چې د وزن له نظره، په ترانزیت کې ۸۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
طالبانو په نوي ډیلي کې د افغان سفارت د ژر پرانیستلو خبر ورکړ

طالبان وايي، ژر به په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت پرانیزي.
دا سفارت چې د افغانستان د جمهوري حکومت دیپلوماتانو اداره کاوه، تېره اوونۍ بند شو.
د سفارت کارکوونکو د بندېدو دلیل د هند او طالبانو پر له پسې فشارونه بللي وو.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ملي تلویزیون ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، ویلي چې په درېیو ورځو کې به په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت بېرته پرانیستل شي.
له بلې خوا هندي رسنیو ویلي چې د طالبانو حکومت په هند کې د افغانستان د سیاسي استازولیو کنټرول ترلاسه کړی دی.
هندوستان ټایمز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په حواله ویلي، په حیدراباد او ممبي کې د افغانستان کونسلګرۍ له دوی سره په اړیکه کې دي.
د ګوانتینامو د وروستي افغان بندي کورنۍ د هغه د خوشې کیدو غوښتنه لري

د امریکا په ګوانتینامو زندان کې د وروستي افغان بندي کورنۍ د امریکا له حکومته وغوښتل چې خپل عزیز یې خوشې کړي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې، د محمد رحیم کورنۍ دغه غوښتنه پرون چهارشنبې په کابل کې په یوه خبره کنفرانس کې وکړه.
د ښاغلي رحیم مور صفورا بي بي چې سترګې یې له اوښکې ډکې وې، له امریکایي چارواکو او مشرانو وغوښتل چې زوی یې ورخوشې کړي.
د رحیم کورنۍ ویلي چې هغه په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې نیول شوی دی.
رحیم د هغو په سلګونو مشکوکو سختدریځو څخه یو دی چې د امریکا له خوا د ترهګرۍ ضد جګړې په ترڅ کې نیول شوي او د کیوبا ګوانتیامو زندان ته لېږدول شوي دي.
د راپورله مخې، پرامریکایي چارواکو تورپورې شوی چې په دغه زندان کې اکثره بندیان له تورونو پرته یا داچې مدافع وکیل ته لاسرسۍ و لري ساتل شوي، شکنجه شوي او ورسره ناوړه چلند شوی دی.
په تېرو کلونو کې د طالبانو د یوشمېرمشرانو په ګډون ډیری بندیان له دې زندانه خوشې شوي دي.
کابل: د طبي علومو پوهنتون څه باندې ۴ نیم سوه ډاکټران او متخصصان فارغ کړل

د کابل د طبي علومو له پوهنتون څخه سږ کال ۴۱۸ ډاکټران او ۴۰ متخصصان فارغ شول.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیا الله هاشمي پر خپله اېکس پاڼه(پخواني ټویټر) ویلي چې پرون چهارشنبه د دغو محصلانو د فراغت غونډه وه.
دغه ټول فارغ شوي ډکټران نارینه دي او هیڅ یوه نجلۍ په کې نشته.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د تېرې جمعې په ورځ ارزګان ولایت ته د يو سفر پر مهال ويلي، دوی د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي او پهدې برخه کې پر حللارو کار کوي.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې د نجونو پوهنتونونه وتړل.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: پاکستان دې د خطر ځپلو افغانانو اېستل بس کړي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، پاکستان دې د هغو افغانانو د اخراج لړۍ ودروي چې د دوی په باور ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی.
دغه سازمان پرون چهارشنبه په دې اړه د خپلو موندنو راپور هم خپور کړ او ویې ویل، د پاکستان چارواکو او پولیسو له افغان پنا غوښتونکو سره په پراخ ډول ناوړه چلند کړی دی.
د یاد سازمان د افغانستان د څانګې څیړونکې فرشتې عباسي ازادی راډیو ته وویل:
" د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان له دولته غوښتي چې افغان پنا غوښتونکو ته د اخراج مهلت له منځه یوسي او اجازه ورکړي هغه افغانان چې افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، پاکستان کې امنیت ولري او هغه کسان چې تراوسه یې درېیمو هېوادونو کې د مېشتیدو کېسونه روان دي، هغوی وکولای شي خپلې قضیې مخته بوځي."
مېرمن عباسي دغه ډله افغانان د بشري حقونو فعالان، خبریالان، همجنس پالان او نور هغه کسان یاد کړل چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تښتیدلي دي.