خبرونه
سوداګره میرمن لیلما بدخشان کې په ډزو ووژل شوه
یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د یوې ښځې د جنازې د مراسمو د ویډیو په لېږلو وايي دا د «لیلما» په نوم د یوې سوداګرې ښځې او د سیمهییز سندرغاړي سلام مفتون د مېرمنې جنازه ده، چې د پنحشبنې ( غویي په ۱۷مه ) په سهار د یوه وسلهوال کس له خوا وژل شوې ده.
د جنازې په ویډیو کې سیمهییز سندرغاړی سلام مفتون هم د خلکو ترمنځ په لومړۍ صف کې لیدل کېږي.
دې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي چې لیلما له خپل کوچني ماشوم سره د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ د ښځو ځانګړي بازار ته روانه وه چې برید پرې وشو. نوموړې روغتون ته تر لېږد وروسته ساه ورکړه، خوماشوم یې ژوندی پاته شوی.
د سرچینې په وینا، لیلما په دې بازار کې د یوه رستورانت مدیره او د خیاطۍ د یوه ورکشاپ مسؤله وه چې د آغاخان دفتر له خوا جوړ شوی و.
تر اوسه هېڅ فرد یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو راپورونه ښيي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی دی.
د یوناما د هغه راپور له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله د سه شنبې په ورځ له ترکمنستان سره لوبه لري
د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله سبا سه شنبه له ترکمنستان سره د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.
دا لوبه ۲۰۲۶کال د مرکزي اسیا (کافا) سیالیو په لړ کې د افغانستان لومړی لوبه ده.
دغه سیالۍ د تاجیکستان په کوربتوب د مې له ۱۲مې تر ۱۷مې ترسره کېږي چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبېکستان او قرغزستان لوبډلې پکې ګډون کوي.
نن دوشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د وروښتونو او سیلابونو اټکل شوی
د دوشنبې په ورځ د (ثور۲۱مه) د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وروښتونو له کبله د سیلابونو د راوتو اټکل شوی دی.
د طالبانو په واک کې د اوبو او انرژۍ ورازت دغه وړاندوینه د شنبې په ورځ په یو بیان کې کړې وه.
د بیان له مخې په بلخ، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې د ورښتونو امکانات شته.
په ځینو ولایتونو کې د لسو او په ځینو نورو کې تر دیرش ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو اټکل شوی دی.
له دې وړاندې سیلابونو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ځاني تاوانونو سربیره خلکو ته مالي زیانونه هم رسولي وو.
ټرمپ؛ په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي نه دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي نه دي".
د هغه په ټکو، د امریکا پوځ کولی شي په ایران کې پر نورو اهدافو بریدونه وکړي.
د ازادي راډيو د فردا څانګې د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ شریل اتکیسون سره په مرکه کې د چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي او کنه وویل،"نه ما داسې څه ویلي نه دي، ما وویل چې هغوي (ایرانیانو) ماتې خوړلې ده، خو دا په دې مانا نه ده چې کار خلاص شوی دی، موږ کولی شو په دوو اوونیو کې پر نورو اهدافو بریدونو وکړو".
د ایران او امریکا ترمنځ له ۴۰ورځینۍ جګړې وروسته اوربند وشو.
ایران او واشنګټن د دغې جګړې د پایته رسیدو په موخه مذاکرات کوي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان؛ طالبان دې د خبریالانو نیول ودروي
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان امسو په کابل کې د طلوع نیوز د دوو خبریالانو له نیول کیدو وروسته ویلي چې طالبان دې د افغان خبریالانو نیول ودروي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ د (ثورشلمه) په یوې اعلامیه کې ویلي،"د دقیقو معلومات له مخې منصور نیازی د تیرې پنجشنبې په ورځ د (ثور۱۷مه) او عمران دانش وړمه شپه د (ثور۱۹مه) په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي".
د طالبانو په حکومت کې یوې باخبره سرچینې بیا ازادي راډيو ته د دغو دوو خبریالانو د نیولو کیدو په اړه بې خبره څرګنده کړه.
د امسو په ټکو، تراوسه د دغو دوو خبریالانو د نیول کیدو د لامل او ساتنې د ځای په اړه معلومات نه لري.
اوسمهال د عمران دانش او منصور نیازي په ګډون شپږ نور خبریالان د طالبانو په بند کې دي.
اوکرایني چارواکي له اعلان شوي اوربند سره سره د روسیې د یوه برید خبر ورکوي
چارواکي د اوکراین پر دوهم لوی ښار خارکییف د روسیې د ډرون د برید خبرورکوي.
چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ په دې ښارکې د هستوګنې پریوې لوړپوړیزې ودانۍ د روسیې په برید کې لږترلږه پنځه تنه ټپیان شوي دي. دغه برید داسې مهال شوی چې دواړو لورو په دوهمه نړیواله جګړه کې پرنازي جرمني د بریا د ورځې د لمانځلو په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.
په عین حال کې اوکراین پولې ته نژدې د روسیې په کرسک سیمه کې چارواکو د نژدې سل اوکرایني ډرونونو خبره کړې چې په ونیا یې هوایي قلمرو ته یې داخل شوي و خو ویلي یې دي چې چاته زیان ندی رسیدلی.
د دواړو له خوا اعلان شوی اوربند د دوشنبې په ورځ د می په یولسمه پای ته رسیږي.
طلوع نیوز د خپلو دوو خبریالانو نیول کیدل تایید کړل
طلوع نیوزخصوصي رسنۍ تایید کړه چې دوه خبریالان یې په کابل کې د طالبانو د چارواکو له خوا نیول شوي دي.
دې رسنۍ پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې یوازې دومره ویلي چې چارواکو ورته ویلي چې د اړوندو قانوني پروسو له بشپړیدو وروسته به په دې اړه نور جزیات له دوی سره شریک کړي. طلوع نیوز د نیول شویو خبریالانو نومونه عمران دانش او منصورنیازي یاد کړي چې د نیازي د نیول کیدو راپورونه له تیرو دوو ورځو پرخواله رسنیو کې خپاره شوي و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د مې په درېیمه، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو د زیاتېدو او د خبریالانو د پراخو نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي وچې په تېر یوه کال کې لږ تر لږه د خبریالانو د ګواښ ۱۲۷ پېښې او د هغوی د نیولو ۲۰ پېښې ثبت شوې دي، چې یو شمېر یې د طالبانو د حکومت د رسنیزو پالیسیو د نه پلي کولو یا ترې د سرغړونې په تور نیول شوي وو.
سینټکام: د ایران د بندرونو د محاصرې له پیل راهیسې یې د ۵۸ سوداګریزو کشتیو مخه نیولې ده
د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سینټکام وايي چې د ایران پر بندرونو د سمندري محاصرې د پيل راهیسې یې تر اوسه ۵۸ سوداګریزې بېړۍ دې ته اړې کړې چې خپله لاره بدله کړي.
سینټکام د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه اعلامیه کې وویل چې امریکایي ځواکونو په منځني ختیځ کې د وري له ۲۴مې نېټې راهیسې تر اوسه څلور ایراني بېړۍ "غیرفعالې کړې څو د ایران بندرونو ته د هغوی د ننوتلو یا وتلو مخه ونیسي".
د ایران سمندري محاصره په داسې حال کې دوام لري چې ایران لا هم د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی. د امریکايي چارواکو په وینا ټاکل شوې وه چې دغه ځواب د جمعې په ورځ واشنګټن ته وسپارل شي.
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که د ایران له لوري کوم مثبت پرمختګ ونه شي، امریکا ښايي یو ځل بیا "د ازادۍ پروژه" عملي کړي.
بنو کې موټر بم او ډله ییز برید ۱۴ پولیس وژلي دي
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوه مرکز موټربم او ډله ییز برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د پولیسو د یوه مسول سجاد خان په حواله دغه ارقام خپاره کړي.
راپورونه وایي برید پرون شنبه د پولیسو د مرکز مخته په موټربم سره پيل شو او وروسته یوه ډله نور وسله وال د پولیسو مرکز ته دننه شول.
برید کې د لږ تر لږه ۳ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.
د اتحاد المجاهدین په نوم یوې وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې دوې ورځې پرله پسې د ورښتونو او سیلونو اټکل شوې
ټاکل شوې ده چې یکشنبه او دوشنبه د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او د سیلونو د بهیدو امکانات شته.
دا وړاندوینه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بیان کې د شنبې په ورځ وکړه.
د دې بیان له مخې په بلخ، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې د ورښتونو امکانات شته.
په ځینو ولایتونو کې د لسو او په ځینو نورو کې تر دیرش ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو اټکل شوی دی.
کرزی: پاکستان د ډیورنډ کرښې د رسمیت پیژندنې هڅې کوي
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پر کلیو بانډو د پاکستان له خوا پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شوي او داسې ښکاري چې د دې فشارونو هدف دا دی چې سیمه ییز خلک وهڅوي چې د امنیتي ستونزو او نورو مسایلو د حل لپاره اړوندو پاکستاني ادارو ته مراجعه وکړي.
ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې دا هم ولیکل چې د وضعیت په پایله کې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یو شمیر قومي مشرانو ترمنځ د "سولې تړون" په نوم اسناد لاسلیک شول، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د دې تړون تایید او هرکلی وکړ.
کرزی وایي چې دا پرمختګونه د پاکستان لخوا د ډیورنډ فرضي کرښې د مشروعیت لپاره یوه هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد یو عمل دی.
د نورستان او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې قومي مشرانو د وري په څلرویشتمه جرګه وکړه، بیا دوې اونۍ وروسته د کونړ او د باجوړ او مومندو مشرانو جرګه وکړه. په دې جرګو کې پریکړه وشوه چې په سیمه کې به اوربند وي او د افغانستان او پاکستان ځواکونه به سرغړونه نه کوي.