خبرونه
کرزی: پاکستان د ډیورنډ کرښې د رسمیت پیژندنې هڅې کوي
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پر کلیو بانډو د پاکستان له خوا پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شوي او داسې ښکاري چې د دې فشارونو هدف دا دی چې سیمه ییز خلک وهڅوي چې د امنیتي ستونزو او نورو مسایلو د حل لپاره اړوندو پاکستاني ادارو ته مراجعه وکړي.
ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې دا هم ولیکل چې د وضعیت په پایله کې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یو شمیر قومي مشرانو ترمنځ د "سولې تړون" په نوم اسناد لاسلیک شول، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د دې تړون تایید او هرکلی وکړ.
کرزی وایي چې دا پرمختګونه د پاکستان لخوا د ډیورنډ فرضي کرښې د مشروعیت لپاره یوه هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد یو عمل دی.
د نورستان او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې قومي مشرانو د وري په څلرویشتمه جرګه وکړه، بیا دوې اونۍ وروسته د کونړ او د باجوړ او مومندو مشرانو جرګه وکړه. په دې جرګو کې پریکړه وشوه چې په سیمه کې به اوربند وي او د افغانستان او پاکستان ځواکونه به سرغړونه نه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په هانک کانګ شپږ اووره سیالیو کې د افغان ټیم ګډون
د هانک کانګ شپږ اوریزو سیالیو لپاره د ګلبدین نایب په مشرۍ افغان کرکټ بورډ یو ټیم اعلان کړ.
تمه ده د هانک کانګ شپږیزې سیالۍ همدا اکتوبر پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ یکشنبه په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې ګلبدین نایب به لوبډلمشر وي، ورسره صدیق پاچا، عمران میر، کریم جنت،ننګیالی خان،فرمان الله صافی او عبدالرحمن په ټیم کې شامل دي.
تمه ده د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په دېرشمه د جنوبي افریقا په وړاندې وي او دویمه یې د اکتوبر په ۳۱مه له عمان سره ده.
د هانک کانګ شپږ اوریزې سیالۍ د نړۍ د دولسو ټیمونو تر منځ دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې او افغاني سرې میاشتې ټولنې تر منځ د بشري فعالیتونو د پیاوړتیا تړون وشو
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې د بشري فعالیتونو د پياوړتیا په هدف یو درې کلن تړون لاسلیک کړ.
دې ټولنې په خپله ایکس پاڼه د یکشنبې په ورځ د دغه تړون په اړه خبر ورکړی.
د بیان په اساس دا تړون د بیړنیو خدماتو، روغتیا پاملرنې، اوبو او حفظ الصحې، د چاودېدونکو توکو له امله د خطرونو په کمولو او د معیشت په ملاتړ تمرکز کوي.
دا تړون د «افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اوونۍ» پر مهال لاسلیک شوی.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي یوهانس بروور ویلي چې مرستندویه بنسټونه باید د سرې میاشتې ملاتړ وکړي څو د لا ډېرو ستونزو پر وخته رسیدنه وشي.
په فرانسه کې د تاوتریخجنو مظاهرو په پایله کې نږدې ۱۸۰۰ کسان نیول شوي
په فرانسه کې د تاوتریخجنو مظاهرو په پایله کې، ۱۸۰۰ کسان نیول شوي او په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا یو نیم زر دوکانونه او مغازې زیانمنې شوي.
د دغو پېښو له امله رامنځته شوي مالي زیانونه سلګونو میلیونو یورو اټکل شوي.
لاریونونه د شنبې په ورځ د ژوند د لګښتونو د لوړوالي پر وړاندې د اعتراض په توګه پیل شول، خو وروسته د پاریس، لیون او لیموژ په ګډون په څو ښارونو کې په تاوتریخوالي، چور او تالان، او اور اچونې واوښتل.
په لیموژ ښار کې د ښاروالۍ تاریخي ودانۍ هم په اور کې له منځه تللې ده.
د فرانسې کورنیو چارو وزارت ویلي چې شاوخوا ۵۰۰ پولیس، د اور وژنې کارکوونکي او د روغتیایي بیړنیو مرستو پرسونل ټپيان شوي دي.
سربېره پر دې، د سینټ ایټین (Saint-Étienne) په ښار کې د یو ۱۷ کلن هلک لاس د ګڼې ګوڼې د کنټرول لپاره د کارول کېدونکي بم (ګرینیډ) د چاودنې له امله پرې شوی دی. په پاریس کې د یو لاریون پر مهال یو کس هم مړ شوی دی؛ خو چارواکو ویلي چې دغه مړینه د روغتیایي ستونزې له امله وه او له لاریونونو سره تړلي تاوتریخوالي سره یې ربط نه درلود.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فرانسه کې رامنځته شوې ګډوډۍ د کډوالۍ له مسلې سره تړلي او له دغه هېواد یې غوښتي چې خپل د کډوالۍ قوانین لا سخت کړي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د شپږ اړخیزو لوبو پایلوبې ته ووته
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په کوربتوب د شپږ اړخیزو لوبو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
افغان لوبډلې تیره شپه په نیمه پایلوبه کې کیپ ورډ هېواد ته ۲ د ۴ پر وړاندې په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته.
افغان لوبډله په پایلوبه کې له برازیل سره مخ ده.
دا لوبه نن ماښام د کابل په وخت ۸نیمې بجې پیلږي.
د برازیل په کوربتوب د لویو وچو ترمنځ د شپږو هېوادونو جاپان، پیرو، اندونیزیا او کیپ ورډ ترمنځ دا لوبې د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۲ نیټه پیل شوې وې چې نن ماښام پایته رسیږي.
جي ډي ونس: ایران ته مو ماتې ورکړې او نه پریږدو دا هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس وايي، امریکا د ایران د اټومي پروګرام په له منځه وړلو سره ( غوڅه بریا) ترلاسه کړی خو جګړه ځکه باید دوام پیدا کړی څو اطمینان ترلاسه شي چې دغه هېواد د اټومي پروګرام د غني کولو وړتیا له لاسه ورکړې او نړۍ هم د انرژۍ له بحران سره مخ نشي.
هغه نن یکشنبې د (سپټمبر۱۸مه) سي بي اس ټلویزیونې شبکې سره په مرکه کې وویل، ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه نه باید اټومي وسلو ته لاسرسی ولري.
د ونس په خبره، امریکا اوسمهال په ایران کې دوه موخې لري، دا چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او په نړۍ کې د انرژۍ د بحران مخه ونیول شي.
ونس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د نړۍ په بازارونو کې د تیلو او انرژي بیې د پخوا پرتله څو چنده لوړه شوې دي.
د مصر ولسمشر وايي چمتو دی چې د حوثیانو پر وړاندې د سعودی عربستان دفاع وکړي
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د حوثي یاغیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان دفاع وکړي.
هغه چې پرون شنبې په یوې پوځي ناسته کې خبرې کولی وویل، "دا بې مانا ده چې پریږدو د سعودي عربستان امنیت او ثبات خراب شي ".
د السیسي په ټکو، مصر پر بل هېواد برید نه کوي خو د دفاع لپاره چمتو دی.
بل پلو د ځینو راپورونو له مخې متحده عربي امارات له سعودي عربستان سره هوکړې ته رسیدلی چې د مکې له تړون سره یو ځای شي.
د مکي دفاعي تړون د روان کال د اګست میاشتې په ۷مه د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شو.
د دې تړون یوه موخه د حوثي یاغیانو د بریدونو پر وړاندې ګډه دفاع ده.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له کېپ ورډ سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) د کېپ ورډ له ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.
د افغانستان لوبډلې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) د برازیل په کوربهتوب د شپږو هېوادونو په سیالیو کې خپله دویمه لوبه د پېرو له لوبډلې سره وکړه او هغه یې درې پر صفر ماتې کړه.
له دې بري سره د افغانستان لوبډلې څلور امتیازونه ترلاسه کړل او د دوهمې ډلې په سر کې ځای لري. د جاپان لوبډلې هم د دوو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دې ډلې د دوهمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لاره موندلې ده.
د لومړۍ ډلې په سیالیو کې د برازیل لوبډلې د لومړي مقام په خپلولو سره نیمه پایلوبې ته د تګ ډاډ ترلاسه کړی دی.
د فوټسال د شپږو هېوادونو ترمنځ دا سیالۍ د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې د افغانستان، جاپان، پېرو، برازیل، اندونیزیا او کېپ ورډ د لوبډلو په ګډون د برازیل په ساو ژوزه دوس پینهایس ښار کې ترسره کېږي.
د ایران او امریکا خبرې د قطر او عمان په منځګړیتوب روانې دي
د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي یعقوب رضازاده وايي، د ایران او امریکا خبرې د قطر او عمان په منځګړیتوب روانې دي او تهران د خپلو وړاندیز شویو شرطونو په اړه د واشنګټن ځواب ته په تمه دی.
هغه د شنبې په ورځ ایلنا خبري اژانس ته ویلي، دواړو لورو خپل شرطونه وړاندې کړي، خو د هغو جزئیات یې نه دي په ډاګه کړي. د نوموړي په وینا، خبرې د ایران د ملي امنیت عالي شورا تر څارنې لاندې ترسره کېږي او دغه شورا د خبرو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له مشر څخه اجازه اخلي.
رضازاده زیاته کړې، تمه نه لري چې د امریکا د کانګرس او د اسراییل د انتخاباتو تر ترسره کېدو مخکې جګړه پیل شي، خو د احتمالي نښتې امکان یې رد نه کړ.
پاکستان: له افغانستان سره خبرې باید مشروطې وي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبې) وویل، اسلاماباد له افغانستان سره خبرو ته چمتو دی، خو دغه خبرې باید د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل په ګډون د مشخصو پایلو سبب شي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند سجاد حیدر خان وویل، پاکستان به د هغو دوستو هېوادونو د رښتینو هڅو هرکلی وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په هواري کې مرسته کوي.
نوموړي د روسیې د منځګړیتوب په اړه ویلي، تر اوسه د داسې کومې رسمي هڅې په اړه معلومات نه لري، خو پاکستان له اغېزمنو منځګړیتوبونو سره همکارۍ ته چمتو دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د اختلاف له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده. اسلاماباد له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او نورو هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا ردوي او وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
نړیوال صندوق: د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې کمېدا نړیوال اقتصاد ته خطر پېښوي
د پیسو نړیوال صندوق وايي، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پانګونه د نړیوال اقتصادي پرمختګ یو مهم لامل دی او په دې ټکنالوژۍ کې د پانګونې ورو کېدا به پر نړیوال اقتصاد منفي اغېز وکړي.
فرانس پریس خبري اژانس د شنبې په ورځ د دغه صندوق د مشرې کریستالینا جورجیوا له قوله ویلي، په دې صنعت کې د فعالیتونو هر ډول کمښت به په ټوله نړۍ کې احساس شي.
د پیسو نړیوال صندوق په یوه تازه راپور کې اټکل کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې کمېدا ښايي تر ۲۰۲۸ کال پورې د نړۍ ناخالص کورنی تولید ۰.۴ سلنه راکم کړي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ نړیواله سوداګري ۸.۳ سلنه زیاته شوې چې یوه مهمه برخه یې د مصنوعي ځیرکتیا له اړوندو محصولاتو سره تړاو لري.