د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۲

خبرونه

د ازادو مبارزو یو افغان لوبغاړی له خپل ارجنټایني سیال سره مسابقه کوي

د کرویشیا پلازمېنه، زاغرب
د کرویشیا پلازمېنه، زاغرب

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی واحد اله نژند د شنبې په ورځ ( د مې ۹ مه) له خپل ارجنټایني سیال لوریانو ستاروپولي سره لوبه کوي.

واحد اله نژند او ستاروپولي د اووه اویا کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په کورایشیا کې سره مخامخیږي.

نژند تر اوسه لس ځله خپل سیالان مات کړي او دوه ځله یې شکست په برخه شوی، ستاروپولي بیا دیارلس لوبې ګټلي او په اوو کې یې ماته خوړلې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

تهران: له امریکا موږ هیڅ ډول امتیازات ندي غوښتي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا وړاندیز ته په ځواب کې یې په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو او په بهرکې د دې هیواد د کنګل شوې شتمنۍ د ازاديدوغوښتنه کړې ده.

د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په تهران کې په خبري کنفرانس کې وویل: "موږ هېڅ ډول امتیازات نه دي غوښتي. یوازینی شی چې موږ یې غوښتنه کړې د ایران قانوني حقوق وو."

هغه زیاته کړه، "د ایران په غوښتنو کې په سیمه کې د جګړې پای ته رسول، د امریکا د سمندري محاصرې ختمول او د ایرانیانود شتمنیو ازادیدل چې کلونه کلونه په ناحقه په بهرنیو بانکونو کې بند پاتې دي، شامل وو."

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې د جګړې د پای ته رسولولپاره د امریکا وړاندیز ته د ایران ځواب یې ردکړ او هغه ورته هیڅ د منلو ندی.

په کابل کې د جاپان سفارت افغان محصلینو ته د بورسونو د لړۍ اعلان وکړ

په کابل کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۷ میلادي کال د تحصیلي بورسونو اعلان کړی دی.

د سفارت په اعلامیه کې چې دوشنبې د می په یولسمه پرخپله ایکسپاڼه کې یې خپره کړې ویل شوي چې د پوهنې، فرهنګ، ورزش او د تکنالوژۍ علومو وزارتونو له لوري په رسمي او غیررسمي توګه هغو افغان محصلانو ته بورسونه برابریږي چې غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې د لوړو زده‌ کړو په پروګرامونو کې څیړنیزو زده کړو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د جاپان سفارت او د جاپان حکومت په خپلواکه توګه د غوښتنلیکونو د ارزونې او د نوماندانو د غوره کولو د ټولو پړاوونو مسؤلیت لري.

همداراز ویل شوي چې د افغانستان د آغا خان بنسټ به د غوښتنلیکونو په راټولولو او د لیکلي ازموینو د بهیر په اسانتیا کې له سفارت سره مرسته وکړي، خو د نوماندانو د غوره کولو په برخه کې به هېڅ مسؤلیت ونه لري.

اعلامیه زیاتوي چې دغه بورسونه وړیا دي او ټول لګښتونه یې د جاپان له خوا تمویلېږي.

جاپان افغان ښځینه او نارینه محصلینوته د بورسونو دا لړۍ داسې مهال اعلانوي چې پرافغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په دې هیواد کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو راګرځول شوې دي.

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د کرکټ ښځینه ټیم غړې له ICC غواړي چې د فیفا په څیردوی ته هم په نړیوالو لوبو کې د لوبیدو اجازه ورکړي

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د کرکټ ښځینه ټیم غړې د کرکټ له نړیوالې شورا ICC غواړي چې ورته اجازه ورکړي چې د افغانستان په استازیتوب نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.

د دې ټیم غړې شفیقه خان چې اوس د اسټرالیا په کانبیرا کې اوسي اې بي سي نیوز ته ویلي چې ICC دې د فوټبال د نړیوال فدراسیون، فیفا په څیرچې له هیواده بهر د افغانستان د فوټبال ښځینه ټیم ته یې اجازه ورکړې، د دوی د کرکټ ټیم ته هم اجازه ورکړي چې په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي. هغې ویلي، د فیفا پریکړې ډیرو افغان ښځو ته له دې پرته چې دوی چیرې ژوند کوي، ډیرې هیلې ورکړي چې کولای شي د خپل هیواد استازیتوب وکړي او هغه څه تعقیب کړي چې ورسره علاقه لري.

تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې له افغانستانه بهرد افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د ملاتړ لپاره به یو مالي صندوق او ځانګړې کاري ډله جوړه کړي. د راپور له مخې پرافغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې چې ښځې یې په ټولنه کې د ځینو نورو برخو ترڅنګ له ورزش څخه هم منع کړي، په نړیوالو لوبو کې د دې هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې د دوامداره لوبیدا سره دا بحث راپورته شوی چې د دې شورا مقررات ایجابوی چې هرغړی هیواد باید د ښځو ملي لوبډله هم ولري.

آی او ایم: په ننګرهارکې سیلونو دوه زره کورنۍ اغیزمنې کړې دي

د مهاجرت نړیوال سازمان IOM وایي وروستیو ناڅاپي سېلابونو چې د سختو بارانونو له امله رامنځته شوي، په ننګرهار کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ اغېزمنې کړې دي. دغو سیلونو کورونو، د ژوند د عاید سرچینو او شخصي توکو ته زیان رسولی دی.

IOM نن دوشنبې پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې یوازې دومره ویلي چې دې سازمان اغېزمنو کورنیو ته مرستې برابرې کړي خو د اړتیاوو ارزونې او د نورو مرستو رسولو چارو ته به دوام ورکړي.

د هغې خبرتیا له مخې چې د طالبانو ترکنټرول لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا خپره شوې د ننګرهار په ګډون نن په یوشمیرولایتونو کې د ورښتونو له کبله د سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د بیان له مخې ننګرهار، بلخ، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی او ویل شوي چې په ځینو ولایتونو کې به د بارانونو کچه لسوملي مترو او په ځینو نورو کې تر دیرش ملي مترو پورې وي.

د ولسمشرټرمپ له څرګندونو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې بیا لوړې شوې

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په وړاندې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران شرطونه "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" وبلل، د دوشنبې په ورځ د اسیا په بازارونو کې د تېلو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې.

د برېنټ اومه تیلوبیه سهاروختي د اسیا په بازارونو کې ۴،۶۵ سلنه لوړه شوه او د یوه بیرل بیه یې څه کم سل ډالرو ته ورسېده.

د امریکا د ویسټ ټکزاس انټرمیډیټ (WTI) د تیلو بیه هم څه باندې ۴ سلنه لوړه شوه او د هر بیرل بیه یې څه کم ۱۰۶ ډالرو ته ورسېده. د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ځکه لوړې شوي چې پانګه ‌وال اندیښنه لري چې ښایي د هرمز تنګي له لارې د تېلو د عرضې په وړاندې خنډونه ډیرژر لیرې نشي، هغه تنګی چې تهران پرې جزوي محاصره لګولې ده.

ولسمشرټرمپ: د امریکا وړاندیز ته د ایران ځواب د "نه منلو وړ "دی

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د سولې وړاندیز ته د تهران ځواب رد کړ او هغه یې "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" وباله، د ایران دولتي رسنیو هغه څه خپاره کړل چې ښیي د اسلامي جمهوریت په غوښتنو کې هېڅ نرمښت نه دی راغلی. په دغو غوښتنو کې د جګړې د زیانونو تاوان او د هرمز تنګي کنټرول هم شامل دي.

ټرمپ د مې په ۱۰مه پرخپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیل کې په یوه لنډ بیان کې ولیکل: "ما همدا اوس په اصطلاح د ایران د "استازو" ځواب ولوست. خوښ مې رانغی، په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی!"
خو نوموړي دا ونه ویل چې ایا دا به پر ایران د هوايي بریدونو د بېرته پیل لامل شي که نه.
د ټرمپ دغه بیان لږ وروسته له هغې خپور شو چې د ایران نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم د ځینو هغو مواردو یادونه وکړه چې د تهران د ځواب شرطونه یې بللي او ویلي و چې د ایران په غوښتنو کې د دې هیواد پر ضد د اوږدمهالو بندیزونو لرې کول، د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول او د نورو بریدونو د نه کولو تضمینونه شامل دي.

د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د سه شنبې په ورځ له ترکمنستان سره لوبه لري

د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله سبا سه شنبه له ترکمنستان سره د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.

دا لوبه ۲۰۲۶کال د مرکزي اسیا (کافا) سیالیو په لړ کې د افغانستان لومړی لوبه ده.

دغه سیالۍ د تاجیکستان په کوربتوب ‌ د مې له ۱۲مې تر ۱۷مې ترسره کېږي چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبېکستان او قرغزستان لوبډلې پکې ګډون کوي.

نن دوشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د وروښتونو او سیلابونو اټکل شوی

د دوشنبې په ورځ د (ثور۲۱مه) د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وروښتونو له کبله د سیلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

د طالبانو په واک کې د اوبو او انرژۍ ورازت دغه وړاندوینه د شنبې په ورځ په یو بیان کې کړې وه.

د بیان له مخې په بلخ، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې د ورښتونو امکانات شته.

په ځینو ولایتونو کې د لسو او په ځینو نورو کې تر دیرش ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو اټکل شوی دی.

له دې وړاندې سیلابونو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ځاني تاوانونو سربیره خلکو ته مالي زیانونه هم رسولي وو.

ټرمپ؛ په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي نه دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي نه دي".

د هغه په ټکو، د امریکا پوځ کولی شي په ایران کې پر نورو اهدافو بریدونه وکړي.

د ازادي راډيو د فردا څانګې د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ شریل اتکیسون سره په مرکه کې د چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي او کنه وویل،"نه ما داسې څه ویلي نه دي، ما وویل چې هغوي (ایرانیانو) ماتې خوړلې ده، خو دا په دې مانا نه ده چې کار خلاص شوی دی، موږ کولی شو په دوو اوونیو کې پر نورو اهدافو بریدونو وکړو".

د ایران او امریکا ترمنځ له ۴۰ورځینۍ جګړې وروسته اوربند وشو.

ایران او واشنګټن د دغې جګړې د پایته رسیدو په موخه مذاکرات کوي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان؛ طالبان دې د خبریالانو نیول ودروي

عمران دانش او منصور نیازی د طلوع نیوز خبریالان
عمران دانش او منصور نیازی د طلوع نیوز خبریالان

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان امسو په کابل کې د طلوع نیوز د دوو خبریالانو له نیول کیدو وروسته ویلي چې طالبان دې د افغان خبریالانو نیول ودروي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ د (ثورشلمه) په یوې اعلامیه کې ویلي،"د دقیقو معلومات له مخې منصور نیازی د تیرې پنجشنبې په ورځ د (ثور۱۷مه) او عمران دانش وړمه شپه د (ثور۱۹مه) په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي".

د طالبانو په حکومت کې یوې باخبره سرچینې بیا ازادي راډيو ته د دغو دوو خبریالانو د نیولو کیدو په اړه بې خبره څرګنده کړه.

د امسو په ټکو، تراوسه د دغو دوو خبریالانو د نیول کیدو د لامل او ساتنې د ځای په اړه معلومات نه لري.

اوسمهال د عمران دانش او منصور نیازي په ګډون شپږ نور خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG