د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

فونکه میډیا: د مارچ تر پایه د افغانستان د سولې پروسه نه‌بشپړېږي


ځينې نړيوالې ورځپاڼې
ځينې نړيوالې ورځپاڼې
  • ديپلومات

دیپلومات خپرونې په افغانستان کې د هند پر مرستو لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې د هند له لوري په افغانستان کې د یوه بل بند جوړېدو ته په اشارې راغلي، چې هند د اقتصادي او انکشافي پروژو له لارې په افغانستان کې له نورو هېوادونو سره سیالي کوي.

په دې لیکنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د کابل په للندر سیمه کې د ۲۳۶ ملیون ډالرو په لګښت د بند د جوړېدو یادونه شوې، چې د کابل ۲ میلیونه او ۲ لکه ښاریانو ته به پاکې او صحي اوبه برابرې کړي.

تر دې مخکې هند په هرات کې د سلمان بند جوړ کړ، چې د برښنا د تولید ترڅنګ ډېره کرنیزه مځکه خړوبوي.

دیپلومات وايي، د انکشافي پروژو لپاره پلانونه د هند د بهرنۍ پالیسۍ حیاتي عنصرونه دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تېر کال وویل، چې په افغانستان کې پر شاوخوا ۱۵۰ پروژو کار کوي.

دیپلومات خپرونې لیکلي، چې له افغانستان سره د هند مرستې تازه نه دي بلکې له ډېرو کلونو راهیسې یې د ميلياردونو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې سړکونه، ښوونځي او نور بنیادي تاسیسات جوړ کړي او حتى په وروستیو ورځو کې یې افغانستان ته د کرونا ضد واکسین ورکړل.

د هند افغانستان ته د کرونا ۵ لکه ډوزه واکسین ورکړي او ویلي، یې دي چې نور به هم ورکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري د دې واکسین له تاییده وروسته به په لومړي پړاو کې روغتیايي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو ته واکسین ورکړي.

دیپلومات خپرونه د هند مرستې او پروژې له ستونزو خالي هم نه بولي او وايي، چې د دغه هېواد ګاونډی پاکستان تل په افغانستان کې د نوي ډیلي اقداماتو ته د شک په سترګه کتلي دي.

  • فونکه ميډيا

د جرمني د فونکه میډیا ورځپاڼو په یوه راپور کې، چې د شنبې په ورځ یې خپور کړ، د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس په قول ویلي چې د ناټو په غوڅ ملاتړ ماموریت کې د جرمني د شاملو ځواکونو د ماموریت دوره باید تر ټاکلې مودې اوږده شي.

ورځپاڼو د ماس په قول دغه راز لیکلي، چې د مارچ تر پایه د افغانستان د سولې پروسه نه بشپړېږي نو پکار ده چې جرمني د خپلو ځواکونو د ماموریت موده وغځوي.

د امریکا او طالبانو د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې پر اساس، ټول بهرني پوځیان د سږ کال د اپریل تر پایه له افغانستانه وځي خو د جرمني د باندنیو چارو وزیر دې ته اشاره لري چې د ځواکونو وتل یې په افغانستان کې له سولې سره تړاو لري.

تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم ویلي و، دې ته په پام چې د مې تر لومړۍ پورې به په افغانستان کې سوله ټینګه نه شي نو ممکن ځواکونه یې تر ډېرې مودې په دې هیواد کې پاتې شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس طالبان باید له القاعده سره اړیکې وشلوي او تشدد کم کړي خو امریکايي چارواکي وايي، چې طالبانو دا دواړه کارونه نه دي کړي.

اوس د امریکا نوې اداره له طالبانو سره د امریکا د تېر کال د دوحې موافقه له سره ارزوي.

جرمني له امریکا وروسته په افغانستان کې تر ټولو ډېر پوځیان لري.

د دغه هېواد د پوځیانو شمېر یوزرو سلو ته رسېږي.

دا پوځیان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه روزي او مشورې ورکوي.

د جرمني مطبوعات وايي، چې په افغانستان کې د دوی د پوځیانو کالنی لګښت څه باندې ۵۱۸ ميليون ډالره دی.

XS
SM
MD
LG