د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

اکانوميسټ: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتو سره کړکېچ پیلېږي


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو انځور. ارشيف
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو انځور. ارشيف
  • دي نشنل

دي نشنل ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې: "که پاکستان غواړي چې د بایډن زړه خپل کړي باید پر هر څه بیا کتنه وکړي."

په امریکا کې د نوې ادارې له واک ته رسېدو سره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې حکومتونو ته موقع برابرېږي چې د متحدو ایالتونو له نوې ادارې سره تازه اړیکې جوړې کړي.

دي نشنل ورځپاڼه وايي، د بایډن له حکومت سره به د پاکستان تماسونه زیات شي، خو اغېزمنتوب به یې ښايي له افغانستان، هند او چین سره د امریکا د اړیکو څرنګوالی معلوم کړي.

دا هېوادونه د پاکستان تر ټولو نږدې دوستان یا دښمنان دي او ځینې یې د بایډن د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوبونو کې دي.

دي نشنل ورځپاڼې افغانستان د امریکا په چلینجونو کې لومړی چلینح بللی او لیکلي یې دي، چې ده له وړاندې څخه د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر موافقې بیا کتنه رسماً پیل کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي، په دې برخه کې جدي اندېښنې شته چې د امریکا مخکینی حکومت تر انتخاباتو مخکې په ۲۰۲۰ کې د افغانانو او امریکايي چارواکو اندېښنو ته له پامه پرته د ځواکونو ایستلو ته لېوال و.

خو بایډن په وروستۍ وینا کې وویل، چې اوږدې جګړې به په مسوولانه ډول پای ته ورسوي.

بایډن هغه مهال چې د اوباما مرستیال و، افغانستان ته د ډېر شمېر پوځیانو د استولو پلوی نه و خو اوس داسې نه ښکاري چې د ده اداره به د افغانستان حکومت ته شا واړوي او دا هېواد به د پاکستان خوښې ته پرېږدي چې له طالبانو سره دوستانه لري او هیله لري چې دا ډله به بیا واک ترلاسه کړي.

  • اکانوميسټ

اکانومیسټ خپرونې هم تقریباً دې ته ورته موضوع خپره کړې ده.

دا خپرونه وايي، که امریکایان له افغانستانه ووځي په دې هېواد کې به کړکېچ پیل شي او که پاتې کېږي بیا به هم ستونزې وي.

اکانومیسټ وايي، جو بایډن ته نه یوازې د افغانستان مسئله په میراث رسېدلې بلکې له طالبانو سره د امریکا د تېر کال د فبرورۍ د نهه ویشتمې نېټې موافقه هم په میراث ورپاتې شوې ده.

اکانوميسټ د امریکا او طالبانو د موافقې شرایطو ته هم اشاره کړې چې پر اساس یې طالبان باید له القاعده سره اړیکې وشلوي، او تشدد کم کړي خو په وروستیو کې ګڼ شمېر امریکايي چارواکو وویل چې طالبانو د موافقې شرطونه عملي کړي نه دي. دغه راز نه یې له القاعده سره اړیکې پرې کړي او نه یې تاوتریخوالی کم کړی دی نو په داسې شرایطو کې که امریکايي پوځیان وځي ښايي افغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې د تېرو شلو کلونو له هلوځلو سره سره یو وار بیا پخواني حالت ته وروګرځي.

XS
SM
MD
LG