د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

هېواد: طالبان غواړي څو د زور له لارې افغانستان لاندې او واک تر لاسه کړي


په غزني کې د وسله والو طالبانو يو چېک پواينټ.
په غزني کې د وسله والو طالبانو يو چېک پواينټ.
  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی دجګړې نوې فصل ته چمتووالی!

د ليکوال په وینا د سولې له اوسنیو خبرو داسې ښکاري، چې دواړه لوري لاهم په خپلو دریځونو ټینګار کوي او په خبرو کې د پرمختګ کومه هېله نه شته.

په سرمقاله کې راغلي، که حالت همداسې روان وي راتلونکي پسرلي کې به جګړه لا تېزه شي چې قرباني به یې بېګناه افغانان وي.

وړاندې ټينګار شوی، چې د جګړې د مخنیوي یوازینۍ لار دا ده چې د سولې مذاکرات د اصولو پر بنسټ مخ ته ولاړ شي او نړیواله ټولنه فشار راوړي چې د دې جګړې مخه ونیول شي.

د هشت صبح ورځپاڼې په وینا، که دولت او طالب ډله همداسې پرېښودل شي مذاکراتو کې د پرمختګ تمه نه کېږي او روانه جګړه به د یو لوی ناورین لامل شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د سولې روانو مذاکراتو په تړاو لیکلي، چې دغو مذاکراتو کې نه پرمختګ، د طالبانو له خوا د اوربند لپاره د افغان ولس او نړيوالې ټولنې د وړانديزونو او غوښتنو نه منل او پر ځای يې د جګړې او هدفي وژنو پراختيا،په دې مانا ده، چې طالبان غواړي، د زور له لارې افغانستان لاندې او واک تر لاسه کړي.

خو لیکوال ټینګار کوي، چې طالبان باید دا فکر له ذهن نه لرې کړي ځکه په افغانستان کې له دوو لسيزو را هيسې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ او د ولس په خوښه او اراده داسې حکومت او نظام جوړ شوی، چې د لومړي ځل لپاره ملت پرې قناعت کړی او د ملت استازولي کولی شي.

د لیکوال په وینا، افغان حکومت د سولې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې، د طالبانو د ۵،۵۰۰ بنديانو ازادول يې یاد کړي او دا چې د سولې لپاره افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې وو.

  • مسير

مسیر ورځپاڼې د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې يا سيګار څرګندونې را اخیستې چې د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه د VIP پروازونو له لارې نغدې پیسې ایستل کېږي.

ورځپاڼې په دې اړه د اندېښنې تر څنګ د هغو ځانګړو ماشينونو او وسايلو پر استعمال ټينګار کړی، چې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د نغدو پيسو د قاچاق د مخنيوي په خاطر نصب شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا کار دهغو کړیو لخوا کېږي چې د ولسمشر غني شا او خوا راتاو دي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، چې حکومت باید د دې چور او تالان مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې ملي شتمنۍ لوټ او بهرنیو هېوادونو ته انتقال شي.

XS
SM
MD
LG