د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د ناټو ۱۰ زره سرتېري د افغان ځواکونو ملاتړ ماموریت ته دوام ورکوي


په کابل کې د ناټو روزونکي د يو شمېر افغان ځواکونو د درې میاشتني پروګرام په فراغت غونډه کې. May 27, 2019
په کابل کې د ناټو روزونکي د يو شمېر افغان ځواکونو د درې میاشتني پروګرام په فراغت غونډه کې. May 27, 2019

په افغانستان کې چې ناټو وايي، شاوخوا ۱۰زره سرتېري یې په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ماموریت ته دوام ورکوي، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې به په ۲۰۲۱م کال کې بشري بحران لا ژور شي.

ناټو تړون وايي، شاوخوا لس زره سرتېري یې د افغان پوځیانو روزنې، سلا-مشورې او همکارۍ ته دوام ورکوي.

دغه ماموریت پرون دوشنبه په یوه ټویټ کې ویلي، د ۳۸ هېوادونو له شراکت د تشکیل شوي دغه ماموریت هدف دا دی چې پرې نه ښوول شي، افغانستان بیا د ټروریزم په خوندي ځاله بدل شي.

له افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د ملاتړ پر دوام د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبه له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادۍ راډیو ته وویل: په دې ټلیفوني مکالمه کې دواړه لوریو د سولې پروسې او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ناټو پر دوامدار ملاتړ بحث وکړ. د ناټو سرمنشي ژمنه وکړه، چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، مشورې ورکولو او مرستو په برخه کې زموږ ملاتړ پرځای او ده وویل چې زموږ ماموریت دوام لري."

دوا خان مينه پال
دوا خان مينه پال

په وروستیو کې امریکايي چارواکو په افغانستان کې ۲۵۰۰ ته د خپلو پوځیانو د کمولو خبر تایید کړ، چې دا په تېرو شا و خوا ۲۰ کلونو کې تر ټولو کم شمېر دی.

له دې سره جوخت په افغانستان کې د روانې جګړې، هدفي وژنو او نورو ستونزو له کبله بشري وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي، اندېښنه دا ده چې ۲۰۲۱م کال د ملکي افغانانو لپاره خطرناک کال وي.

د دغه سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن ازادۍ راډیو ته وویل، د طالبانو د هدفي وژنو تر څنګ د کرونا وبا له کبله راغلی بحران ښايي ګڼ افغانان له سختې بېوزلۍ سره مخامخ کړي.

پاتریشيا ګاسمن
پاتریشيا ګاسمن

ګاسمن زياته کړه: "افغانستان په ۲۰۲۰م کال کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد و او احتمال لري چې په ۲۰۲۱م کال کې هم وضعیت دغسې وي، ځکه طالبانو پر ملکیانو خپلې هدفي حملې زیاتې کړي، په ځانګړي ډول پر دولتي مامورانو. دا هرڅه د کرونا وبا له کبله له راغلي بشري بحران او د بېځایه کېدو له ستونزې سره هممهاله پېښېږي، چې د افغانانو لویه فیصدي یې له سختۍ بېوزلۍ سره مخامخ کړې ده."

تر دې مخکې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د لړم/ عقرب میاشتې په نیمايي کې ویلي وو، په افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او شاوخوا ۱۳ میلیونه وګړي غذايي خوندیتوب نه لري.

د افغان ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تېره اوونۍ په یوه راپور کې وویل، دا مهال ۱۸ ملیونه څلور لکه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د تېر کال پر تله دا شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت تېره اوونۍ ویلي، دوی د ژمي په درېیو میاشتو کې یوازې پر یو میلیون بېځایه شویو د خوراکي توکو د وېشلو توان لري.

که څه هم د ژمي سړې شپې-ورځې دي، خو په ځینو ولایتونو کې د جګړې اور لا تود شوی او زیاتې کورنۍ یې له خپلو سیمو بېځایه کېدو ته مجبوره کړي چې هلمند، کندهار، ارزګان، فاریاب او فراه ولایتونه د بېلګې په توګه یادولی شو.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د جګړو له کبله د بېځایه کېدو د لړۍ دوام، د طالبانو له خوا هدفي وژنو او کرونا وبا روان بشري وضعیت لا پېچلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG