د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

افغان ملي اردو له ناټو د نویو جذب شویو سرتېرو د روزنې چارې پر غاړه واخیستې


افغان ځواکونه د روزنې او تمرین پر مهال
افغان ځواکونه د روزنې او تمرین پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت وایي، پوځ‌یې د نږدې سل په سلو کې ځمکنیو او هوایي عملیاتو مشري پر غاړه لري.

دغه وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې امریکا افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تر ټولو ټیټې کچې، یعنې دوه نیم زرو ته راټیټ کړی دی.

یاد وزارت که څه هم دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمولو پر اغېزو څه نه‌وایي، خو ډاډ څرګندوي چې ځواکونه‌یې دغه تشه ډکولای شي.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزی وایي، اوس‌یې دفاعي او امنیتي ځواکونه په خپلواک ډول ټول عملیات ترسره کوي.

ښاغلي احمدزي د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، نړیوالې ټولنې په وار وار ورسره ژمنه کړې چې د ځواکونو مالي او تخنیکي ملاتړ ته به‌یې دوام ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "د افغانستان زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم نږدې سل په سله په افغانستان کې په مستقله توګه له ترورېزم سره مبارزه کوي، په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې له لازم توان او ځواک څخه برخه‌من دي، د دې په خوا کې نړیواله ټولنه او زموږ ستراتېژیک همکاران له افغان ځواکونو سره د مرستو او همکاریو دوام ته هم ژمن دي."

په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت اعلان کړی چې د ملي اردو ځواکونو له ناټو څخه د نویو جذب شویو سرتېرو د روزنې چارې هم پر خپله غاړه واخیستې.

دغه مأموریت پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د دفاع وزارت مشرتابه کولای شي چې د افغانانو د امنیت ټینګښت ته تکړه سرتېري چمتو کړي.

ناټو یوه وېډیو هم خپره کړې چې ښيي، افغان روزونکي د ملي اردو د تسلیحاتو د روزنې په ګډ مرکز کې د افغان پوځ سرتېرو ته د ډله‌ییزو بریدونو د مهارولو روزنه ورکوي.

دا هغه چارې وې چې پخوا ناټو ځواکونو پر مخ بیولې.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو شمېر دوه نیم زرو ته راکم کړی دی.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرستوفر مېلر ویلي، د سرتېرو د شمېر دا کمښت د افغانستان د سولې له پروسې د امریکا دوامداره ملاتړ او هم له طالبانو سره د امریکا تړون او له افغان دولت سره ګډې اعلامیې ته ژمنتیا په ډاګه کوي.

کریستوفر مېلر
کریستوفر مېلر

په همدې حال کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي: "له افغانستان څخه د نورو امريکايي ځواکونو وتل چې متحده ایالاتو یې اعلان وکړ د دوحې د توافق‌نامې په اړه يو عملي ګام او ښه پرمختګ دی."

محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د امریکا او دوی د هوکړې عملي کول، د افغانستان او امریکا د خلکو په ګټه یو کار دی.

امریکا داسې مهال افغانستان کې خپل ځواکونه تر ټولو ټیټې کچې ته رسولي چې ناټو راتلونکې میلادي میاشت دغه هېواد کې د خپل پوځي مأموریت د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له دې وړاندې ویلي، فبروري میاشت کې به د دفاع وزیرانو په غونډه کې حالاتو ته په کتو د افغانستان د مأموریت په اړه تصمیم نیسي.

ده ویلي، هر ډول تصمیم به‌یې له ننګونو ډک وي، خو ډاډ یې ورکړی چې حالاتو ته په کتو او د جګړې او تاوتریخوالي د وضعیت له ارزونې سره سمه پرېکړه به کوي.

XS
SM
MD
LG