د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

بلخ کې کډوال ماشومان: د جګړو پای ته شېبې شمارو، هیله لرو بیا ښوونځیو ته لاړ شو


ارشیف، افغانستان کې دننه یو شمېر بې ځایه شوي کډوال
ارشیف، افغانستان کې دننه یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

د بلخ په مرکز مزارشریف کې له جګړې سلګونه تښتېدلي ماشومان د ژمي په سړه هوا کې په کېږدیو کې شپې او ورځې تېروي او په خپلو اصلي سیمو کې د جګړو پای ته شېبې شماري.

دغه ماشومان چې ډېری یې له خپلو کورنیو سره د سرپل، فاریاب او بغلان ولایتونو جګړو راکډه کړي وايي، هیله لري څو یوه ورځ له تاوتریخوالي پرته فضا کې بیا ښوونځي ته ولاړ شي.

خالد هیله لري چې د خپل ژوند نهم پسرلی په امنه فضا او ښوونځي ته په بیا ورتګ پيل کړي.

نوموړی وايي: "غواړم بیا ښوونځي ته لاړ شم، په راتلونکي کې رانه ډاکټر جوړ شي. زموږ سیمه کې ډاکټر نشته او کلنیک هم ډېر لېرې دی."

ډېری کډوال وايي په دغه ساړه ژمي کې د کېږدۍ د ګرمولو لپاره لرګي او د خوراک لپاره ډوډی نه لري.
ډېری کډوال وايي په دغه ساړه ژمي کې د کېږدۍ د ګرمولو لپاره لرګي او د خوراک لپاره ډوډی نه لري.

دا اته کلن ماشوم بلخ ته یو له سلګونو کورني بې ځایه شوېو څخه دی چې د جګړې او وسله والو تاوتریخوالي په خاطر له خپلې کورنۍ سره یوځای له فاریابه د مزار شریف د همدرد پروژې پنډغالي ته راغلی.

خالد وايي چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ په صوفي قلعه ښوونځي کې یې تر دوهم ټولکي درس ویلی دی.

د هغه په خبره چې څلور میاشتې پخوا یې د جګړې پر مهال د هغوی پر کور د هاوان مرمۍ ولګېده او د ناستي خوني د چت په نړېدو یې ۶۳ کلن نېکه عبدالله ومړ.

خالد له خپل پلار، مور او درېیو وړو خویندو سره د بې ځایه شوېو دغه کمپ کې په بوریا پوښلې یوه خیمه کې د ژوند شپې سبا کوي.

دی وايي، په دغه ساړه ژمي کې د کېږدۍ د ګرمولو لپاره لرګي او خوراکي توکي نه لري: "هوا ډېره سړه ده. زما د خویندو لاسونه او پښې یخ وهلي. مور مې هم ناروغه ده او پلار مې د درمل پیرلو پیسې نه لري. ټول ډېر وږي یو. هېڅوک راسره مرسته نه کوي."

۴۱ کلن قاسم اکرامي بیا د مزارشریف په شمال لویدیځ کې د نسیم مهري کمپ کې اوسېږي وايي، د سرپل ولایت له سانچارک ولسوالۍ بلخ ته د جګړو له امله را بې ځایه شوی دی.

قاسم زیاتوي، د کار نشتوالي له امله يې ټول زامن کراچۍ چلوي، څو د یوې مړۍ ډوډۍ پیسې وګټي.

دی درې لوڼې او څلور زامن لري چې اتلس کلن ذبیح الله یې له ټولو مشر دی او په وینا یې جګړو د ده ټول ماشومان له ښوونځي محروم کړي: "خوښیږي مې چې ماشومان مې سبق ووايي. که کار وي زه به په خپله پرې مصروف شم او دوی پرېږدم څو ښوونځی ووايي. سرپل کې مې ځای او شتمني ډېره وه، خو ناامنۍ اړ کړم چې هر څه پرېږدم او دلته راوتښتم."

فرید چې دولس کاله عمر لري د قاسم درېیم زوی دی. هغه هم د خپل پلار د خبرو په تاکید سره وايي چې غواړي ښوونځي ته ولاړ شي.

فرید وويل: "جګړه بده ده. موږ یې در په در کړو. خویندې او ورورنه مې له سبقه پاتې شول.دا ټول د طالب او انتحاریانو له لاسه دي."

په همدې حال کې د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو ادارې مشر مسعود قادري ویلي چې په ټولیز ډول له سرپل، فاریاب او بغلان څخه بلخ ته ۱۲۰۰۰ کورنۍ رابې ځایه شوي دي.

قادري وايي بلخ ته ۱۲۰۰۰ کورنۍ رابې ځایه شوي
قادري وايي بلخ ته ۱۲۰۰۰ کورنۍ رابې ځایه شوي

د هغه په خبره چې په هره کورنۍ کې لږ تر لږه دوه تر درېیو ماشومان شته چې د ښوونځي د تګ له شرایطو سره برابر دي، خو د بې ځایه کېدو له امله له تعلیمه بې برخې شوي.

هغه د دغو کسانو د بې ځایه کېدو اساسي علت په شمال ولایتونو کې شته ناامني او جګړه بولي.

قادري زیاته کړه: "د طالبانو حضور او د جګړې دوام د دې لامل شوی، څو هره ورځ له نورو ولایتونو څخه بلخ ته خلک پناه راوړي. دلته هم د مناسب ژوند فرصت مساعد نه دی. دوی د امکاناتو د نه شتون په خاطر سخت ژمی لري."

جګړو میلیونونه کسان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بې ځایه کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر ازادي راډیو ته ویلي چې اوس مهال ۳۰۰ زره کورنۍ چې ټول درې میلیونه کسان کېږي په ټول افغانستان کې بې ځایه شوي.

ښاغلي باهر زیاته کړې چې دغه وزارت په ټول هېواد کې یوازې ۱۹۴ زره کورنیو ته د روغتیايي خدمتونو، ژمني خدمتونو او خوارکي توکو برخه کې مرسته کولی شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو ډلې د پلاویو ترمنځ چې هېواد کې د جګړې اساسي خواوې دي، د قطر دوحه کې د سولې د خبرو دوهم پړاو پیل شوی.

خو لا نه ده جوته چې کله به دواړه لوري په اوربند توافق وکړي؟

د اوربند په اعلانېدو سره به د خالد په شان زرګونه ماشومان وتوانیږي چې له کورنیو سره یوځای خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي او ښوونځي ته د بیا تګ هیله یې په رښتیا بدله شي.

XS
SM
MD
LG