د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

ایران ته د کرونا ضد واکسین پر واردولو د خامنه‌یي بندیز انتقادونه راپارولي


د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي
د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

د بشري حقونو د ملاتړ ډلو د ایران پر دې اقدام نیوکه کړې چې له امریکا او بریتانیا نه‌یې د کرونا واکسین واردول منعه کړي دي.

دا ډلې وایي، د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي دا کار چې د کرونا واکسین پر واردولو یې بندیز لګولی، د میلیونونو ایرانیانو له ژوند سره لوبه ده.

دا نیوکه وروسته تر دې وشوه چې د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د جنورۍ په اتمه نېټه د خپل هېواد چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ایران ته له امریکا او بریتانیا د واکسین د واردولو مخه ونیسي. د ده په وینا د امریکا او بریتانیا دا واکسینونه د باور وړ نه‌دي.

د کرونا ضد واکسین امریکایي شرکتونو فایزر او مودرنا او دغه‌راز د بریتانیا یوه شرکت استرازینیکا جوړ کړی دی. پر دې سربېره روسیې او چین هم دې برخه کې واکسینونه جوړ او تطبیق کړي دي.

ارشیف، ایران کې د کرونا ویروس ضد واکسین (دا واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له لوري نه‌دی تأیید شوی)
ارشیف، ایران کې د کرونا ویروس ضد واکسین (دا واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له لوري نه‌دی تأیید شوی)

علي خامنه‌یي پر دولتي ټلوېزیون وینا کې وویل، شک نه‌شته چې دغه هېوادونه دې د واکسین له لارې وغواړي چې د نورو هېوادونو وګړي د کرونا پر وبا اخته کړي.

د ایران ستر مذهبي مشر پر خپله ټویټرپاڼه د فرانسې له‌خوا جوړ شوی واکسین هم بې‌اعتباره بللی دی.

ټویټر دې برخه کې د ښاغلي خامنه‌یي انګلیسي ټویټ لیرې کړی دی او هغه‌یې د نړۍ خلکو ته یو ګواښ بللی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو.اېچ.او) له هېوادونو غوښتي چې د کرونا واکسین د وېش موضوع سیاسي نه‌کړي.

د دغه سازمان ستر سلاکار بروس ایلوارد ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې هېوادونه هر ډول سیاست ګوښې ته کړي او خپلو خلکو ته دا واکسین ورسوي.

د بخښنې نړیوال سازمان کې د ایران د څانګې څېړونکې منصوره مایلز وایي، د ایران له‌خوا پر واکسین بندیز د خلکو له ژوند سره لوبه ده.

ارشیف، ایران کې په کرونا ویروس اخته ناروغ
ارشیف، ایران کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

دې ویلي، دا د خواشینۍ خبره ده چې د ایران ستر مذهبي مشر د خلکو د ژوند په تناسب سیاست پورته ګڼلی دی.

مایلز ویلي، ایراني چارواکي باید د بشري حقونو د ملاتړ برخه کې خپلې ژمنې پر ځای کړي.

په ایران کې تر اوسه څه باندې یو میلیون کسان په کرونا اخته شوي او د رسمي شمېرو له مخې څه باندې ۵۶ زره کرونایي ناروغان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG