د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۸۵ ملیونو واوښت


ارشیف، برازیل کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د درملنې لپاره روغتون
ارشیف، برازیل کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د درملنې لپاره روغتون

په نړۍ کې په کرونا د اخته خلکو شمېر له ۸۵ ملیونو تنو واوښت چې له ډلې یې څه باندې ۱۸ لکه کسان مړه شوي.

بېلابېلو هېوادونو د کرونا د تازه څپې د کنټرول په هدف نوي محدودیتونه هم لګولي دي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې هېواد یې د کرونا ویروس له نوې بڼې سره لاس او ګرېوان دی د تازه محدودیتونو اعلان وکړ.

ښاغلی جانسون وايي: "هغه څه چې موږ یې په وضاحت ترسره کوو د ویروس له نوې بڼې سره چلند دی، مخصوصاً په لندن او جنوب ختیځ کې. په همدې خاطر باید په ځینو سیمو کې استثنايي تدابیر ونیسو او لومړني مکاتب موقتاً وتړو."

د جرمني چارواکو هم د جنوري تر پایه د لاک ډون/ قرنطین د غځولو غوښتنه کړې ده.

که څه هم د کرونا د مهارولو لپاره په بېلابېلو هېوادونو له هغې ډلې په امریکا او بریتانیا کې د کرونا د واکسین پروسه پیل شوې، خو د ویروس د چټکې خپراوي وېره لا هم د خلکو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG