د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

صربیا کې د روسیې له‌خوا د کرونا ضد لانجمن واکسین تطبیق پیل شو


د صربیا د کورنیو چارو وزیر د 'سپوتنیک وي' کرونا ویروس ضد روسي واکسین د اخیستو پر مهال
د صربیا د کورنیو چارو وزیر د 'سپوتنیک وي' کرونا ویروس ضد روسي واکسین د اخیستو پر مهال

صربیا کې د روسیې له‌خوا د کرونا ضد لانجمن واکسین (سپوتنیک وي) تطبیق پیل شوی دی.

دوی لومړی لوړپوړو چارواکو ته دغه واکسین تطبیق کړ چې وکولای شي پر دغې پروسې د عامو کسانو باور ترلاسه کړي.

پرون د صربیا د کورنیو چارو وزیر، د روغتیا وزیر او د پارلمان مشر د هغو کسانو په ډله کې و چې دغه واکسین ورته وشو.

روسیه کې هم د (سپوتنیک وي) واکسین تطبیق پيل شوی، مسکو په تېره اګسټ میاشت کې دغه واکسین تأیید کړ.

صربیا او بلاروس د اروپایي ټولنې یوازني غړي هېوادونه دي چې دغه واکسین‌یې پيل کړی، د روسیې له‌خوا جوړ شوی دا واکسین د اروپا د درملو ادارې یا د روغتیا نړیوال سازمان تصدیق نه‌لري.

XS
SM
MD
LG