د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

امریکا کې د کرونا وبا خپرېدل له کنټروله وتلي


امریکا کې د کرونا د درملنې په پار یو روغتون
امریکا کې د کرونا د درملنې په پار یو روغتون

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا وبا خپرېدل له کنټروله وتلي چې ګڼ نور کسان په دې ویروس اخته شوي، بستر شوي او د مړینو شمېر زیات شوی دی.

په عین حال کې د کرونا ویروس ضد واکسین کمپاین چې په سستۍ پیل شوی، دوام لري.

د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ناروغۍ د یوې څارونکې ادارې په حواله، په امریکا کې پرون جمعه د ریکارډ تر سطحې د کرونا ویروس زیاتې پېښې ثبت شوي چې درې لکه او لس زره وې.

په دغه هېواد کې په دې موده کې په کرونا ویروس د ۳۷۷۷ کسانو مړینه ثبت شوې چې ورسره په امریکا کې په دې ویروس د مړینو ټول شمېر درې لکه اویا زرو ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG